۲۴ ساعت

11 جولای
بدون دیدگاه

د سولې او آزادی د کمسیون اعلامیه

تاریخ نشر پنچشنبه ۱۱ جولای ۲۰۱۳ هالند

د سولې او آزادی د کمسیون اعلامیه

لند مهال حکومت

د جولای لسم ۲۰۱۳ م کال

د افغانستان د سولې او آزادی کمسیون د هغه خبرو اترو  په اړه  چه د امریکا او وسله وال مقاوت تر منځ د پیلیدو په درشل کی د ستونزو سره مخ شول خپل ژور خپګان څرګندوی او د سره پیلیدو یی هیله لری .

موږ د جګړې د اصلی اړخونو تر منځ خبرې اترې د امریکا د سیاست د واقعبینی  بیلګه او د مقاومت د بری اوسیاسی بصیرت نښه بولو .

   د سولې او آزادی د کمسیون خوشاله دی چه په وروستیو وختونو کې  هغه هلې ځلې چه څو کاله مخکې د جګړې د ختمیدو په مقصد  د یو لند مهال حکومت د جوړیدو د لارې  پیل کړې  وو د افغانستان په قضیه باندې  د ذیدخلو اړخونو د پام وړ ګرځیدلې دی . لند مهال حکومت باید د وسله والو مخالفینو او د سیاسی کړیو  د بشپړ توافق  په بنست باندې  جوړ شی . لند مهال حکومت چه د کابل د واکمنی د استعفآ نه وروسته جوړیږی ، د جنګی دلو تپلو د اغیز نه لرې کولی شی ، د مذاکراتو  پاتې پروبلمونو د حل په موخه د وسله وال مقاومت سره په مشوره د سولې په فضآ کې د افغانستان دسیاسی ودې استقامت وتاکی .

د سولې او آزادی د کمسیون په  اند د  دوحه د مذاکراتو د ځندیدو پړه  لاندې اړخونه ته اړول کیږی :

ــ کابل حکومت چه د خپلې بقآ د پاره په جګړه باندې  پانګه اچولې  ده ( بیلګه یی د ملی امنیت د شورآ  د غړی وروستیو  د شرارت نه دکې څرګندونه ده ) .

ــ امریکا چه د نا امنی د زمینې د برابرولو په دوام ، د نظامی هدې د امتیاز د ترلاسه کولو په لته کې ده .

ــ  دمحترموطالبان تحریک چه د واقعیتونو نه لرې یواځی  د اسلامی امارت تر بیرغ لاندې معرکې ته ورننوت .

د سولې او آزادی د کمسیون پدې باور دی چه د کابل حکومت سره د مقاومت  خبری ، نوموړې ته  مشروعیت ور په برخه کوی . ورپسې د جنګی دلو تپلو تر منځ د حکومت د چوکیو ویش د خبرو د اجندا په سر کې راځی  او په پای کې  افغانستان د جنګی جنایت کارانو او ملی خاینینو په منګلو کې  تر ابده ایسار پاتې  کیږی .

معذالک ! د سولې او آزادی د کمسیون  لند مهال حکومت جوړول  د سولې یوازنی الترنتیف ګنی .

د افغانستان د سولې او آزادی کمسیون رئیس
داکتر عبدالواحد احدزاده

۱۰ / ۷ / ۲۰۱۳

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما