۲۴ ساعت

04 نوامبر
۲دیدگاه

سره مزه کا

تاریخ نشر سه شنبه  چهارم  نوامبر ۲۰۱۴ هالند

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

سره مزه کا

سمیع الدین افغانی

۵١١٢٠١۴

م٠ کال

یو څو ښکلې ټپې د یه قربان سره مزه کا

محفل د ټنګ ټکور خواږه یاران سره مزه کا

سندره مې تر غوږ شوه یه قربان قربان ناروکې

ټپه د ملالۍ د جنګ میدان سره مزه کا

مجنوون هم دلیلا په مینه سرپه بیابان وه

د مینې لیونی څیرې ګریوان سره مزه کا

کعبه هم د  بلال د تکبیرونو اذانګه وه

جذبه د دیانت د پاک ایمان سره مزه کا

کلونه په موږ تیر شول د حالاتو نه شاکی یو

یو والی ، همغګۍ د هر افغان سره مزه کا

دا نن هم لا موقه ده چې وطن سره اباد کړو

پیشرفت او ترقی عصر، زمان سره مزه کا

راځئ ای خوږو ورنو چې یو موټی یوپیمان شو

جذبه د ورورګلوۍ زموږ د شان سره مزه کا

ترڅو پردوملکو کې به د هجر شیبې شمارو

ښایسته کلی ، بانډې افغانستان سره مزه کا

————————–

سمیع الدین افغانی

۵١١٢٠١۴

م٠ کال

 

 

۲ پاسخ به “سره مزه کا”

  1. admin گفت:

    سمیع جان ، سروده زیبا و عالیست . موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. MAMNON SHOMA AKAY MEHDI BASHIR MOFSAKYT HAY BESHTR TAN ARZOAY MAST

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما