۲۴ ساعت

03 ژوئن
۲دیدگاه

د قیامت او د حشر ځمکه ؟

تاریخ نشر دو شنبه  ۱۳  جوزا ۱۳۹۸ – ۳ جون  ۲۰۱۹ هالند

د قیامت او د حشر ځمکه ؟

لیکونکی : محترم نجم الد ین ( سعیدی )
*************
د قران عظیم الشان دحکم پر بنیاد او درسول الله صلی الله علیه والسلام دمبارکو احادیثو  پربنیاد د قیامت او حشر ځمکه همدا ځمکه ده کوم چی مونږ پکی  ژوند کوو . 

الف : قرآنی  احکام :

*****************
۱ـ دالاعراف سوره ۲۵ آیات لکه چی فرمایی :
« قال فیها تحیون و فیها تمو تون و منها تخرجون » (…… په همدی ځمکه کی به ژوند کوی ، په همدی ځمکه کی به مری او د همدی ځمکی څخه به بیرته ژوندی کیږی په قیامت کی . ) لدغه مبارک آیات نه په وضاحت معلومیږی  چی د قیامت او د حشر ځمکه همدا ځمکه چی پرور دگار انسان پکی خلق کړی .
۲ـ د ( الکهف ) سوره ( ۴۷ ) آیات .
« یوم نسیر الجبال وتری الارض بارزه وحشر نهم نغا در منهم احدا »
(…. د قیامت په ورځ به ټول غرونه او رغونه ټول او ټول دا انسان هم سره محوه او ځمکه به په یو سره همواره او صاف میدان و گر ځولی شی د حشر میدان لپاره . )
بنأ همدا همدغه ځمکه به همواره شی او د حشر میدان به د سوال او جواب لپاره آماده شی .
۳ ـ د ( الزمر ) سوره ( ۶۹ ) آیات .
« واشرقت الارض بنور ربها و وضع الکتب وجای …»
( او روښانه به شی ځمکه په نور د رب دغه ( ځمکه لپاره د فیصلی د بندگانو ) او کیښوده به شی کتاب ( عملنا می لپاره د حساب ………)
۴ ـ ( الانشقاق ) سوره ( ۳— ۴ ) ایات :
« واذا الارض مدت ، والقت ما فیها وتحلت » 
( او کله چی ځمکه و غوړ وله شی او د باندی و غور ځوی هغه  څه چی دننه په زړه کی دی یا په داخل کی دی . ) مفسرین ددغه مبارک آیات په تفسیر کی لیکی : کله چی حشر شی نو په امر او حکم د پر ور دگار ځمکه خپلی خزانی او مړی او نور اجزا چی په دننه کی لری د خپل زړه څخه د حساب لپاره را کاږی . 
دا ورځ هغه ورځ ده چی د بندگانو د حساب او کتاب پکی شروع او هرڅوک به خپله د اعمالو نتیجه یا خپله عمل نامه تر لاسه کړی . 
۵ ـ د ( الزلزال ) سوره ( ۱ ) آیات :
« اذا زلزلت الارض زلزالها » 
(…کله چی و خو ځوله شی ځمکه په خو ځیدلو خپلو سره او پدی اثربه ټوله همواره برابره تر څو د حشر میدان لپاره صافه پاکه او یو برابر وگرځی …… )
۶ـ د ( الزلزال ) سوره ( ۲ ) ایات :
« واخرجت الارض اثقا لها »
(… پدی وخت کی به ځمکه هر هغه څه چی په خپل زړه یا مینځ کی لری د زړه څخه به را وباسی او انسانان به دوباره را ژوندی او دحشرپه میدان کی به د خپل پر ور دگار و در بار ته ور حاضر شی .)
د دی مبارکو آیا تونو د بیان او وضاحت څخه دا په داکه څرگنده او واضح شوه چی قیامت همدلته او حشر هم همدلته ( په همدی ځمکه کی شروع او سرته رسیږی .)
ب : نبوی احادیث :
***************
۱ـ دامام بخاری په (۱۷۷۷ ) لمبر حدیث کی د سهل بن سعد څخه روایت دی چی :
پیغمبر د خدای فرمائی:« په قیامت کی به همدا ځمکه همواره او تکه سپینه کیږی او ټول انسانان ئی د زړه څخه را وځی ژوندی او د پر ور د گار و در بار ته د سوال او جواب لپاره .)
۲ – امام بخاری (۱۸۶۴ ) لمبر حدیث که حضرت ابو هریره څخه روایت دی چی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی کله چی انسان خښ شی نو ټول د مینځه ځی او محوه کیږی په جز د یو هډو کی چی هغه ته عجب الذنب ( دنبالچه ) وائی چی دا هډوکی نه خاوری کیږی
او تر قیامته پاتی کیږی چی بیا په قیامت کی انسان د دی هډوکی څخه په حکم د پر ور دگار ژوندی او دځمکی څخه بیرته را پاڅیږی  او خپل پر ور دگار ودر بار ته ودریږی د خپل عمل نامی د اخستو لو لپاره . دا پدی معنی ده چی د قیامت او حشر ځمکه همدا ځمکه ده ځکه دا هډوکی په همدی ځمکه کی او د همدی ځمکی را پورته کیږی .
بنآ متوجه اوسه ای انسانه چی ورځ د حشر او سوال جواب شته او را تلونکی چی هلته به د یوی زری اعمالو  پوښتنه کیږی لکه چی فرمائی .« فمن یعمل مثقال ذره خیرایره ، ومن یعمل مثقال ذره شرایره » ( الزلزال ) سوره (۷ — ۸ ) ایات . 
پس هغه څوک چی عمل کوی په اندازه د یوی زری د خیر او نیکی پدی دنیا ء کی نو وبه وینی ثواب دهغه .
او هر هغه څوک چی عمل کوی په اندازه دیوی زری د شر اوبدی نو وبه وینی سزا دهغه عمل چی ده انجام کړی . نو پدی اساس متوجه اوسو پدی لنډ سفر کی چی په مخکی ئی لرو او پکی روان یو ښه عمل او نیک عمل وکړو د خدای او رسول په لیار روان شو انسان او جامعی ته د خدمت مصدر و گرځو د بدو اعماو څخه ډډه وکړو .
پر ور دگاره توان او قدرت د نیک عمل زمونږ په وجود او او لادو په وجود کی را پیدا تر څو ستا د بندگی شکرانه اجرا او انسان ته د خدمت مصدر وگرځو . آمین 
( وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین
********************************
لیکونکی :- نجم الد ین ( سعیدی )
( ۲۰۱۸ — ۸ — ۲۳ )
 

۲ پاسخ به “د قیامت او د حشر ځمکه ؟”

  1. admin گفت:

    درود به جناب محترم الحاج نجم الدین سعیدی ، به آرزوی طاعات وعبادات تان.فرارسیدن عید سعید فطر را بشما ، خانواده محترم و هموطنان عزیز تبریک میگویم . عید خوشی را سپری کنید. مهدی بشیر

  2. نجم الدين سعيدي گفت:

    مننه مهدی بشیره وروره عزتمند اوسی کوچنی اختر در ته مبارک وایم ښه اختر د ټول فامیل سره .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما