۲۴ ساعت

12 دسامبر
۱ دیدگاه

د مور په ویرکې

تاریخ نشر جمعه ۲۱ قوس ۱۳۹۳ – ۱۲ دسامبر  ۲۰۱۴ کانبیرا- آسترالیا

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

د مور په ویرکې

سمیع الدین افغانی

څـــه ویرجنـــې سلسلې دی

څه غمجـــن مهلک وختونه 

څــړمې اوښکــې دی روانې

پرې لامــده شول ګریبانونه 

زه د مـــور پــه حال ژړیږم

چې تیر شوی پرې وختونه 

هـــر ګـــړۍ هـــره شیبه یې

یـــادول خـــپل مــالـــتونـــه 

نـــا امیده لـــه هـــر خواوه

ځـــان ځانـــی وه تکلیفونه 

نژدې خپل ترې پردی شوی

پردیسی پــردی ملـکونــه 

د مور قـــدر او خدمت کې

خدای نصیب کړی جنتونه 

څه حالات ښکلې شیبې وې

دځـــوانی هـــا تیر وختونه 

عمر سیند په دود بهیریږی

مـــری سیندونــه دریابونه 

مورې خدای دې مددګار شه

کړو پاک رب ته دا سوالونه 

ربه ستا په لوی دربار کې

کـــړه نصیب یـــې جنتونه

——–

سمیع الدین افغانی

 

یک پاسخ به “د مور په ویرکې”

  1. admin گفت:

    سمیع جان ، سروده زیبا و مانند همیشه عالی و مملو از احساس است . خداوند مادر شما و تمام مادران عزیزیکه در کنار ما نیستند مغفرت و جنتها نصیب شان گرداند. شما موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر – کانبیرا – آسترالیا

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما