۲۴ ساعت

12 آگوست
۱ دیدگاه

کومه سوله ؟

تاریخ نشر یکشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۷ –  ۱۲ آگست  ۲۰۱۸–  هالند

کومه سوله ؟

محترم سمیع الدین افغانی

سوله د ورونو ترمینځ خیر او د سلا خبر ده

جنګ، تربګنی ده جهالت دی د ریا خبر ده

دښمن د سولې تر نامه ځانله فرصت لټوی

نه د اخلاص نه انسانیت نه د رښتیا خبر ده

دا چې غلیم زمونږ د ژوند ټوله هستیٍ تباه کړه

صرف په ظاهره یې دوستی اود وفا خبر ده

دا څو لسیزې دی چې مونږ په نن سبا غولوی

په مونږ د ظلم ، قصاوت بې انتها خبر ده

ترڅو په خپله په ځان رحم نکړو نه رحمیـږو

سوله، یووالی، ورورګلوی د مدعا خبر ده

دا کوم ناتار چې مو په کلو اوبانډو تیریږی

دا د بې رحمه، پردی پالو نا روا خبر ده

راځئ چې خپلو کې یو موټی یو قوت شو سره

والصلح خیر کې ژوند د دین او دنیا خبر ده

—————-

سمیع الدین افغانی

۱۲/ ۸ /۲۰۱۸

م۰ کال

 

یک پاسخ به “کومه سوله ؟”

  1. admin گفت:

    تشکر از جناب محترم سمیع الدین افغانی ، سروده عالیست . به آرزوی یک صلح دایمی در کشور . موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما