۲۴ ساعت

02 اکتبر
۲دیدگاه

د بدلون لار

تاریخ  نشر پنجشنبه دوم  اکتوبر ٢٠١۴ هالند

محترم سمیع الدین افغانی

محترم سمیع الدین افغانی

د بدلون لار

سمیع الدین افغانی

١١٠٢٠١۴

م٠ کال

که دې حـالاتو تـــه  نظر شو سره

دا چې به څومره پرې باورشو سره

دا دهیواد زخمی زخمی حــالت ته

 د یو مثبت بــدلون نظــر شو سره

د کوم تغیر چې موږ تعبیر یې کوو

  پرې هــم ګمان دښه رهبر شو سره

پدې ویـــرجن او دمـاتم سیمو کې

د زړه تسل په لـر او بـر شو سره

د هـر افغان د ویر او غم شیبو ته

موږ دخوښیو جوړ اختر شو سره

————

بیا د میړانی اوعـــزت خلکو تــه

تمه دښه ژوند اوروزګار پیدا شی

د تحول او ورورګـــلوی پـــه هیله

قوی احساس لوړ اعتبارپیدا شی

د پرمخ تګ او سوکالۍ و لـور ته

 هیله د ښکلی نــو بهــارپیدا شـی

دا چې د جنګ کمبله ټــوله شی نور

موږ ته احـوال د سمې لارپیدا شی

د امیدونــو ارزوګــانــو بــاغ کــې

د ګلـــو کر ته پوه ملیـار پیدا شی


چې دمجبوره هرزورواک پسې تلل

پوه، مدبر هوښیار رهبر مالوم شی

چې خـــزانه یې دملت لـــوټ کړې

ترینه حساب دسیم او زرمالوم شی

چا چې پردو په لمسه جنګ راوستی

 ددوئ د کړو حساب دفتر مالوم شی

څوک چې په قید د زورواکانو کې دی

ازاد پــرواز تـه یې وزر مــالوم شی

چا چې زموږه زوړ او ځوانان وژلی

ددې جانیانو بنسټګر مــالــوم شی

————

چاچې بل کور د بل عـزت لوټ کړی

چاچـې انصاف او عدالت لوټ کړی

د بل په وینو یې قصرونه جـــوړ دی

په ظلم زور یې شهرکـــونه جوړ دی

دوئ نه حساب دوئ نه کتاب وغواړی

دوئ نه د خپلو کړو ځواب وغواړی

چې د افغان پــه کور مــاتم ختم شی

دلته دا غــم د پـاسه غــم ختم شی

تر څو د سولې لورته لار پیدا کړو

د ورور ګلوۍ ښه اعتبار پیدا کړو

په افغانی احساس هـم ګام شو سره

سره یــو لاس قــوی نظام شو سره

———-

سمیع الدین افغانی

١١٠٢٠١۴

م٠ کال

 

 

۲ پاسخ به “د بدلون لار”

  1. admin گفت:

    درود به سمیع جان افغانی ، سروده زیبا و با احساس است. عید سعید قربان بشما و خانواده محترم و هموطنان گرامی تبریک عرض میکنم. امیدوارم روز های عید را به خوشی سپری کنید. مهدی بشیر

  2. akay mhdi bashir az latf hamyshgi tan azhar spas
    ma ham id koshay barayta arzo daram amedwaram ayn rozhay kojasta ied ra ba azayaya kanawada wa dostan ba koshi spray nomayeed
    ba omed mofkyt hay beshtr tan
    sameuddin afghani

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما