۲۴ ساعت

۰۳ سنبله
۱ دیدگاه

دهجران غم

تاریخ نشر شنبه سوم  سنبله  ۱۳۹۷ –  ۲۵ آگست  ۲۰۱۸–  هالند

دهجران غم

محترم سمیع الدین افغانی

دا چې نه د هیریدو دی د جانان غم

ژړوی مې، سوزوی مې دهجران غم

چې وعدې یې دراتلو شیٍ پوره نه شی

اوروی مې په زړګی کې دخفګان غم

د هجران په نا علاجه بستر پروت یم

 لټوم د خپل زخمی زړګی درمان غم

هر کنډر مې د زړګی  په اورلمبه شو

پکې پروت دیارد مینې پټ پنهان غم

 د اغیاردا  دوه مخۍ ته چې نظر شم

هیڅ یې نشته تصور کې د ایمان غم

دغربت دغه تیارې به خدای رڼا کړی

شې پوره به د خواږه زړګی ارمان غم

افغانی تکل او هوډ چې  سره مل وی

شې تسل  به د وختونو د دوران غم

———-

سمیع الدین افغانی

۲۵ – ۸ – ۲۰۱۸

م ۰ کال

 

یک پاسخ به “دهجران غم”

  1. admin گفت:

    تشکر دوست عزیز آقای سمیع الدین افغانی از سروده عالی تان. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما