۲۴ ساعت

06 مارس
۱ دیدگاه

د ښځو حقوقو ته غاړه ایښودل تاریخی حکم دی!

تاریخ  نشر شنبه  ۱۶ حوت  ۱۳۹۹ – ششم  مارچ ۲۰۲۱ هالند 

د میلادی جنتری د مارچ د میاشتې په اتمه نېټه چې معمولاً د لمریزې هجری جنترۍ د حوت د میاشتې له اتلسمې نیټې سره سمون خوری.

په ټوله نړۍ کې ښځې او دښځو د حقوقو پلویان سرکونو ته راوزی، مارشونه او مظاهرې کوی، په لویو هالونو کې غونډې او په وړو مجلسو کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم نمانځی. په دې ورځ د کال تر نورو ورځو زیات د نړۍ ښځې یو له بله سره خپل پیوستون ښکاروی، په ټولنه کې خپل ځان او حضور څرګندوی، د خپل موجودیت او ټولنیز مناسب ځای له پاره مبارزه کوی، په ټولنیزو، سیاسی، اقتصادی او کلتوری چارو کې ګډون غواړی، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی پر ضد مبارزه او له نارینه و سره د مساوی حقوقو د تر لاسه کولو له پاره هاند او هڅې کوی. خو دا حالت چې په نننۍ زمانه کې ښځو په ځانګړې ملی او عامه نړیواله کچه تر لاسه کړی دی، بې زحمته نه دی په لاس ورغلی او د ډیر ستونځمن، له کړاوه ډک او سر ښندونکی کار او زیار پایله ده.

د ښځو د نړیوالې ورځې نمانځل د مود او فیشن خبره نه ده. د ښځو د حقوقو اعاده او له نارینه و سره حقوقی برابری د ټولنیز قانونمند تاریخی تکامل جبری ښکارنده ده چې هیڅ ټولنه ورڅخه ځان نه شی بچ کولای؛ خو ټولنیز تحرک او عکس العملونه دا پروسه چټکولای او یا ځنډولای شی. هره ټولنه چې معمولاً د بسیا او آرام ژوند په لټه کې وی،  د خپل تاریخی تکامل په جبری بهیر کې به حتماَ له نارینه و سره دښځو د حقوقو د برابرۍ پړاو ته رسی. هغه محافظه کار او ارتجاعی ځواکونه چې ددې طبیعی پروسې په وړاندې مقاومت کوی، دا بهیر په مؤقتی او مقطعی ډول ځنډولای شی، خو د تل له پاره یې مخه نه شی نیولای. تاریخی بری حتما د ښځو د حقوقو د مبارزینو په برخه او تاریځی ناکامی د ښځو د حقوقی برابرۍ د مخالفینو په برخه دی. ښه داده چې زموږ په هېواد کې ددې قانونمندې تاریخی او حتمی راتلونکې پروسې په وړاندې قرار ونه نیول شی، بلکې د هغو په سالمه رهبرۍ او سم لوری ورکولو فکر وشی، مناسب سیاسی، امنیتی او ټولنیز چوکاټونه رامنځته شی چې خپل نورمال او طبیعی مسیر ووهی او په ټولنه کې د نامطلوبو ټکرونو او په کورنیو کې د بې ځایه جنجالونو سبب نه شی.  

 د ښځو د بشری حقوقو له پاره مبارزه  یوازې د ټولنې کلتوری او یا اخلاقی سکټور په بر کې نه نیسی، بلکې د ښځو اقتصادی، سیاسی او ټولنیز انسانی حقوق هم په غیږ کې نیسی. داسې فکر سم نه دی چې د ښځو د حقوقو او د هغو د آزادیو معنا یوازې د هغوی د خپل ځان پخپله خوښه سینګار، د ښکلیو او مدرنو جامو اغوستل، د مینی، ماکسی او یا میډیم کمیس انتخاب، پخپل زړه او خوښه د خپل د ژوند د ملګری ټاکل او له نارینه و سره د مخامخ کېدو په وخت کې د نور مال انسان په حیث زړه ور او بې ډاره چلند او داسې نورو کړو وړو کې محدود شی. له نارینه و سره دښځو د حقوقی برابرۍ موضوع او د ښځو د سرښندونکو مبارزو تاریخ تر دې ډیر پراخه دی.  

صنعتی انقلاب په لویو فابریکو کې د ښځو له پاره د کار دروازې پرانستې. په هغه زمانه کې چې د استثمار درجه لوړه او د نرو له پاره هم د کار شرایط خراب و، خو ښځو تر هغو په زیاتو خرابو شرایطو کې کار کاوه، د روځې د کار ساعتونه یې زیات او معاشونه یې ټیټ ؤ. په هغې وخت کې چې د کارګرانو د ګټو او علایقو د دفاع په خاطر سوسیالیستی فکرونو وده کړې وه او سوسیالیستی سیاسی ګوندونه رامنځته شوی ؤ، د ښځو د حقوقو له پاره یې د مبارزې ابتکار او د هغو رهبری هم په غاړه اخیستې وه. د امریکا، جرمنی او نورو صنعتی هیوادونو سوسیالیستی ګوندونو په خپل وخت کې د ښځو د حقوقو له پاره ټینکه مبارزه کوله او لا تر اوسه همدا ګوندونه، کارګری اتحادیې او د ښځو اتحادیې او سازمانونه یو ځای د نارینه او ښځو تر منځ د مساوی حقوقو د رامنځته کولو له پاره مبارزه کوی؛ غواړی چې د ښځو د کار شرایط له نارینه ؤ څخه خراب نه وی، د کار په چاپیریال کې امنیت او مصئونیت ولری، تر روحی او جسمی فشار لاندې نه وی، د کار اجوره یې تر نرانو کمه نه وی، د کار ساعتونه او د تفریح او رخصتۍ ورځې یې د نورو کارګرانو په شان وی او پردې برسیره د ولادت د ورځو رخصتۍ له معاش سره هم ولری.

د ښځو د نړیوالې ورځې تاریخ د ۱۹ مې میلادی پیړۍ د وروستیو او د شلمې میلادی پیړۍ  د لومړیو کلونو د کارګری او سوسیالیستی جنبشونو فعالیتونو ته ور ګرځی چې د ښځو له پاره د ځانګړو هیوادونو او ټولې نړۍ په کچه د حقوقو د برابرۍ، لوړو معاشونو، د کار د شرایطو د سمون شعارونه پورته شول؛ په انتخاباتو کې یې ښځو ته د رایو ورکولو حق وغوښت او د تبعیض په ضد مبارزه غښتلې شوه. په ۱۹۱۰ م کال کې د آلمان سویسالېستې مبارزې او د ښځو د حقوقو فعالې میرمن (کلارا زیتکین  Clara Zetkin) په کوپنهاګن کې د سوسیالېستو ښځو په نړیوال کنفرانس کې د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ، خو د کومې ځانګړې ورځې نوم یې وانه خیست. وروسته بیا په نورو کلونو کې د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه ونمانځل شوه او په ۱۹۷۵م کال کې همدا ورخ د مګرو ملتونو د سازمان لخوا په رسمیت وپیژندل شوه. 

اوس دا ورځ د نړۍ په ډیرو هیوادونو (او په دې لړ کې زموږ په هیواد کې هم) په مختلفو شکلونو نمانځل کیږی او په بعضو هیوادو کې د رسمی رخصتۍ ورځ هم منل شوې ده. د ښځو د حقوقو د تأمین له پاره په افغانستان کې هم د دولتی ارګانونو ټاکلې سلنه د ښځو د مقررۍ له پاره ځانګړې شوې ده. په پارلمان او نورو دولتی ارکانو کې د ښځو ونډه ۲۵ سلنه ټاکل شوې ده. خو دا ددې معنا نه لری چې وزیران او نور چارواکی د پخپله خوښه دا چوکۍ خپلو خپلوانو او یا د دوی منل شوو ښځو او نجونو ته ورکړی. دلته لازمه ده چې هغه د تجربې، مسلکی پوهې او مهارت څښتنې ښځې مقررې شی چې په رښتینې توګه د همدې پوستونو لیاقت ولری. زموږ د هیواد په اوسنیو حالاتو کې متأسفانه د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې هم واکمنان هڅه کوی چې واسطه لرونکې او خپل ځان ته وفادارې ښځې مقررې کړی؛ لکه چې د دولتی ادارو د ځوانولو تر نامه لاندې یې تجربه لرونکی افسران او ملکی مامورین په مختلفو طریقو او نیرنګونو له دندو لرې او بیکاره کړل چې په ملی کچه یې هیواد او دولتی فعالیتونو ته زیات زیان ور واړاوه.

سږ کال زموږ په هیواد او په نړیوال مقیاس د ښځو نړیواله ورځ چې د راتلونکې دوشنبې له ورځې سره سمون خوری، د کرونا د بحرانی شرایطو تر اغیزې لاندې نمانځل کیږی. هیله ده چې دا ورځ زموږ د ګران هیواد په کلیو او ښارو کې د منورو کسانو لخوا ونمانځل شی او ټولو ښځو ته ددې ورځې د شتون خبر ور ورسول شی.

زموږ د ټولنیز ژوند او ورځنی فعالیت په ټولو اړخونو کې د ښځو ګډون اړین دی، خو په سیاست کې د ښځو فعال ګډون د سیاسی کلتور په بدلون او د سیاست د لوری په سمون کې تر ټولو اغیزمن فکټور کیدای شی.

نورمحمد غفوری

 

یک پاسخ به “د ښځو حقوقو ته غاړه ایښودل تاریخی حکم دی!”

  1. admin گفت:

    تشکر جناب آقای غفوری از معلومات تان.
    مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما