۲۴ ساعت

23 مارس
۲دیدگاه

سلام محبت او دوستی را وړی

تاریخ  نشر پنچشنبه  سوم  حمل  ۱۳۹۶ –  ۲۳  مارچ  ۲۰۱۷  –  هالند

سلام محبت او دوستی را وړی

 ***************************
محترم الحاج  نجم الدین « سعیدی »
الحمد لله رب العالمین ، القائل فې کتاب الکریم ، والصلاه والسلا م علی اشرف الا نبیاء والمر سلین ، نبینا محمد وعلی اله وصحبه اجمعین : اما بعد : 
گرانو لو ستونکو ! سلام د پر ور دګار د نو مونو څخه یو نوم دې او د پر ور دګار د صفاتو څخه یوصفت دې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائې : « السلام من اسماء الله خافشوه بینکم فان الرجل المسلم اذامر بالقوم فسلم علیهم وفا لم یر دوا علیه یر د من هو خیر منهم واصیب » الله پاک په سوره نساء آیات ( ۸۶ ) کې دسلام په هکله داسې فرمائې : « واذا حییتم بتحیته فحیوا با حسن منها او ردوها ان الله کان علی کل شی ء حسیبآ » هو هر کله چې سلام وکړې شو تاسوته نو جواب د سلام ور کړې وهغه ته په ښه سلام له هغه نه او یا ور وګر ځوې هغه سلام . 

بیشکه چې الله پر هرشې باندې ښه حساب کوې . اې مسلمانانو کله چې کوم مسلمان تاسوته دوعا وکړه اویا هم سلام ئې در کړه پر تاسو لازمه ده چه په ښه شکل جواب ور کړې او یا جواب ئې ووائې . او یا همغه کلمه تاسو هم ورته ووائې . 
د الله تعالی په در بار کې د هر شې حساب شته چې د هر ښه او نیک عمل به اجر در رسیږې .بناء سلام او د هغه ځواب په همدې کې راځې . سلام سلامتې ده او د اسلام په سپیڅلې او مقدس دین کې مستحب او هدیه دیو مسلمان و مخاطب لپاره چې جواب ئې واجب دې . 
لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم   چې فرمائې :  (  اسلام تطوع والرد فریضته  )  سلام اطاعت د خدای دی . او هم فرمائی  « اطوعکم الله اندی یبدا صاحبه بالسلام » تابع ترین دتا سو د الله په نزد کې هغه څوک دې چې کله دیو چا سره ور مخ شې نو سلام ورکړې . چې پدې کار کې حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پیشوا د اسلام به همیشه په سلام ور کولو کې مخکې او پیش قدمه وه . او ویل به ئې چې خداې او رسول ته هغه څوک نږ دې دی چې اول سلام ور کوی .
په سلام کې مثبت اثرات دی چې رسول د خدای و انس ته وویل چې ای انس : کله چې په بیرون کې د هرچاسره مخامخ شوی نو سلام ور کړه په حسناتو کې به دې زیاتې راشی او هرکله چې کورته ور داخلیږی سلام ور کړه الله په تا خیر او برکت ګدی چې په ور کولو د سلام مینه په کور کې پیدا کیږی .
او هم د سلام په ور کولو سره شیطان نشی کولې کورته ور داخل شی . رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائې : « البادی بالسلام بری من الکبر » څوک چې اول سلام ور کوې د کبر او تکبر څخه لرې دې .
په بل ځای کی فر مائې : ضعیف اشخاص او افراد هغه څوک دی چی په دوعا کولو کی عاجز وی او بخیل خلک هغه څوک دی چې په سلام ور کولو کی بخل کوی .
بهترین اخلاق د دنیاء او آخرت چې پیغمبر د خدای ورته اشاره کړی ده سلام ور کول یو بل ته دی . سلام محبت  او دوستی  را وړی  څوک  چې  یو بل  ته سلام  ور کړی  ملا ئکی  پری ( ۷۰ ) اویا واری د رود وائې .
په قران عظیم الشان کی ( اوه ) ځلی پر ور د ګار سلام ور کړی چی شروع ئې د ( یس ) سوری ( ۵۸ ) آیات څخه او ختم ئې بیا د ( القدر ) سوری ( ۵ ) آیات پوری .
اول : « سلم قولآ من رب رحیم » : ( یس ) سوره ( ۵۸ ) آیات . تر جمه : سلام د وی و هغه ذات له طرفه چی رحیم دی . تفسیر : د مهر بان پر ور دګار له جانبه جنتیانو ته سلام چی جنت ته ور داخل شوی او خوښ دی .
دوهم :« سلم علی نوح فی العلمین » : ( الصافات ) سوره ( ۷۹ ) آیات . تر جمه : سلام د الله په نوح چی په عالمیانو کی دی . 
دریم :« سلم علی ابراهیم » : ( الصافات ) سوره ( ۱۰۹ ) آیات . ترجمه : سلام پر ابرا هیم باندی . 
څلورم :« سلم علی موسی و هرون »: ( الصافات ) ( ۱۲۰ ) آیات . تر جمه : سلام د الله پر مو سی او هارون . 
پنځم :« سلم علی ال یاسین » الصافات ) سوره ( ۱۳۰ ) آیات . تر جمه : سلام دی د الله په ال د یا سین باندی . 
شپږم :« …….. سلم علیکم طبتم فاد خلو ها خلدین »: ( الزمر ) سوره ( ۷۳ ) آیات .
تر جمه  ….. متصرفان د جنت یا هغه خزانه داران د جنت هغه چاته چی ور دا خلیږی هغوی و جنت ته نو ورته وائې چی سلام دی وی پر تاسی . او وائې پاک یاست تاسو له ټولو ګناهو نو نه ننوځی جنت ته تاسی به همیشه او سیدونکی یاست دلته .
‏‎اوم :« سلم هی حتی مطلع الفجر » : ( القدر ) سوره ( ۵ ) آیات . ترجمه : سلام او سلامت اوسی تر سهره پوری ځکه پدی شپه چی د قدر شپه ده او قرآنکریم د الله پاک کلام را نازل شوی . دا شپه تر لمر ختو یعنی تر سباء پوری د سلامتیاء ، د فضیلت ، برکت او کرامت شپه ده . همدا چی سلام اسلامی درود او نښانه د امت محمد مصطفی صلی الله علیه  وسلم ده . چی زړونه سره نژدی کوی ، محبت او وروری پیدا کوی ، ویره لری کوی ، پیوند او د رونی وحدت را مینځ ته کوی ، بد بینی ګانی له مینځه وړی نو پدی اساس الله دی دا مقدس کلام او نوم تر آخره د مسلمانانو په زړو کی ژوندی او دایمی ځای پر ځای ، اوهم دی پر ور دګار قدرت او طاقت ور کړی چی په خپلو کی عملی کړی .
( آمین یا رب العالمین )
 نجم الدین (  سعیدی  )  ٢٠١٧  /  ٣   /   ٢١  برول. جر منی

 

 

۲ پاسخ به “سلام محبت او دوستی را وړی”

  1. admin گفت:

    درود به جناب محترم الحاج نجم الدین « سعیدی » تشکر از نو شته تان. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. نجم الدين سعيدي گفت:

    سپاس برادر بزرگوار مهدی بشیر إز لطف شما همیشه خوش و دارای صحت کامل باشی .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما