۲۴ ساعت

07 می
۲دیدگاه

عالی همت

تاریخ  نشر  دوشنبه  ۱۷ ثور  ۱۳۹۷ –  هفتم  می  ۲۰۱۸–  هالند

عالی همت

د مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه

ترتیب کوونکی : محبرهان الدین « سعیدی »

یود لویو صفاتوځینی چه انسان  ستر افتخاراتوته  رسوی او په هر شکل باندی یی  بریالی  کامیابوی « عالی همت »  دی .

هو : ولږه ،  تنده ،  بربنډ والی ، راز راز امراض و ځینی  نور موانع  او شیان  دی چه د ژوندانه په دورو کښی  هرو مرو په  سړی را تلونکی  دی او ناکامی  او کامیابی خو یو تربله  سره تړلی  ده  او خلاف التوقع شیان ډیر پیښیږی نو یواځنی شی  چه د داسی مشکلاٹو مخه نیسی او سړی ته قوت قلب او د زړه اطمانیت ورکوی، هغه همدا عالی همت دی.

د عالی همت خاوندان همیش د مشکلاتو په لیدنه موسکی ، موسکی خاندی.

ثبات او حوصله له لاسه نه رکوی او وروسته د زیاراوزحمت ځینی، هرڅه چه ورته پیښیږی مقاومت نه بایلی او په پوره متانت او استقامت شپی او ورځی تیروی .

هو :  داسی  د لوړ همت  شخصیتونه  گرمی او یخنی  ، شدت  او ترخه ، او خواڔه  ټول عادی شیان گڼی  د لور همت له څښتنانو سره اندازه وی ؛  قانون لری  او په صحیح تدبیر او په تاریخی  وقائیو سره  زړه ته ډاډ  ورکوی ، فکر او سنجش، عقل او تمیز د ښو او بدو فرق دا د لوړ همتو خاصه ده.

جدیت او فعالیت ، غیرت او میڔانه د حق  او حقیقت  د پاره جایزه مجادله په لوړ همت سره کیږی.

پاک نفسی او صداقت په مخامخ  او وروسته یو شانی حال  لری  د لوڔ همت اثار او مظاهر دی عالی همتان په هر وخت کښی په هر جامعه چه وی یورنگ، یو دین  او یو مذهب لری.

دارنگ خلک د لیدونکو په  سترګو او نظارو کښی  مختلف ښکاری نو ځکه په یوډول او څوک په بل شانی تعبیرونه تری کوی، د عالی همته خلکو سره هرڅه  شته او هرڅه  لری او همدوی  دی چه د خلکو د ژوندانه بیڔی د هلاکت خینی  بچوی .

هو : دوی سرونه ورکوی او د حیات په قربان کښی هیچ تردد او ډیله نه لری . لکن د وطن  ناموس او سرونه  ساتی او د جامعی او وطن سعادت او افتخار گتی ،  مال او پیسی  مصرفوی؛  لیکن ، عزت شرف او د خدای او د رسول رضا  پری حاصلوی .

د لوڔ همت خلک زیړ رنگ ټیتی سترگی او د ایمان اووجدان خجالت نه قبلوی .

هو: دوی مال او متاع بالاخره خپل ټول موجودیت دخپل شرافت ځینی قربانوی،  دوی د خلکو سره محبت او الفت ، راشه درشه ،  بی کومی  طمعی ، منافقت ، ریا او فریب ځینی کوی .

هو : یقین  دادی  چه  د لوړ همت  خلکو سره ایمان  وی  او د میړانی درس یی  د سر او د زڔه  په پردو  کښی نقش وی .

ریا فریب او منافقت د بی و جدانه او بی ایمانه او په واقع  کښی د ټیتو او بی فهمه خلکو خاصه گڼی او طمع  او توقع یواځی  د پاک الله  ځینی لری .

دا رنگ د لوړ عزم خلک زوی او پلار ورور او  قریب دوست او عزیز او اشنا خپل او پردی  د حق او عدالت په مقابل کښی  یو راز گڼی او  شخصیاتو او اجتماعیاتو فرق او تو پیر ورسره وی .

د قانون مراعات له ظلم او بی عدالتی نه دفاع ، جامعی ته فایده  رسول خپله وظیفه بولی  په دی لیاره کښی مشکلاتو نه خوند اخلی او په  دا میدان کښی  فنا خپل  سعادت  گڼی .

سعید افغانی

۱۳۵۵ هجری شمسی

کابل ـ افغانستان

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »

 

۲ پاسخ به “عالی همت”

  1. admin گفت:

    روح زنده یاد مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیب شان. تشکر از انتخاب عالی دوست دانشمند و گرامی ام جناب محترم برهان الدین « سعیدی » . شما زنده باشید. مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    سلام برادر معظم ودانشمند بشیر صاحب !
    خوشحالم که با خیر و سلامتی از سفر دوباره برگشته و به کار نشراتی ۲۴ ساعت ، اغاز کردید .
    از لطف و محبت شما ممنونم و از الله تعالی برای شما صحت و خیروبرکت بیشتر استدعا دارم .
    برهان الدین « سعیدی »

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما