۲۴ ساعت

۰۱ جدی
۲دیدگاه

لاړم تر کعبې پورې !

تاریخ  نشر  جمعه اول جدی  ۱۳۹۶ –  ۲۲  دسامبر  ۲۰۱۷–  هالند

لاړم تر کعبې پورې !

محترم الحاج  نجم الدین ( سعیدی )
******
لاړمه  په منډه تر کعبې پورې
هلته ابراهیم بابا کوټې پورې

  وزغاستم صفا مروا په دښته کې  (۱)
خپل د ګناهو  نو  ختمیدو  پورې
دا چې د ګناه پیټې مې کم به شی
پورته شوم هورا غره در وازې پورې
هلته   عرفا ته  مې   هم   و دانګل
 لاړمه جمرات شیطان ویشتو پورې
پریوتم دوعا  کې  په  سجدو  سره
خپلو  دوعا   ګانو   قبلیدو   پورې
**********
 نجم الدین ( سعیدی ) ۲۰۱۷ / ۱۱ / ۲۶ 
 ١ –  سوره  (  بقره  ) آیات  (١۵٨)
 

۲ پاسخ به “لاړم تر کعبې پورې !”

  1. admin گفت:

    تشکر از جناب محترم الحاج نجم الدین ( سعیدی ) ، بازهم سروده عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. نجم الدين سعيدي گفت:

    مننه مهدی بشیره وروره عزتمند اوسی .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما