۲۴ ساعت

10 ژانویه
۱ دیدگاه

د افغانستان سرلوړی ملت ته پیغام

تاریخ نشر جمعه ۱۰ جنوری ۲۰۱۴  هالند

د افغانستان سرلوړی ملت ته پیغام

انجینیر سرور یعقوبی

د تیرو دری کالونو را پدیخوا د افغانستان په هر ښار هر ولایت همداشان په هره کوڅه کی بی ساری ماشومان لیدلی کیږی چی د خپلی بی وسی نه سر ټکوی، همدا شان د ماشومانو ترڅنګ پیغلی انجونی او زنانه په بازارونو کی په ډیر بد حالت کی لیدلی کیږی.

زما د لا زیاتو معلوماتو د حاصلولو وروسته د ډیرو کوششونو په اساس د خلکو سره په پښتنو همدا شان د خلکو د نظر وروسته د ‌کابل ښار په اکسریت کوڅو کی داسی ماشومان ما پیدا کړل چی د ‌ډ یر ناستی وروسته ماشومان راته پدی قانع شول چی ددوی نه د قاچاق په شکل او د یو اقتصادی پوروژی په شکل ورځنی کار اخلی د سروی په اساس ۷۵٪ ماشومان او انجونو او زنانه څخه د یو پروژی په شکل کار اخستل کیږی او باقی ۲۵٪ فیصده ماشومان او زنانه د مجبوریت د لاسه په ښارونو او کوڅو کی خیر او خیرات غواړی.
زمونږ د افغانستان دولت په دا تیرو ۳ کالونو کی ونه توانیدو ترڅو د غریبو او د ماشومان د سوی استفاده په غیر انسانی ډول مخنیوی وکړی، د غریبو او ناچارو خلکو د مخنیوی په خاطر دولت و نه توانید ترڅو ددو غریبانو په یو داسی هدف کمکونه وکړی ترڅو د یتیمانو مییندی مسلکی شی او یا هم ماشومان مکتب اووایی او په سمه توګه دوی د اینده خاوندان شی، نه یوازی دولت بلکه بین المللی ټولنی او همدا شان د افغانستان تجاران او توانیدلو خلکو د ښار په ګوټ ګوټ کی پر هغه ماشومانو سترګی پټی کړی وی کوم ماشومان چی په سړکونو یخی هوا او یا هم په ګردونو کی ددوی د بندو شیشو موټرونو ته یوازی ددوی نه د پنځه افغانیود غوښتلو په خاطر په ډیره غاجیزی لاس ورته نیسی، نه یوازی دا چی دوی به دی ماشومانو سره کمک کړای وای بلکه دا چی همدوی با قدرته خلک دی دوی ونه شوای کولای ترڅو دولت ته یی ددی په اړوند سمه مشوره ورکړی وای، نو پدی خاطر چی د هغه ماشومانو په خاطر چی ورڅخه بی قانونه سوی استفاده کیږی او یا هم مجبور وی د ټولو ګندونو او حزبونو څخه هیله کوم ترڅو ددی کمپاین مبارزه په جدی ډول شروع کړی. مننه

انجینیر سرور یعقوبی

 

یک پاسخ به “د افغانستان سرلوړی ملت ته پیغام”

  1. admin گفت:

    دوست گرامی ، امیدوارم در آینده مطالب ارسالی تانرا از طریق Word به این ایمیل آدرس بفرستید:
    mehdibashir@gmail.com موفق باشید . مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما