۲۴ ساعت

۲۹ حوت
۱ دیدگاه

مبارکۍ پیغام

تاریخ نشر جمعه ۲۹ حوت  ۱۳۹۳ –  ۲۰ مارچ ۲۰۱۵ هالند

حزب

د نوی ۱۳۹۴ لمریز هجری کال په مناسبت

د وطن د ترقۍ ملی ګوند د مبارکۍ پیغام

کابل – افغانستان

د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتی  ۲۸  مه نیټه

د دوطن د ترقۍ ملی ګوند رهبری ټولو وطنوالو، د هیواد زیارکښانو، ښخو او ځوانانو او همدا شان د ګوند او په ملی کچه د مترقی جنبش ټولو مبارزو غړواو مینه والو ته د نوی ۱۳۹۴ لمریز هجری کال د راتلو مبارکی وړاندی کوی. هیله ده چې په نوی کال کې زموږ غیرتمن اولس د وطن د ترقۍ ملی ګوند سره یوځای د نویو بریاوو په لور اوچت ګامونه پورته کړی.

په ډیره خواشینۍ سره یادونه کولای شو چې په ۱۳۹۳ هجری لمریز کال کې هم زموږ ګران هیواد د تیرو کلونو په څیر د خارجې ګټو له پاره د تحمیل شوې جنګ په لمبو کې وریت پاته شو. د هیواد په ګوټ ګوټ کې د قانون واکمنی نه وه، ټولنیز عدالت تر پښو لاندې او د زورواکانو زور جاری ؤ. د انتخاباتو ملی پروسه لکه څنګه چې لازمه وه، اداره نشوه او مطلوبه پایله یې لاسته را نه وړه.  د محرومو ټولنیزو ګروپونو د ژوند سمون ته لازمه پاملرنه ونه شوه، د ښځو پر ضد زور زیاتی دوام لری، ځوانان مو ډیر بیکاره دی او د زیار استونکو مؤلدینو ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دی.  

 به همداسې ستونزمنو شرایطو کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند خپلو متمدنو، سوله ایزو او عدالت غوښتونکو مبارزو ته دوام ورکړ. د انتخاباتو په ملی پروسه کې یې زغرده ونډه واخیسته، خپلو ګوندی تشکیلاتو ته یې پراختیا ورکړه، ګوندی موخو ته یې د نویو  او ځوانو استعدادونو پام را واړاوه او خپله تشکیلاتی جالۍ یې پراخه کړه. اوس د لوی خدای په فضل نه یوازې د هیواد په ټولو ولایتونو کې غښتلې تشکیلاتی کړۍ او غړی لری، بلکې په خارجی هیوادونو کې د فعالو ګوندی سازمانونو تر څنګ مو د هیواد په ولسوالیو او کلیو او بانډو کې هم سازمانونه او کادرونه فعال دی.

لکه څنګه چې ټولو ملی او دموکراتو ځواکونو ته څرګنده ده، د وطن د ترقۍ ملی ګوند په روان کال کې له ډیرو نورو هغو ګوندونو او سازمانونو سره د وحدت او یا د عمل د یووالی د تأمین په خاطر اړیکې ونیوې چې له مونږ سره ګډې موخې او ورته تشکیلاتی او سیاسی اصول او لیدلوری لری. دا تماسونه له ځینو بریاوو سره ملګری و، خو د ځینو لخوا یې تود هرکلی ونه شو. د وطن د ترقۍ ملی ګوند به په راتلونکی کال کې هم د ملی او دموکراتو ځواکونو د عمل د یووالی او سازمانی وحدت له پاره د معینو اصولو په چوکاټ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی. دادی د نوی کال په درشل کې یو ځل بیا له ټولو هغو ګوندونو او سیاسی سازمانونو چې د عمل او یا سازمانی یووالی موضوع وره اهمیت لری، په ډاګه غوښتنه کوو چې په هیواد کې د یوه اغیزمن واحد سیاسی مترقی ځواک د جوړولو په خاطر دې خبرو اترو ته چمتو شی او له دې مهمې تاریخی موضوع سره د په انعطاف او ګذشت چلند وکړی. د وطن د ترقۍ ملی ګوند د وحدتونو او ائتلافونو په بهیر کې د ګډو ملی او اساسی موخو د ترلاسه کولو له پاره له کوچنیو او فرعی غوښتنو تیرېدو او هر ډول انعطاف ته چمتو دی.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند رهبری به په کلکه اراده او ډاډمنو ګامونو د راتلونکی ۱۳۹۴ کال په اوږدو کې هم د ټولنیزو ناخوالو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوی او له خپلو ټولو غړو او مینه والو غواړی چې د وطن د بیا جوړونې، د هیواد د نوښت، پرمختګ او ټولنیز عدالت په لار کې له موږ سره خپلې هڅې همغږې کړی تر څو وکولای شو چې په ګډه سره د شریکو موخو د پلی کولو له پاره بریالۍ مبارزه  وکړو.

په آخر کې یوځل بیا ټولو هیوادوالو ته خوشحاله نوی کال او د سولې، ډاډمنۍ او امن په فضا کې سوکاله ژوند او خپلو ګوندی غړو او د ملی مترقی خوځښت پلویانو ته د مبارزې ابتکار، اراده او حوصله غواړو.

په خورا درنښت

د زده کړو او فرهنګی چارو کمیسیون

 

یک پاسخ به “مبارکۍ پیغام”

  1. admin گفت:

    دوستان عزیز ، سال نو ۱۳۹۴ و نوروز باستانی بشما و خانواده های محترمتان و هموطنان عزیز از صمیم قلب تبریک . امید که سال نو یکسال مملو از صلح ، دوستی ، برادری و بدون تعصبات زبانی ، قومی ، مذهبی و منطقوی باشد و دیگز از جرم جنایت ، دردی ، اختلاس ، آدم ربایی و مردم فریبی خبری نباشد. مهدی بشیر.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما