۲۴ ساعت

01 دسامبر
۲دیدگاه

هالینډ میشت افغان ډاکټر خوشحال مکمل

تاریخ نشر دوشنبه  دهم  قوس ۱۳۹۳ –  اول دسامبر  ۲۰۱۴ هالند

ننگر هار

هالینډ میشت افغان ډاکټر خوشحال مکمل له لوری مرسته وشوه

راپور: عزیزالرحمن ذکی

هالینډ میشت افغان ډاکټر خوشحال مکمل د ۱۳۹۳ ل ل کال د لیندۍ په شپږمه د لغمان سرې میاشتې نماینده ګی د ځوانو رضاکارانو روزنیز کلوپ سره دوه پایې لیټاپ کمپیوټرونه، د لغمان عامې روغتیا ریاست سره د یو شمېر طبی سامان الاتو، د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ او لغمان مرکز پورې اړوند قریو کې له ۳۰ تنه  بېوزله ځوانو کونډو سره د  خیاطی ۳۰ پایې خیاطی ماشینونه  او  ۲۰۰ متره ټوکر مرسته وکړه، د یادونې وړ ده چې له ځوانو کونډو سره یې تیر ۱۳۹۲ کال کې هم ۲۵ پایی د خیاطی ماشینونو مرسته کړې وه.

دا مرستې ددې لپاره دی چې بې سرپرسته ځوانې کونډې پرې د خپلې کورنۍ اقتصادی ستونزې حل کړی په همدې ډول د لغمان مرکز علی خېلو اړوند په ورزشی ټیمونو یې د ورزش لوازم هم ووېشل، د یادونې وړده چې پدې موقع د لغمان منتخب وکیل الحاج نقیب الله محبت ورور د لغمان قومی شورا غړی الحاج ګلزاده محبت، د علی خېلو د قریې ملک الحاج لعل آغا او د ختیځې حوزې سرې میاشتې د ځوانانو او سستم عضویت ساحوی مسؤل اجمل همدر هم موجودل ول، ډاکټر خوشحال مکمل یواځینی لغمانی دی چې کله له هالینډ څخه لغمان ته راځی نو له ځانه سره د اړمنو او ځوانانو د تشویقولو په موخه مرستې راوړی،  له بهر مېشتو ټولو افغانانو څخه هیله لرم چې کله خپل هېواد ته راستنېږی نو زکات او صدقات دې په خپلو اړو افغانانو وویشی.

یادښت: د یادونې وړ ده چې د خیاطی ماشینونو د تهیه کولو په موخه افغان تجارانو هریو ایمل بارکزی، ۵۰۰ امریکایی ډالره، مصطفی صافی ۵۰۰ اسټریالی ډالره او ښاغلی پسرلی ۲۰۰ اسټرلیالی ډالره مرسته کړې وه.

    د لغمان خلک دغه مرستې ستایی او لدې ډول بشردوسته انسانانو څخه یې د اړمنو او بېوزلو د لاسنیوی د دوام لپاره غوښتنه کوی.

راپور: عزیزالرحمن ذکی

 خپلواک ژورنالست

 

۲ پاسخ به “هالینډ میشت افغان ډاکټر خوشحال مکمل”

  1. admin گفت:

    دوست عزیز ، جناب ذکی عزیز ، گزارش عالیست. موفق باشید.
    مهدی بشیر

  2. دکتور مکمل گفت:

    مننه محترم ذکی صاحب دتاسو لطف او مهربانی څخه !

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما