۲۴ ساعت

24 مارس
۲دیدگاه

ډاکټر مولوی محمد سعید سعید افغانی

تاریخ نشر دوشنبه ۲۴ مارچ  ۲۰۱۴ م هالند

شاد روان ډاکټر مولوی محمد سعید سعید افغانی

شاد روان ډاکټر مولوی محمد سعید سعید افغانی

د پروفیسر عبدالله بختانی خدمتګار پیغام
ډاکټر مولوی محمد سعید سعید افغانی ۲۹ م تلین په مناسبت

افغانستان – کابل خیرخانه – درییمه برخه – خدمتګار کتابخونه.
د ۱۳۹۲ د جدی ۱۵ مه –  د ۲۰۱۴  کار د جنوری ۶ مه


زړه ته را تیر ګران وراره امین الدین سعیدی  !

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته

د خپلو ورونو او کورنیو سره د آخرې زمانې له فتنو څخه په امن او امان کې سعید او مسعود و اوسئ.

څو ورځې د مخه، ستاسو خور یې (ښاغلې معراج الدین شمس) په تیلفو ن کې راته وویل چې تاسو د خپل پلار جناب ډاکټر مولوی محمد سعید سعید افغانی ۲۹ م تلین ولمانځئ!

الله پاک تاسو ته خیر او برکت درکړی.

محترم پروفیسور عبدالله بختانی خدمتگار و  الجاج امین الدین سعیدی سعید افغانی

محترم پروفیسور عبدالله بختانی خدمتگار و الجاج امین الدین سعیدی سعید افغانی

دې زیری سره زما په ذهن کې د ډاکټر مولوی صاحب د خاطرو او ناستو پاستو ډیرې خاطرې را تداعی شوې چې ځینې به یې څرګند کړم.

زما هغه دوست او آشنا د کابل له عربی دارالعلوم څخه فارغ شوې او هملته استاد و.

زه په پښتو ټولنه کې د زیری د ژبنۍ او ادبی اوه نیزې جریدې مسئول چلوونکۍ وم.

 د جریدې د قلمی مرستندویو لیکوالانو په ډله کې سر بیره پر هغه د یاد شوی دارالعلوم ګڼ شمیر شاګردان هم وو.

عبدالهادی هدایت، عبدالوکیل صداقت، محمد یونس خالص، محمد موسی شفیق، محمد ګلاب ننګرهاری، محمد اکبر معتمد شینواری، مطیع الله چمبیلۍ.
کله چې بیا هغه په ننګرهار کې د هډې د نجم المدارس مدرس او سر مدرس (مدیر) شو. زه د مشرقی ولایت د مطبوعاتو او د ننګرهار ورځپاڼې د مدیریت مرستیال او بیا مسئول مدیر وم.
هلته سعید افغانی یوازې پخپله د « ننګرهار » مجلې او ورځپاڼې ته خپلې لیکنې نه ورکولې، بلکه د مدرسې نور شاګردان یې هم لیکوالئ او شاعرئ ته هڅول. او دې کار یې دومره پرمختګ وکړ چې زما په مشوره، د هډې د مولانا نجم الدین آخوندزاده د ژوندانه او کارنامو په برخه کې د یوې پروژې په توګه د مدرسې ګڼو شاګردانو ته مشخصې وظیفې وسپارلېږ یعنې د (هډې صاحب) د دقیقې هر اړخیزې بیګرافئ د ترتیبولو بنسټ یې کیښود او څارنه یې کوله چې بیا د خدمتګار له خوا د یو کتاب په ظرفیت دا کار پر مخ ولاړ..
زما یادیږی چې مولوی سعید افغانی لس کاله د نجم المدارس مدیر پاته شوې دی. په دې موده کې د مدرسې د تدریسی او اداری چارو د پرمخ بیولو تر څنګ یې هلته د لیکوالئ ادبی نهضت هم پاللې او سمبال کړی دی. او په همدې حواله زما او د هغه تر منځ ادبی، علمی تولنیز او شخصې روابطو هم ورځ په ورځ د ورورئ سویې ته ارتقا کړې ده.

کله چې مولوی سعید افغانی د لا لوړو زده کړو لپاره مصر ته ولاړ، هلته یې د الأزهر په پوهنتون کې د تحصیلی مشغولیت سره قلمی کارونو ته هم اړم شو چې په دې لړ کې په عربی ژبه د خواجه عبدالله انصاری او سید جمال الدین افغان په باره کې د دوو څیړنیزو کتابونو لیکل او چاپول لوړ ارزښت او درنښت لری. او د هغه په دې مهم کار ،د هغه د یو دوست او ورور په توګه زه هم نازیدلی یم او کله چې وطن ته راغی بیا زما په غوښتنه یې دوهم یاد شوی کتاب یې په پښتو وژباړده او بیا چاپ شو.
هغه بیا په څیړنیزو سیمینارونو کې فعاله برخه اخستله او ډیر ځله به په ډیرو مسائلو کې زمونږ دواړو یو شان دریځ و.
د علمی فعالیتونو او لیکنو ترڅنګ هغه به تل د وطن او ملت مسائلو ته پوره توجه کوله.
 هغه د ژوندانه په وروستیو مرحلو کې هم د شخصی، هم د ملی او وطنی منازعاتو د حل لپاره «سوله او تفاهم» مهم ضرورت باله. ددې نظر د خپرولو لپاره یې هم په شفاهی توګه او هم د مقالو په بڼه ډیر تبلیغ کاوه او هڅه یې کوله چې خپله نظریه هر چاته ورسوی. ما یې هم ددې نظر تایید کاوه.
 او بې سببه نه ده چې ما دهغه د بیوګرافئ رساله چې ما لیکلی وه ( د سولې او تفاهم مبلغ دوکتور سعید افغانی) نوملې ده. ځکه چې زه پخپله اصولاً او اساساً یوازې د خپلو خلکو او هیواد په کچه نه بلکه په انسانی ټولنو کې د ټول انسانیت لپاره په ټولو ذات البینی پرابلمونو کې د (عدم تشدد) ملاتړ او لار روی یم.
ما دجناب فخر افغان خان عبدالغفار خان بابا په لارښودنه د خدایې خدمتګارئ نظریه منلې ده. ددې نظریې د عملی کولو په لاره کې باید خدایې خدمتګار په عدم تشدد وجلیږی او یو انسان باید پرته له کومې طمعې د بل انسان خدمت وکړی…

ګرانه سعیدی صاحب!

زما دوست، آشنا، ملګری او ورورو ستاسو پلار دې الله پاک وبښی،

د هغه را سره ډیرې خوږې خاطرې دی، څو بیلګې مې یې درته ولیکلې ،

اوس زړه مې غواړی چه دعدم تشدد دانسانی احساس په ارتباط خپله یوه بله خاطره درته ولیکم:

که دې په یاد وی زه څوکاله دمخه، هملته،جرمنی ته،ستاسو د اوسیدو ښار (کولن) ته،په جرمنی کښې « دافغانستان دفرهنګی ودې ټولنې»  په بلنه، دوه کاله سرپه سر، دهغوی له خوا جوړو شوو سیمینارونو ته بلل شوی وم.

په هماغه مهال ترسیمینار وروسته، بیا دښاغلی جمال ناصر پرهیز په بلنه دیو څو ورځو لپاره د  « اوګسبورگ ښار» ته هم تللی وم.

له هغې خوا د نوموړی جمال ناصر او دهغه د ورور امیر کروړ پرهیز په ملګرتیا د هغوی په موټر کښې بیرته در روان وم.

په لاره کښی یو څه سټړی هم شوم او لږ څه د کوزیدو طبیعی ضرورت هم محسوس شو.

یو کافی سره کښیوتو.

آسمان شین،هوا معتدله او لمر دخپلو وړانګو سره  د ملایمې تودوخې مهربانی هم کوله.

دکافی سره جوخته یوهه لویه کرونده وه.

ماوې: دغسې به تیر شوو.

په کرونده کښې دشړشمو د بوټو غوټۍ د پنځیدلو په حال کښې وی،

او زمونږ دبختان کلی،ان زمونږ پخپلو وړو کوړکیو پټیو کښې داسې غوټئ یې را یادولې هوا نورانی او معتدله وه.

دکروندې په شاو خوا سرک باندی مو «  ننګرهاری چکر»  لګاوه.

له مخامخ خوا څخه یو تن، چه ډیر عادی کالی یې په غاړه وو، خپل یو غټ سپی سره راروان و.

زه له وړوکتوب څخه،له  «   مار »  او  «  سپی »  څخه ډیر ډایږم.

دسپی دپړی جلب دهغه د خاوند په لاس کښې و. مګر سپی ډیر غټ و،نو ځان مې د سرک په دې بله غاړه کړ.

سړی سلام واچاوه او د روغبړ تمایل یې وښود.

درې واړه ودریدو لاسونه مو سره ورکړل.

امیر کړوړ په جرمنی ژبه ډیر ښه پوهیږې.

دهغه دخبرو له ترجمی څخه زه دومره پوه شوم چه زما په باب یې وویل:  «  دی دافغانستان لوی لیکوال، شاعر او دانشمند دی»

دهغه سړی توجه ماته ډیره شوه.

دسپی واګی یې کلک نیولی و. ماته را نژدې شوه. ویې ویل:

زه ستاسو په لیدو ډیر خوشحاله شوم سمدستی ځم زما میرمن راته منتظره ده.

هغه روان شو سپی یې لکئ خوزوله مونږ خپلو کښې سره وویل:

کور به یې چیرته لیرې وی میرمن یی لار څاری وو.

مونږ د کروندې چار چاپیره چکر ولګاوه. چه بیرته د کافی مخې ته ورسیدو ومولیدل چه له لوی واټ څخه، دموټرله خوا څخه میړه او میرمن زمونږ خواته راڅی.

تر روغبړ وروسته سړی وویل:

دا زما میرمن ده.په موټر کښی ناسته وه.(لږموسکی شو)اوس می سپی په موټر کښی کښیناوه

او دامی راوستله چه تاسو سره معرفی شی.

هغه د جرمنی دیو ښارنوم واخیست او وایی ویل:

مونږ دواړو دهماغه ښار د پوهنتون دحقوقو د پوهنځی استادان یو..

مونږ دری واړو تعارف امیر کروړ ورته وکړ.

هغه زما په اوږو لاس کښیښود. ویی ویل: اجازه ده چه زه له تاسو څخه یوه پوښتنه وکړم؟

ما وویل: مهربانی وکړه!

هغه: ولی ستاسو په هیواد کښی افغانان انسانان وژنی؟

ما ستاسو دغه پوښتنه سمه نه ده:زما بدعادت دادی چه زه دغلطو پوښتنو ځواب نه ورکوم.

هغه نو لطفآ تاسو زما د پوښتنی غلطی راسمه کړی!

ما: که داسی وای:ولی انسانان انسانان وژنی؟ نوما به خپله رایه څرګنه کړه وای.

هغه: ما خپله هغه پوښتنه بیرته واخیستله او همداسی چه تاسو و ویل زه درنه پوښتنه کوم:

ولی انسانان انسانان وژنی؟

ما: مهربانی وکړی تاسو دواړه میړه او میرمین ماته غوږ شی!

دنن څخه زیات وکم دوه زره کلونه دمخه،دفلسطین په (ناصره) نومی کلی کښی،یو ځوانراپا څید خپلو خلکو ته یی سمه لارښودله.

هغه به ویل: څوک مه وژنی! څوک مه وهی ان تردی که چا په څپیړه ووهلی هم مه په قاریږی

او دخپل مخ دابله خوا ورته واړوی چه

تاسو دهغه انسان نوم پیژنی؟

هغه : هو !عیسی

ما : ښه،ترهغه زیات وکم شپږ سوه کاله ورسته،دعربستان دشګلن هیواد دمکی په ښارکښی یو ځوان دخلکولارښود شو.هغه به هرچاته ویل:

څه چه دی پرځان پیرزوی هغه پرنورو هم پیرزو کړه او څه چه دی پرځان پیرزو نه وی پربل یی هم مه پیروز کوه!

تاسو ددی کس نوم پیژنی ؟

هغوی دواړو په یو غږ

هو  ! محمد   

اوس زه تاسو دواړږ نه پوښتنه کوم چه نور خونور،که یوازی ددغو دواړو سترو انسانانو یوازی همدا یوه یوه خبره ، ددی زمانی انسانان په زړه ومنی او عمل پری وکړی، بیا به انسانان انسانان ووژنی؟

دواړو په یو څه ملایم ژړه غونی غږ: نه نه هیڅکله نه!

میړه زما لاسونه ښکل کړل میرمن یی هم زما په لاسونو پریو تله لاسونه یی ښکلول او اوښکی یی پری څڅیدلی.
په
هغه رحمانی انسانی فضا کښی،پنځه واړه ډوب شوو چوپه چوپتیا خپره وه او یوبل ته مو دانسانی مینی او محبت په نظر کتل
لږ شیبی ورسته هغه شخص و ویل

زړه مونه کیږی چه درڅخه بیل شو.خو د خپل کور دلیریوالی اوضروری کارونو  دلرلو لاامله معذرت واړندی کوو او رخصت غواړو.

دهغه جنتی هوا او روحانی فضا دپرتم په درنښت کښی،د دواړو خواوو څخه خبره چور هیره وه چه یو تربله آدرسونه او دتیلفونونو نومری یا ویزیت کارتونه ورکړو یا و اخلو !

ګرانه ډاکټر سعیدی!

که کولی شی لطفآ تاسو او د ډاکټر مولو ی  سعید افغانی صاحب دتلین مراسمو ښاغلی برخه وال، دانسانی کرامت د ورورولی،مینی او محبت زما دغه پیغام هملته،نور انسانانوافغان،جرمنیانو او نورو ته زما له سلامونو او نیکی هیلو سره ورسرویی!

خلکو ته ووایی چه دبشریت دتمدن دساتلو او لاپنځولولپاره دسولی،تفاهم او عدم تشددپربنادی استعمار، استثمار،استعباد او استحمار دودونه او ورواجونه دی پریږدی او دانسانیوروری برابری پیرزوینی ، مینی،  محبت او همکاری لاری ولټوی او خپلی یی کړی
 کیدی شی چه تاسو ونه وایی بل څوک به راته ووایی:

ته ساده یی! ددی خبریو زمانه تیره ده

زه به ورته ووایم، دتاریخ دټولومرحلو په نسبت ،همدا اوس ددغو خبرو ضرورت زیات دی

ځکه چه اوس دتشدد وسایل ترهربل وخت هم زیات شوی ، هم عام شوی،هم خطرناک شوی دی. نو همدا نن یی باید مخنیو وشی.

همدا نن اوترسبا پوری نورهم ناوخته کیږی
زه یی هم نن ډیر ضرور بولم مهربانی وکړی اوسبا ته یی مه پریږدی!
 که څه هم زه دعلامه اقبال خبره  :
غمه ام از زخمه بی پرواستم
من نوای شاعر فرداستم
اود سید حسن خان حسن شپون په وینا:
زه دنن ورځی شاعر نه یم پوهیږم
زما نه رسوی غږ ترغوږه پوری
و ما توفیقی الاباالله علیه تو کلت والیه انیب

والعل الله یحدث بعد ذالک امرآ

والسلام علی من اتبع الهدی

ستاسو خدمټګار

پروفیسر عبدالله بختانی

 

 

۲ پاسخ به “ډاکټر مولوی محمد سعید سعید افغانی”

  1. admin گفت:

    جناب آقای سعیدی مقاله آقای بختانی خیلی عالیست . روح و روان ډاکټر مولوی محمد سعید سعید افغانی شاد ، شما وبختانی صاحب زنده باشید. مهدی بشیر

  2. امین الدین سعیدی گفت:

    استاد محترم مهدی بشیر از لطف همیشکی شما یک جهان سپاس

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما