۲۴ ساعت

25 نوامبر
۱ دیدگاه

د زده کړو مخنیوى د ناپوهۍ د دروازو

تاریخ نشر چهار شنبه جهارم  قوس ۱۳۹۴ – ۲۵ نوامبر ۲۰۱۵ هالند

د زده کړو مخنیوى د ناپوهۍ د دروازو پرانیستل دی

شیرمحمد ((امینی)) ستانکزی

د علم زده کړه پر نارینه او ښځینه دواړو فرض ده. همدا زده کړه او پوهه ده، چې انسانان د جهالت او ناپوهۍ له تورو تیارو څخه ژغوری او د پرمختګ پر لورې بیایی.

پوهه دانسانانو دماغ ته وده ورکوی، چې ورسره د نړۍ اختراعات او پرمختګونه، چې نن یې مونږ او تاسو وینو، ټول د همدغه علم او پوهې له لارې ترلاسه کېږی،  خو له بده مرغه، چې نن ورځ د هېواد د خاورې، علم،پوهی او سوکالۍ دښمنان زمونږ ماشومان له دې نعمت څخه بې برخې کوی او غواړی، چې زمونږ نوی او راتلونکی نسل له سواد څخه بې برخې شی او له دې سره زمونږ د هېواد د پرمختګ مخنیوی وکړی.

افغانان د تېرو لسیزو جنګ اوجګرو په موده کې د ناپوهۍ، جهالت او له سواد څخه ددوی د بې برخې کولو ترخه تجربه لری، که چیرې په هېواد کې د علم کچه لوړه وای او یا وی، نو هغه تیرې شوې بدبختۍ به پر مونږ نه راتلای.ټولو افغانانو ته لازمه ده، چې د پوهې کاروان، د پرمختګ تر منزله بدرګه کړی. اوس دې افغانان نور د پردو په لمسون نه تېر وځی او باید له تېرو ترخو تجربو دا زده کړی، چې په افغانستان کې د زده کړو بهیر  و نه دروی،بلکې د عام ولس د ذهنیتونو د روښانه کولو لپاره هر اړخیزې هڅې پېل کړی.

د خوښۍ ځای دی، چې ډېر افغانانو دا مهال د بیسوادۍ او ناپوهۍ د له منځه وړلو په موخه مبارزه پیل کړې ده او هم ډېر  خلک په دې پوه شوې دی، چې بې له پوهې ژوند ستونزمن او ګران دى. همدا وجه ده، چې خپل ماشومان د زده کړو لپاره ښوونځیو او دینی مدرسو ته لېږی،خو پر دې سربېره هم د هېواد په چارو کې د پردېو لاسوهنه له ورایه محسوسېږی،په هېواد کې د نجونو ښوونځی لا هم د تړلو له ګواښ سره مخامخ دی او په اکثرو نا امنو سیمو کې هم د نجونو ښوونځی تړل شوی دی، چې له دې سره ګڼشمېر نجونې له زده کړو بې برخې شوې دی. پوښتنه داده، چې آیا د اسلام مبارک دین ښځو ته د زده کړو اجازه ورکوی؟ هو، ځکه په نبوی حدیث شریف  کې په ښکاره ویل شوې دی، چې د علم زده کړه په پرنارینه او ښځینه دواړو فرض ده. آیا مونږ نه غواړو، چې ښځینه ښوونکی، ډاکټران او په نورو برخو کې متخصصینې ولرو؟ په یقین سره، چې باید یې ولرو. ځکه د اسلامی اصولو په مراعتولو کې، نجونې به مو د زده کړو په مرکزونوکې ښځینه ښوونکې ولری، خویندې او میندې مو، چې په ځینو ناروغېو اخته کیږی، د ښځینه ډاکټرانو له خوا به یې درملنه وشی او همدا راز په نورو  ورته کارونو کې، چې ښځینه برخې ورته اړتیا ولری، ښه به وی، چې ښځینه کارکوونکی ولرو.

له یادو خبرو جوتېږی، چې د علم پر وړاندې خنډ او ځنډ، د افغانانو کار ندی، بلکې دا د هغو هېوادونو کړنې دی چې د افغانستان د پرمختګ په مخنیوی او د ناامنیو په رامنځته کولو کې لوی لاس لری، ځکه دوی تل خپله اقتصادی پیاوړتیا د افغانانو په وروسته پاتې والی کې ګوری. د یو ملت وژنه د هغوی پر مخ د علم او پوهې ورونه تړل دی. ددوی پر وړاندې د زده کړو د بهیر بندول ، یعنې د جهالت د ورونو پرانیستل دی، نو هر افغان ته ښایی، چې له خپلې ټو لنې د جهالت ټغر ټول او هر یو ته د پوهې مشال په لاس ورکړل شی، تر څو وکولای شو، خپل هېواد د پرمختللو هېوادونو سره سیال کړو.

شیرمحمد ((امینی)) ستانکزی

 

یک پاسخ به “د زده کړو مخنیوى د ناپوهۍ د دروازو”

  1. admin گفت:

    تشکر دوست گرامی آقای شیرمحمد ((امینی)) ستانکزی، مطلب عالیست. موفق وسلامت باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما