پام
تاریخ نشر سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ – ۲۲ آگست ۲۰۱۷– هالند
مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
ترتیب کوونکی : محترم برهان الدین « سعیدی »
****************
هرڅه ته په دقت ګوره .
هواس دی بیداره ساته .
اسباب ، عوامل او مناشی په پام کښی نیسه .
پل دی غلط لیاره مه ږده .
پوره خوښیار او بیداره اوسه ، بد بینی بده ده .
خوښبینی هم اندازه لری .
نو پام کوه چی د بدبینی او خوشبینی مفیده اندازه پیدا کړی .
خطائی بده ده او تکرارئی شنیع دی، نو اول کوښښ کوه چی خطا نه شی او که خطا شی باید د شناعت سره مواجه نشی .
پام کوه چه ونه ښوئیږی ؛ او که د ښوئیدو احتمال وی، نو امسا د ځان سره ملګری ساته .
بیا هم وایم :
پام کوه چی خطا نشی ؛ او که خطا شوی ، د خپلی خطائی څخه باید عبرت واخلی تر څو بیا خطا نشی … ځکه چی دغه شان عادت د انسان منزلت ټیټوی.
خلک ډیر هوسیږی چی د خپلو شخصی منافعو د لاس ته راوړلو لپاره خلک تیر باسی ، که څه هم د شخصی منافعو لپاره تیرویستل ګناه ده .
تیرویستل کمزوری ده ! تیرویستل اخلاقی ضعف دی او دا دهغو کسانو کار دی کوم چی په میړانی نشی کولی مطلب لاس ته راولی .
تیرویستل اعتماد او اطمینان له مینځه وړی ، او په جامعه کښی تیرویستونکی کسان آخر د رسوائی سره مخامخ کیږی .
تیروتل سادګی او تیرویستل نا ځوان مردی ده، نو پام کوه چی نه ساده او نه نا ځوان مرد اوسی .
ننی عصر ډیر ایجابات لری ؛ او په ننی عصر کښی زرنګی زیاته شـوی ده .
نو پام کـوه چی تـل د شرایطو، ایجاباتو او د زرنګیــو خیـال د ځـان سره قـوی وساتی.
احتیاط ښـه دی؛ خو چی د احتیاط څخه مضر احتیاط جـوړ نشی او د جمود او خمود موجب و نه ګرځی .
شکاکی بده ده ؛ هغه دا چی هر څه ته په شک وکتل شی او په شک کښی بیاهم شک پیدا شی، او که نه ډیر کرته شک د تصفیی ، یقـین او باور موجب ګرځی .
نو پام کـوه چی څو مره شک څخه باید کار واخستل شی؛ همدا وجه ده چی شک د علمــاو او اهــل دل خاونـدانو په نزد ، د علم او معرفت لپاره یو ضروری پړاو ګڼل کیږی.
اعتـدال ښه شی دی ؛ خو د اعتـدال پیژندل ګران کار دی او د اعتدال مدعیان ډیر دی ، مګر ؛ په عملی صحنه کښی د اعتدال پیدا کـول اکثر د خبطونو سره مواجه کیږی او د عامه منافعو د تامین د اټکل په اساس زیات غور او دقت ایجا بوی.
نو پدی اساس د اعتدال معلومول باید د ټکولو پوهانو یوه پیاوړی کمیټه او یا کمیټی تخمینی کړی.
مونږ ټول غواړو چی په سمه لیاره روان اوسوو، او دلیاری د پاسه خڼد او خار نوی . خو دا چی سمه لیاره کومه او ورڅخه څنګه خنډونه او خار لری شی ، دا مطلب موندل ګران کار دی چی پوره بحث او پا ملرنی ته ضرورت لری .
ژوند سراسر لوبه ، یا حرکت ، فعالیت ، هڅه ، کار او عمل دی ؛ خو دا چی دا لوبه او یا دا حرکت، فعالیت ، هڅه ، کار او عمل د ښی نتیجی موجب شی . پوره پام لرنی ته ضرورت لری .
راتلونکی حالات مرموز دی ؛ خو د علائمو او قرائنو په حساب او تخیل کښی کیدی شی چی ورته ښه پلان او نقشه ترتیب کړی شی . نو باید مونږ را تلونکی حساب هم پوره په پام او نظر کښی ونیسوو.
د خیر مفکوره د خیر او خیرونو مولــد ګرځی او زیات دوام او حسن عاقبت به پیدا کوی ، د شر مفکوره که څه د شر او شرونو مولد ګرځی ؛ خو زیات دوام او حسن عاقبت نه لری.
نو په دی اساس :
باید په جوامعو کښی په عاملانه ډول د خیر احساس قوی وساتل شی ، او پام و ساتو چی د شر په مقابل کښی عالمانه مجادلی ته دوام ورکړی شی .
***
سعید افغانی
د سنبله میاشت ، د ۱۳۶۱ هجری شمسی کال ــ کاب
ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »
روح مرحوم مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش ، مقاله عالیست . تشکر از دوست دانشمندم جناب برهان الدین « سعیدی » موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر
برادر بزرگوار ودانشمند بشیر صاحب !
یک عالم ممنون از لطف و محبت دایمی شما ، الله تعالی شما را با فامیل محترم همیشه خوش ، خوشحال ، صحت و کامیاب داشته و خیر و برکت نصیب شما نماید .
برادر کوچک شما
برهان الدین « سعیدی »