۲۴ ساعت

02 آگوست
بدون دیدگاه

روان حالات – قطر او طالبان

تاریخ نشرجمعه  دوم آگست  ۲۰۱۳ هالند

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

روان حالات – قطر او طالبان

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

۲ / ۸ / ۲۰۱۳

***

سلیم عقل، سیاسی پوخوالی، انسانی سالم زړه او ټول شواهد دا حکم کوی چې په افغانستان کې سیاسی جوړه روغه بل ښه الترناتیف، قایمقام اوښه عوضی نه لری. هغه سیاسی توافق چې دهغه په نتیجه کې ملت اصلی تصمیم نیوکې شی او معذور یا مجبور افغانی عناصر د دښمن دخدمت له لاس نه بهر کړای شی.

اما آیا داهغه څه چې دسیاسی مصالحې او سیاسی روغې جوړې په نامه دا زیات او کم یوه لسیزه نارې او سورې وهل کیږی، واقعاً سیاسی روغه جوړه ده؟

جواب په کلکه منفی دی. تمام شواهد ښکار کوی چې دا سیاسی روغـه  جوړه یو هڅه ده چې یوبل ته د تسلیمی او یو دبل نه  مشروعیت اخیستلو او مشروعیت ورکولو او یو بل نه د نسخو دقبلولو هڅې او بلاخره یو بل په ځان کې دجذبولو هڅې دی. یوبل نه مې مراد ډلې او حلقې دی نه ملت. که ملت ته مراجعه او دملت نه دمشروعیت زمینې باندې کار وشی بیا درسته او پرځای خبر ده.

شواهد داسې ښکاره کوی چې په دې توګه په واقعیت کې عملاً ملت له سره له یاده ویستل کیږی اوملت په حاشیه کې واقع کول دی.  ددې حالت ژوندې مثالونه د مختلفو خواوو  او جوانبو هغه وړاندیزونه او پیش شرطونه دی چې په واقعیت کې د ریښتینې روغې جوړې او ریښتینی سیاسی  سولې د خبرو دپیل مانع کیږی.

ددې حالت ژوندی  مثال په قطر کې د طالبانو ددفتر دخلاصیدو په مراسمو کې هغه شرایط او اهداف اعلان شول چې دهغو مشروعیت باید دملت نه ترلاسه شی.

واقعیت دادی چې ریښتنې سیاسی روغې جوړې ته د رسیدو لارې، چې  مقدماتی کارونه یې د اعتماد سازی پروسه ده، هغه وخت په درسته توګه پیل کیدای شی چې   ټول او یا اکثره افغانی  سیاسی ځواکونو دسولې او سیاسی روغې جوړې په مقدماتی قواعدو او اصولو توافق وکړی. داسې مقدماتی اصول او قواعد چې ټولو او یا اکثرو خواو ته د قبول وړ وی. هغه اصول او قواعد چې دهغه په پایله کې دوطن دمسایلو په هکله اصلی تصمیم نیونکی ملت شی. د افغانستان خلک اکثریت مسلمان دی او خپل انتخاب لری.

دپامه باید ونه باسو چې افغان افغان ته د غاړه ورکولو په لار کې سترې موانع شته او د سولې خبرو دپیل او اصلی مجری ته دغورځیدو او اچولو په لار کې ډېر داخلی او بهرنی لاملونه او دهغه جملې څخه پاکستان  او د کابل په افغانی اوسنی حاکمیت کې معین حلقې شته چې د ریښتینې سیاسی جوړې روغې ته درسیدو مانع او خنډ دی. دا موانع په مستقیمه  او غیر مستقیمه توګه د اعتماد سازی پروسه له هماغه  صفری نقطې نه شنډوی او په دې لار کې مشکلات رامنځ ته کوی. دا دسولې او سیاسی تعریف شوی روغې جوړې موانع د افغانستان خلک سالمې او ریښتینې سولې ته درسیدو موانع،  ددې لامل کیږی چې افغانی، دسیمې او نړیوالې ټولنې د تراژیدی،  ربړ او کړاو ادامه پیداکړی او بې ځایه قربانیو لړۍ لیا نوره هم پسې اوږده شی.

په دې برخه کې د پاکستان د اصلی پالیسی سازانو منفی او خرابونکی نقش په خاص ډول د پام وړ دی.

پاکستان ولې په افغانستان کې سوله نه منی او تل افغانستان کې یو لاس پوڅی حکومت  ته دجوړیدو هڅې کوی او یا له سره د هیڅ قوی او په ځان متکی افغانستان نه شی منلای او نه شی لیدلای؟

ځواب ساده دی: پاکستان په غیر مشروع ډول په عمده ډول به پردی ځمکه ۶۵ کال پخوا به مصنوعی او غیر قانونی ډول ایجاد اوله  هماغه تأسیس  تردې دمه د افغانستان به مقابل کې په دې فتنه او دسیسه کوی، چې پوهیږی غیر مشروع دی.

روانو ۱۲ کلو به خاص ډول وښودله چې افغانی چارواکی حتی د سیاسیت په الفباء ندی خبر، چې په سیاسیت کې خیر او خیرات نه شته. منافع او مصالح، مجبوریتونه او امکانات دی چې حالاتو ته سمت ورکوی.

د پاکستان اویا حتی دعربی مستبد حاکمیتونو  نه سوله غواړی. پاکستان به ولې په افغانستان سوله  کې راولی اویا به ولې ورسره مرسته کوی او په دې توګه به خپل ناځونمردانه  فرصتونه له لاسه ورکوی؟ دغه هیوادونه دهند په شمول په روابطو کې اصل او اساس خپل منافع او مصالح معیار ګڼی او معیار ساتلای دی.

پاکستان د افغانستان سره تاریخی مشکل لری، د پاکستان دجنرالانو جیبونه په جنګ او تشنج کې ډکیدای شی.

عربی مستبد حاکمیتونو به ولې په افغانستان کې سوله وغواړی او یا به افغانی روغې جوړې په لار کې مرسته کړې وای؟ دسولې په صورت کې به عربی جهادی ځواکونه بیرته ستانه شوی  وای اویا به ستانه شی  او د هغوی د حاکمیتونو په مقابل کې به یی جهادی کارزار کاوه او کړای وای. ددوی مرسته  زمونږ د جنګ دادامې لپاره  ددوې په ګټه وه او دوی غوښتل او غواړی داجنګ او ترهغه ادامه ومومی، ترڅو چې افغانان عربی حاکمیتونه د عربی جهادی ډولو له مشکله وژغوری.  

ښکاری چې دکابل چارواکی ددې منطق د مسألې نه بې خبره، شله او په وار وار هڅې کوی چې دا عربی حتی مستبد حکام باید  د افغانستان او سیمې د سولې لپاره مرسته وکړی. دا عربی حکام  به ولې دا کار کوی؟ هوملتونه او دپاکستان خلک هم سوله غواړی. خوخبر داده چې هلته ملت رول نه لری، استالشمنت، جنرالان اواصلی پالیسی جوړونکی نه غواړی  چې ځان ته خپله مشکل ایجاد کړی او خپل عایداتی منابع وچې کړی او خپل مطرح والی او اهمیت کم کړی.

هماغسې مو چې مستدل کړه دا عوامل او فاکتورونه  سوله او سیاسی روغه جوړه په غلط او غیر عملی او غیر واقع بینانه مفاهیمو اوجهاتو ته سوق او جهت ورکوی. سوله او سیاسی روغه جوړه داصلی او ریښتینی چوکات نه ویستل کیږی او دیوې معاملی او غیر مشروع جهاتو ته دسوق او سازمان ورکولو هڅې روانې وې او دی.  

داسې شرایط او اعلامې چې: یا به امارت اسلامی منئ اویا له سره سوله نه کوم.

یا به وسله په مځکه ږدې او زما په لاس جوړ شوای اساسی قانون به منې او زما د پردو به اوږو بار او ترستونی په فساد ککړ، حاکمیت به منئ که نه سوله نه کوم.

دا اوداسې نور موانع او د سیاسی روغې جوړې غلط تعبیر او مفهوم ، ددې لاملونه دی چې تراژیدی ادامه لری او ډېر خطرناک ابعاد کسبوی او داحالت  یا په  نادانی او ناپوهې او یا هم غیر واقعی او عدم درک په غونډی ناست ځواکونه او یا هم په عمدی ډول د افغان ملت او دبې ګناه انسانانو د  قربانی لړۍ اوږدوی.  

د دې حالت په پایله کې داخلی او بهرنی دښمنان به هماغه کوی چې تراوسه یی کول. په دې صورت کې پاکستان هماغه وکوی چې تصورکیده او دهغوی یعنی جنرالانو  ګټه او سیاسی تجارت  په کې خوندی دی.

افغانی جانب ته په کار ده چې ځان پوه کړی. پاکستان به بل ونه کړی. پاکستانی استابلشمنت او ای اسی ای  به هماغه کوی چې تر اوسه یې کړی. پاکستانی اصلی حاکمیت اوس اوس د وخت په ضایع کولو د ۲۰۱۴ کال پای ته انتظارباسی.

له بلی خوا افغانی ځواکونه که مسلح اوغیر مسلح په داخل او یا بهر کې دی د ټولو مجبوریتونو سره سره چې پاکستان کې به یی لری، خپل استقلال او هویت هم لری. اما پاکستان د ټولو فتنو سره سره داسې ښکاره کوی او هڅې کوی چې وضع تر کنترول لاندې ده. دطالبانو پرسر یی قیمت لګولی  او غواړی ددې وضعې نه په ناوړه ګټه اخیستو امتیاز واخلی؟

په دې لړ کې د جناب حامد کرزی حاکمیت او اداره ستر شجاعت او تاریخی شجاعانه  خبر وکړه او دپاکستان ترفشارونو لاندې لا تراوسه په ګونډو نه دی. جناب ح. کرزی  د«ډیورند لاین» په هکله خپل تاریخی موضِع به میړانه اداء کړه او  د«ډیورند لاین»  یی د پاکستان د تمامو هڅو، فشارونو، دسیسو او ظلمونو سره سره دسرحد «باردر» په توګه، رد کړ. په دې توګه هغه څه چې افغانی جانب ځان ورنه تیروه ، ویلو ته یی اړ کړای شو او په دې توګه هغه د چا خبره: مار دې لنډی کړ مړ دې نه کړ. هو پاکستانی مار نورهم لنډی شو. پاکستان په ښکاره ځواب واخیست چې خپل هدف ته به آسانه ونه رسی او د حامد کرزی له خوا نا امیده شو.

اوس نو څه کوی؟ خپل دومخه سیاسیت ته به په شدت او په  ډېر دقت  دوام ورکوی او هڅې  به کوی د نورو فتنوسره سره په آینده(راتلونکو ټاکنو او نوروکلیدی مقاماتو) کې داسې افراد په افغانی سیاسی ستیج کې مخه ته او ځای پر ځای کړی او راولی چې دپاکستان داهدافو لپاره مناسب وی. پاکستان دطالب دحرکت د مجبوریتونو نه په ګټه پورته کولو  اوهغه ځواکونه چې په افغانستان کې د تفاهم خبرې کوی او دپاکستان ته دامتیاز ورکولو خبر ورسره مطرح نه ده یا له منځه وړی اویا هم موانع ورته ایجادوی. پاکستان به هغه طالب ځواکونو ته پاسپورت او امکانات د رشد ورکړی چې پاکستانی غیر مشروع اهدافو سره حد اقل په تناقض کې نه وی اویا هم پاکستانی اهداف ورته کوم مانع او اهمیت ونه لری. پاکستان به پوره احتیاط سره  لکه په تیرو څو لسیزو او په خاص ډول تیرو ۱۲ کلو کې، نړیوالې ټولنې ته په ظاهر کې هم وښایی چې همکاری کوی، خو په واقعیت کې هماغه سیاسیت دوه مخه سیاسیت ته  ادامه ورکوی.

له بلی خوا نړیواله ټولنه  دپاکستان دمکاری سره سره ددې هیواد په دوه مخی سیاسیت په  پوهیدو او واقفیدو په پایله کې تصمیم ونیوه چې طالبانو ته په بهر (قطر) کې داسې یو آدرس جوړ شی چې د پاکستان له تأثیره بهر وی.

اما د تعجب خبر خو داده چې دا اساسی ټکی ژړ له یاده ووت او دادی د قطر دفتر د پاکستان په هدایت، سازش،  مشورو او په قطر کې د انور پاشا (د ای اسی ای پخوانی مشر) دمشاور د پُست، په حضور د طالبانو دفتر تنظیمیږی.  هغه طالب مشران د پاکستان په پاسپورتونو هلته سفر کوی، چې عملاً داصلی ممکنو اومعقولو افغانی او منطقوی ریښتینې سیاسی روغې جوړې سره له سره سمون له لری. ددې کار او په قطر کې د طالب دحرکت دسفارت!؟ د پرانیستو نه  وروسته انکشافاتو باندې تاسې خبر یاست.

سوال داسې مطرح دی که داسې وی چې د قطر دفتر دپاکستان تر هدایت او کنترول لاندې وی او هلته هغه طالب ځواکونه لیږل کیږی چې یا دمجبوریت اویا هم د مصلحت له کبله دپاکستان ترتأثیر لاندې وی او پاسپورت ورته پاکستانی مقامات ورکوی، نو بیا قطر ولې؟  ولې اسلام آباد کې همدا خبرې ونه شی؟ هلته چې پاکستان وکړای شی خپل اهداف مستقیم اعلام کړی او نړیواله ټولنه به په اصل خبره او پاکستان ته به دخپلو جزیې ورکولو په ښکاره توګه واقف شی.

ریښتیا خو داده چې د افغانستان په هکله د پاکستان د لوړ پوړوچارواکو مستقیمې اوبلاخره  ښکاره طرحې  او وړاندیزونه چې مخکې یې پرې  په افغانستان سترې سرمایه ګذاری کړی د پام وړدی: دپاکستان لخوا افغانستان ته د فدرالی  نظام جوړونه، یو شمیر ولایتونه او سیمې دغه او یا هغه سیاسی نظامی اویاسیاسی حرکت ته ورکول،  په افغانستان کې پراخو قومی تربنګیو ته لاس وهنه او  په دې توګه عملاً  د افغانستان د تجزیی زمینې برابرونه، په افغانستان دبرق د تولید او نور اقتصادی پروژو او حتې د منځنۍ آسیا نه د مشهور پایپ لاین اوګاز پروژو په مقابل کې د ایران سره په هماهنګی مخالفت کول او لسهاوو پټې او ښکاره دسیسې له هغه جملې څخه افغانستان کې د پر ځان قوی او په ځان متکی اردو او امنیتی ځواکونه منځ ته راتللو په مقابل کې موانع او نړۍ که ګواښ ورکونه، افغانستان ته دهوایی ځواکونو او درنه سلاح به مقابل کې موانع ایجادونه، هغه برنامې ، دښمنانه او خاینانه اعمال دی چې د پاکستان داوږدو مجاهداتو او  اهدافو عملی کول په افغانستان کې څرګندوی او افغانستان سره ښکاره او څرګنده دښمنی ده.

یوه بله خبر هغه داچې که  دطالب حرکت د جناب حامد کرزی د حکومت سره دغنایمو په تقسیم کې توافق وکړی او په همدې اوسنۍ مفهوم هم سیاسی روغې جوړه وکړی،  شواهد ښکاره کوی چې  د پاکستان حاکمیت به د تیرو ۳۵ کلو کاملو امکاناتو په لرلو چې د جهادی مشرانو او کشرانو حضور پاکستان کې د ای اسی ای تر نظر لاندې وه، بیا هم داسې ځواکونه پیدا کړی چې افغانستان کې خپل شوم اهداف او خرابکاریو ته ادامه ورکړی.

هو په داسې حال کې افغانی حاکمیت بیا هم منتظر پاتې شی چې پاکستان به  سوله افغانستان ته په خیرات وکړی او ترحم به وکړی یو خطاء اونادرست توقع او هسې خوشې خیال دی.  په سیاسیت کې خیر او خیرات نه شته منافع، مصالح ، مجبوریتونه او امکانات دی. 

نو پکار ده چې باید بیدار شو، ځان بیدار کړو. حقایقو او منطق د خبرو باندی ځان پوه کړو، طبعی متحدین دسلیقوی تفاوتونو  سره سره یو کړو، په هغه ستراتیژیو فکر وکړو اوفعال کړو چې پاکستان دې ته مجبور شی چې دافغانستان او دخپلو خلکو د دښمنی نه لاس واخلی او یا دهغوی امکانات په افغانستان کې محدود کړای شی. پاکستان باید په ځان اخته شی او امکانات یی ضعیف کړای شی. په اوسنی پاکستان کې داسې تدابیرو باندې کار وشی چې هغوی عملا پوه شی چې دا روان پاکستانی سیاسیت به پاکستان هم تباه کړی.

په افغانستان کې داخلی پاکستانی او ایرانی امکانات محدود او تجرید کړای شی.

نړیواله ټولنه باید کوټلی تصامیمو ته آماده او تنویری کار ورسره  وکړای شی.

ټول افغانان اوپه خاص ډول دخیر عناصر باید سره دکوز او بر تاریخی افغانستان سره لاس ورکړی او د دښمن امکانات محدود کړای شی.  مونږ په حقه یو او حق باید  بری ترلاسه کړی.      

بیدار شو او په دې ځان پوه کړو چې د عصر ډېر طلایی او نه تکراریدونکی فرصتونه له لاسه ولاړل او نور نو مونږ وخت د ضایع کولو لپاره نه لرو او باید همدا اوس لاس په کار شو.      پای

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما