۲۴ ساعت

۱۴ حمل
۲دیدگاه

د آشنا مینه

تاریخ نشر چهار شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۸ – سوم  اپریل ۲۰۱۹ هالند

د آشنا مینه

محترم سمیع الدین افغانی 

داسې چې مې مینه ده  آشنا سره

نشته په خیالونو کې بل چا سره 

زه یې تل په مینه باندې پایمه

هسې لکه ګل چې وی بورا سره 

را به شی نګار ډیرو مدو نه پس

 زړه په شی قرار د دلربا سره 

 مینه دې آشنا  په زړګی ښه  لګی

یم په فکر، هوش کې یاره تا سره 

ژوند د پاکې مینې سره خوند کوی

نه د سالوسۍ  نه د ریا سره 

ما یې افغانی مینه احساس کړله

خوند یې کړی نازونه د آدا سره

———–

سمیع الدین افغانی

۳۴۲۰۱۹

م ۰ کال

 

۲ پاسخ به “د آشنا مینه”

  1. admin گفت:

    درود به دوست گرامی آقای سمیع الدین افغانی ، تشکر از سروده عالی تان. موفق وسلامت باشید. مهدی بشیر

  2. مننه ګران او د قدر وړ مهدی بشیر ستاسو د همیشنۍ پیرزوینی او محبت نه نړۍ نړۍ مننه خدای مو تل سوکاله او بریالی لره کور مو ودان سمیع الدین افغانی

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما