۲۴ ساعت

17 می
۱ دیدگاه

مخمس بر غزل حمزه شینوار

تاریخ نشر شنبه  ۱۷ می ۲۰۱۴ هالند

مخمس بر غزل حمزه شینوار

عزیزی غزنوی

تورنتو کانادا

******

سل رنګه ادا کوی په سترګو کشې

سحر که سودا کوی په سترګوکشې

د زړونو تالا کوی په سترګو کشې

ګوره چې خندا کوی په سترګو کشې

کار د مسیحا کوی په سترګو کشې

یو ځلی ته دې پلو ته رابسی

ځان به درنه ځار کړمه که زمابسی

هیله ده چې زما سره پخلابسی

یو ته قهر بل ته مهر شابسی

دا کوی هم دا کوی په سترګو کشې

وارمې په زړګی باندې اوربل کوی

یاره سپیلنی می ستا کتل کوی

خوله دې لکه پانګه سپڼیدل کوی

مخ دی که وعدې د صبا تل کوی

ته راته بیګا کوی په سترګو کشې

نه دې شته له چا سره وفا ځکه

دومره بې پروایې محبوبا ځکه

کړې په هرمین باندې جفا ځکه

شوی په آشنایې کشې نا آشنا ځکه

ځای د هر آشنا کوی په سترګو کشې

تل ستا د ښایست صفت به زه کوم

تا ته عزیزی د زړه خواله کوم

ستا مینان ډیردی زه به یی څه کوم

زه حمزه دعا درته په خوله کوم

ته راته ښکنځا کوی په سترګو کشی

عزیزی غزنوی

تورنتو کانادا

 

یک پاسخ به “مخمس بر غزل حمزه شینوار”

  1. admin گفت:

    غزنوی عزیز ، مخمس زیباست. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما