۲۴ ساعت

15 آوریل
۲دیدگاه

د ویرې علاج

 تاریخ نشر شنبه ۲۶ حمل  ۱۳۹۶ –  ۱۵  اپریل  ۲۰۱۷  –  هالند

د ویرې علاج

لیکوال : دکتور محمد سعید «سعید افغانی »

کله چې د نفس تصور او خیال د یو ناوړه آینده پیښې چې په دفعې د هغې باندې قادر نه وی وکړی په دا وخت کې نو په نفس باندې خوف او ویره طاری کیږی او په زړه باندې تکان، خفګان او غم او په اندامونو باندې ویره ده. تشنج او ارتعاش راځی.

ویره د بدن د پاره زیات خطرات پیدا کوی او ډیر کرته پخوا د وقوع د هغه واقعې چې سړی ئې د بدن عواقبو ځنې ویریږی مهلک عواقب پیښوی.

مثلآ سړی که په یوه دشته او صحرا کې روان وی او په زړه باندې ئې دا ویره راشی چې دلته په کوم پړانک او یا لیوه راشی او ما به وخوری او دا خوف د ده په زړه باندې استیلا وکړی او طریان ئې مخ په زیات والی لاړ شی آخر پخوا ددې ځینې چې لیوه او یا پړانګ ورته ضرر ورسوی زړه ئې چوی.
او یا مثلآ حتی خلک غواړی چې کوم کار وکړی لکن پخوا له کولو د کار ځنې په خیال د کولو د کار کې یو خوف د ده په زړه باندی راځی چې په نتیجه او پایله  کې د دا رنګ خلکو ځنې هر څه خطاء شی او یا مثلآ مرض چې سړی په کی د مرګ د ویرې له امله دومره په خوف کې شی چې په نتیجه کې مرض  او رنځ پاتې  او ویره د مرګ موجب وګرځی، کوم هغه اسباب چې د ویرې موجب کیږی یا به اصلاحی کار وی او یا به اختلالی، چې ددې هر یو د پاره به علاج وښودلی شی.

ویره په څلور قسمه ده:
 (۱) یو قسم ئې هغه ویره ده چې د وقوع د امر ممکن او احتمالی شی. ځنې پیښه شوی وی یعنې داسې یو شی وی چې د سړی د قوت او طاقت ځنې بهر او  بیرون وی.

(۲) او دوهم، هغه قسم ویره ده چې د وقوع د امر ممکن چې د سړی په خپل قدرت او اختیار کې وی او هغه کار یواصلاحی کار وی پیدا شوی وی لکه مثلآ سړی خیال وکړی چې ظالم به د ظلم ځنې منع او د مظلوم سره به معاونت کوم. په دا وخت کې یوه ویره پیدا شی چې نه چې ظالم د ظلم سلسله زما پورې به هم وغوځوی.
(۳) دریم قسم ویره هغه قسم ده چې د وقوع د داسې امر چې هغه امر ممکن وی او د سړی په اختیار کې هم وی او یو د فساد او اختلال کار وی نشوه او نمائی کړی وی. مثلآ چې سړی خیال وکړی چې د وطن او د خاورې انتظام او د سپلین به خرابوم. نو په دا وخت کې یوه ویره پیدا شی چې د اقـتدار خلک به مې حبس او یا مړ کړی.
(۴) څلورم هغه قسم ویره ده چې له امله د یو ضروری امر لکه د مرګ د خیال نه پیدا شی.
ویره په دا څلور واړو اقسامو سره یو نفسی او روحی مرض دی او ددې مرض د پاره روحی دوا په کار ده. نو ځکه دا لازموی چې لوستونکی دې دا نسخه یاده کړی او د خپلې ویرې د مرض علاج دې پرې وکړی.
د اول قسم ویرې دا چې ویره له داسې امر ممکن احتمالی  شی ځنې پیښه شوی وی چې د سړی په اختیار کې نه وی.  

علاج ئې دا دی چې سړی باید ژرتر ژره داسې افکار قطعه کړی او زړه ته ډاډ ورکړی چې دا یو احتمالی شی دی.  داسی نه دی چې ضرور به واقع کیږی بیاهم که واقع کیږی نو ویره خود هغی دفع نشی کولی. نو څه له په خوا د وقوع ځنې د ویرې له امله ځان تلفوم. زه مکلف په ښه کاریم نور چې هر څه کیږی کیږی به . 
د دویم قسم ویرې علاج دا چې ویره د یو داسی امر ممکن شی ځنې پیدا شوی وی چی د سړی په اختیار کې وی او اصلاحی کار وی.
علاج ئې دا دی چې ویره باید په اصلاحی خدمت کی لکه د ظالم منعه کول د ظلم ځنې او یا د مظلوم سره معاونت هیڅ زړه ته را نه وستل شی. 

ځکه داسې ښه عزم او قصد، دلویانو او د اولوالعزمو خلکو کار دی.  د عزم او ارادی خلک لویه غایه او هدف لری چې هلته ویره کوم اهمیت نلری. په داسی وخت کی سړی باید دا شعر یاد لری.

مرد باید که در کشاکش دهر

سنگ زیرین آسیاب باشد
سعدی

د پښتو متل دی: چې لوی بارونه وړی خوراک زوز دی.

 په دا سلسله کې باید داسې خلک د مخکینیو پوهانو اولویانو د ژوندانه کار نا مې ولولی او مطالعه کړی. هلته په کې د هغې ثبات، حوصله، استقامت او په هغې باندې د دنیا مشکلات او سختی او ربړو ښه تجزیه کړی او د خپل د زړه ډاډ د پاره ئې د ځان سره یاد داشت وګرځوی.
 الله جل جلال له په کلام مجید او فرقان حمید خپل کې فرمائی: « امْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّهَ وَلَمَّا یَأْتِکُمْ مَثَلُ الَّذِینَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِکُمْ ۖ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّىٰ یَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰنَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِیبٌ»   د ترجمعی حاصل :
( مسلمانانو آیا تاسو ګمان کوی چې جنت ته داخل شئ او رانه شئ په تاسو باندې تکالیف او مشکلات د مخکینو قومونو چې هغی په حیات کې په لوږې او مرض او پریشانی تر داسې اندازی مبتلا و چې ویلې به رسول صلی الله علیه وسلم  او هغه اشخاص چه به د ده سره وو کله به مدد او معاونت د الله پاک ورسیږی. الله جل جلال له په جواب کی فرمایل خبرشی چې مدد او معاونت د الله پاک قریب دی. )

د دریم قسم ویری،  کوم ویرې چې ویره د هغه ممکن شې ځنې پیدا شوی وی چې د سړی په اختیارکې وی. یو ناوړه وضعیت او د جامعی د پاره مخل امروی، ددې ویرې علاج دادی چې باید د ځان سره فکر وکړی او خپل ایمان او وجدان حاکم وکرځوئ چی په حیات او ژوند کی کوم کار د کولو وړ دی، او کوم ندی او په دا وسیله په خپل عقل سره د داسی اوضاعو ځنې اجتناب وکړی چې هغه موجب د نارضائی د خدای پاک او سبب فساد د خلکو ګرځی .مقصد دا چې ددی قسم ویرې علاج په خپله د سړی په خپل اختیار کې دی.

هو آیا سړی ولې داسې کارته اقدام کوی  چی هغه موجب د فلاکت او بد بختی د ځان او د خلکو شی.

د څلورم قسم ویرې کوم چې له یو داسې امرځنې پیدا شوی وې چې حتمی الوقوع وی لکه مرګ علاج ئې دا دی چې سړه باید داسې افکار په تصور او خیال کې راولی چې مرګ یو داسې امر دی چې خلاصی ترې ممکن نه دی نو ولې پخوا د مرګ ځنې ځان د خفګان او د مرګ د ویرې له امله وژنم؟

آیا زما دا ویره کومه دفعه کولی شی او که نه؟

آیا د تقدیر کړه څوک دفعه کولی شی او که نه؟

ښه نو چې څه مقدره ده هغه به کیږی نو پخواله مرګه به ولې ځان په عذاب مبتلا کوم؟

د مرګ ویره اکثرو اشخاصو باندې علی الخصوص د ضعف په حالت کې زیاته استیلا او غلبه راولی نو ځکه محترم لوستونکی دې مرګ د ویرې د علاج تر عنوان لاندې په پوره ډول د علاج مطالعه وکړی.

یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابی لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:۱۳۵۴ هجری شمسی )

ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

 

۲ پاسخ به “د ویرې علاج”

  1. admin گفت:

    روح مولانا دکتور محمد سعید «سعید افغانی » شاد ، تشکر از دانشمند محترم الحاج امین الدین سعیدی – سعید افغانی . موفق باشید. مهدی بشیر

  2. امین الدین سعیدی گفت:

    استاد محترم مهدی بشیر تشکر از زحمات ولطف همیشگی شما

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما