۲۴ ساعت

15 اکتبر
۱ دیدگاه

د سولې اوتفاهم دلارې مبارز

تاریخ  نشر شنبه  ۲۴ میزان   ۱۳۹۵ – ۱۵  اکتوبر  ۲۰۱۶ – هالند

د سولې اوتفاهم دلارې مبارز

مولانا محمدسعید سعید افغانی لنډه پیژندنه،لیکنې اواثار:

علامه دوکتورمحمدسعید«سعید افغانی»زمونږدهیوادمشهورعالم،لیکوال ،مولف،استاد اواجتماعی شخصیت وچې تل یې دسولې،ترقی ، وروری ، برابری او تفـاهم  لپـاره مبارزه کوله، ددې نومیالی پوه دروند نوم هم په وطن کښې اوهم دنړی په نوروهیوادونـو کښې خپوراو مشهور دی .

محمد سعید په کال  ۱۳۰۰هجری شمسی ( ۱۹۲۲میلادی ) کی دلغمان ولایت دخیرآباد په کلی کې ژوند ته سترګې پرانیستې ،هغه دخپل  دپـلار مولانا غازی عبدالمجید « رحمهّ الله علیه » چه د خپل وخت له مشهور مجاهدو ،مدرسانو اوهم د لغمان ولایت د تیګړو د ښار د جامع  جومات خطیب او دقادری طریقې دمشهوروماذونانوڅخه و،اوهم دنورو مخورو روحانیونو څخه ،خپلې لومړنۍ زده کـړې وکړې او هملته  ښایسته  ښه مـلا شو۰

 وروسته بیا محمد سعید  دکابل دعربی  دارالعلوم ته شامـل شو،کله چې په  ۱۳۲۵هجری شمسی کال دغـې مدرسې نه فارغـیده  اوپه سریې د مولوی توب پکړۍ وتړله شوه،دخارق العاده استعدادپه اساس سمدستی همدلته د استاد په حیـث  (  کادر علمی ) مقـررشو ، او بـیا د ننګرهار دنجم المدارس دمدیرپه حیث وټاکل شو .

 یوڅه موده دپوهنې او روزنی د وزارت د مسلکی  تدریساتو غـړی شو او بیا بیرته د نجم المدارس مدیراو وروسته د حبیبیې لیسې ته ددینی علومو ښوونکی په حیث را  بدل  شو۰

 سعید افغانی په  ۱۳۴۲هجری شمسی  کال مصـرته ولاړ اوتـر ۱۳۴۷ هجری شمسی کاله پورې په « جامه الازهر » کښې دفلسفی اوالهیاتو په زده کړه بوخت و،اوڅه موده په قـاهره کې دپښتو رادیو یی خپرونو نطاق اوآمر هم و۰  

سعید افغانی همدلته یی دهیوادتاریخ نړیوالواوعربی نړی ته پراخه ور معرفی کړاوخپله یی هم دعربی نړۍ له هغوآثاروڅخه چې د افغانستان اوافغانی شخصیتونو په هکله لیکل شوی ووخپلې تاریخی څیړنې مخته بوتلې،ده په( پښتودری او عربی)ژبوآثارولیکل اوپه هغو دوو مشهورو آثاروسره چې دسیدجمال الدین افغـان اوخواجه عبدالله انصـارپه هکله یې په عربی ژبه ولیکل دغـودووځانګړو افغانی شخصیتونوته چې یو یې د سیاست او فلسفې د ډګـر وتلی  شخصیت  واو بل یې په تصـوف کې ځانکړی مقام درلود تلپاتې والی وبا ښه . او په خاص ډول هغه د اسلام دیـن چه د  « عشق ،محبت ، عاطفې ، صلح اوسلم » پر بنیاد ؛ اسمانی دین دی ،بشریت ته ورمعرفی  کـړ۰

سعید افغانی دخدایی استعداد په اساس په څلورنیمو کالو کې د الازهر  پوهنتون څخه « لیسانس ،ماستری او دوکتورا)  واخسته او وطن ته راستون  شو ، نو لومړی  د عالی دارالمعلمین  د استاد په ټوګه دنده تر سره کړه او بیا ورسته د کابل  پولی تخنیک  ته ولاړ۰ 

د هغه ملی ،  ټولنیز ،عدالت  خوښونکی شخصیت هغه  وخت  ښه و ځلید  چې دې دکابل پوهنتون او کابل  پولی تخنیک ته عمدتآ د  تاریخ  د استادپه توګه راغی ،او د وخت دمحصلانو اواستادانو د دموکراتیکو مبارزوله لړۍ سره دخپل  دینی اومذهبی مقام له ساتلوسره سم یوځای شو اوهمدلته دکابل پوهنتون داستادانو له خوا دهغه وخت داستادانود اتحادیې غړی او بیا دعـالی شورا د مـرستیال په توګه  انتخاب  شـو۰

استادسعید افغانی دکابل پوهنتون،کابل پولی تخنیک اوعالی دارالمعلمین داستادی په وخت کې د ځوانو محصلانو او استادانـو له ځانګړی احترام څخه برخمن، او هغوئ ته به یې د ژونـد او مبـارزی په هکله د ارزښت وړمشورې ورکولې،دده ټو لنیزشخصیت دومره اوچت وچې آن دښمنان یې هـم د ده په  وړانـدی سر ټیټولو ته  مجـبور و۰

واقعیت دا دی چې د روحانیت په مقام کې داسې اشخاص لکه دعلامه سعید افغانی ، په څیر مونږ ډیرکم پیژنوځکه دی هم عالم وهم روحانی ،هم ملا واوهـم خطیب،هـم سیاست مدارو اوهم پخپله  لیاره کې ریښتنی ، هم په فلسفه کې وارد واوهم په الهیاتوکې ، ده هم په دینی علوم کې لاس درلوده اوهم په اجتماعی علومو کې، دی هـم  محقق وو  او هـم  ژورنالیست ،لنډه  داچې دی خپل رول یې د یو واقـعی  افغان او واقعی مسلمان په حیث په نړیواله  سطح  کې ولو با وه ، اوهم پیشقدم  وو۰

 علامه سعیدافغانی له بشری ټولنې سره له هرډول توپیراوتبعیض پرته مینه درلـوده او د نړۍ والې  سولې یو پیژنـدل شـوی  مبـارز و ، ده نه یـواځې په زیاتو نړیوالوهغوسیمینارونـو کې بـرخه واخیسته  چی سولې  ته وقف شوی واوپدې مبارزې کې یې دابوعلی ابن سینازرمې  کالیزې جــایزه ترلاسه کـړه بلکې ده د«هستوی جنګ » ترنامه لاندې یوداسې ژوندی اوعلمی تحقیقاتی اثر ولیکه اوچاپ شو ، چې  نن یی  د سولی  په برخه کې دلیکل شوی آثارله ډیرې غـوره نمونې  څخه  ګڼلی  شـو،  دغه اثر اوس په  ملی او نړیواله  سطحه یو تحقیقاتی  منل شوی اثر   ګڼل  شویدی۰

 سعیدافغانی آن دروانې پیړۍ څلورمې لسیزېږ په پیل کې ځانګړې هڅې وکړې چې په هیواد کې د ملی  یووالـی  لپاره  د یو پراخه ملی جبهې ضرورت خلکو ته په ګوته کړل او هغه دیو داسې  ټـولنیز پرمختګ او ټـولنیزبدلون سره چې دبیعدالتیوکمپله ټوله کړی مینه درلوده ،په همدې وجه وچې په کال « ۱۳۵هجری شمسی» کښې د قضاعالی شـوراغـړی اوورپسی دتمیزدعالی  محکمی ریس ( قاضی القضات) شــو،وروسته داسلامی شئونو وزارت په راس کې ټاکل شـو،او بیادوخت دملی جبهې مرستیال اوهـم دعلما او روحانیون عمومی مشر شــو۰

دعـلامه سعیدافغانی لیکل شوی آثاراو تالیفات :

ــ شیخ الااسلام عبدالله الانصاری الهروی، په عربی ژبه ،د چاپ کال  ۱۹۶۷۰

  ــ نابغه الشرق سید جمال الدین الافغانی ، په عربی  ژبه د چاپ کال  ۰۱۹۶۷

ــ د شرق نابغه سیدجمال الدین افغانی ،په پښتو ژبه، چاپ  ۱۳۵۵ .

 ــ افغانستان ، تاریخآ  و حضارتآ  و کفاحآ ،په عربی ژبه  ، ناچاپ .   

 ــ العقیده الاسلامیه وآرا المعتزله والاشاعره والماتریدیه واختلافاتهم ۰

ــ الاشارات و التبهات  ابن سینا، په پښتو ژبه ، دچاپ کال ۱۳۵۹ .

 ــ تفسیر، دیو لسم ټولګی لپاره په  پښتوژبه۰

 ــ  تفسیر ، د یو لسم ټولګی لپاره په  دری ژبه  .

 ــ  عقاید ، درسی  کتاب ۰

ــ  منطق ــ   درسی   کتاب .

  ــ  اساسات  اسلام به نګاه علم  و فلسفه  ــ  د دارالمعلمین ۱۳صنف لپاره.

ــ  اساسات اسلام از نگاه علم و فلسفه، د دارالمعلمین ۱۴ صنف لپاره.

ــ  کلتوراسلام از نگاه علم و فلسفه،په دری ژبه، د  ۱۳۴۹ کال  چاپ .

ــ  مختصر تاریخ افغانستان و دول متمدن اسلام .  پولیتخنیک کابل   .

 ــ محمد« ص» رهبربزرگ اسلام،  د  ۱۳۶۳ کال ــ  چاپ ۰

ــ پلاروطنه ملی جبهه او یا دلته دتولنیزوستونزو د حل لار، د۱۳۶۲  کال چاپ .

ــ خطرجنگ هستوی ،په دری ژبه، د ۱۳۶۳هجری شمسی کال چاپ  .

 ــ  انـدرزونه  ــ   په پښتو ژبه ، ناچاپ۰

  ــ  آداب قاضی  ،  په دری  ژبه  .

  ــ والصلح خیر، صلح و آرامش از دیدگاه اسلام ، د  ۱۳۶۲کال چاپ .

ــ زندګی مسلمانان ، په دری ژبه دکال ۱۳۶۳ چاپ . 

  ــ انـدرزونه ــ  په  دری ژبه ،ناچاپ۰

 – در باره ادیان و دین اسلام  ، په  دری  ژبه نا چاپ۰

– اخلاق و فلسفه،په دری ژبه نا چاپ۰

    ــ د نجات او کامیابی لپاره علم او فلسفی له نگاه، د ۱۳۷۰ کال چاپ .

  ــ امراض روحی  و معالجه آن  ناچاپ۰

  ــ الاخلاق و التصوف  ـ په عربی ژبه  ، ناچاپ۰
ــ سفر، د ۱۹۸۲ میلادی کال  چاپ۰
ــ خلاصه اندرزها و نصایح سودمند برای ستاژیران قضا ،  چاپ۰

ــ  ارکان ، شرایط  و احکام نکاح ــ   ناچاپ .

   ــ طبیب بګو مرضم چه و چاره چیست ؟  ،  ناچاپ .

      ــ  مبادی  اسلام ،   د  ۱۳۶۹ کال  ـ  چاپ .

   ــ  حاکمیت  انقلابی ،  نا چاپ .

  ــ   تعبیر  ــ   په  پښتو ژبه ــ  ناچاپ .

  ــ د باختر اطلاعاتی اژانس مطبوعاتی مصاحبه ـ  د ۱۳۴۷ کال  .

  ــ انقلابی افکار ، هڅی او هیلی  ــ  ناچاپ .

 ــ  زما ژوند  ناچاپ ۰

سعید افغانی ددوه زرونه زیات مذهبی ،فلسفی ،تصوفی ،اجتماعی و ادبی  مقالی لیکلی چه په خاص ډول دی « انیس ، هیـواد، پامیر ،  کاروان  ، ننگرهار ، پیام حق و قضا  » په  روز نامو او مجلو کی  خپری  شوی  دی۰

عـلامه  سعید افغانی  د ۱۳۶۴  د حوت په  او ومه «  د  ۱۹۸۵د  فبروری ۲۵مه» دافغانستان د طـبی علومواکادمی په روغتون کښی ؛مهـربان، خواخوږی اوتپاند زړه و دریـد او په سبایی په کابل  کښی ،  دجابرانصار« علیه الرحمه » دمـزارتر څنګ ، دشهدای صالحیـن په هـدیره کښی  په درناوی خاورو ته  و سپارل شـو۰

انالله وانا الیه راجعون

 «   روح  دې  ښاد وی  »

امین یارب العالمین

 

یک پاسخ به “د سولې اوتفاهم دلارې مبارز”

  1. admin گفت:

    روح علامه دوکتورمحمدسعید«سعید افغانی» افغانی شاد و جنتها نصیبش . آثار زیبا و عالیست. تشکر جناب سمیع الدین افغانی . موفق و سلامت باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما