۲۴ ساعت

12 ژوئن
۵دیدگاه

خماری سترګی

تاریخ  نشر  چهار شنبه ۱۲ جون ۲۰۱۳ هالند

Naamloos

خماری سترګی

یعقوب منګل

۸ / ۶ / ۲۰۱۳

آلمان

یعقوب منگل

یعقوب منگل

ســورشــال پــرســر٬ پـه اوربــل وهــی لاسونـه

زړه ئ رانــه وړی ٬ عــالمــونــه غــرقــوینــه

توری سترګی چه راووزی٬ګودرته شی روانه

کږه وږه شی دخیـالـه ٬ کـوی نـازاومکیـزونــه

پــسرلی دی هــره خواشــنه ٬ وطــن ګلــزاردی

 پیغلی ځی صحراته ٬ ټولوی ګیډۍ ګیډۍ ګلونــه

سترګی ئ ګل٬خوله ئ غاټول٬زلفی ئ سنبل دی

داسـره اننګی ئ دارغــوان ښکلــی رنــګــونــه

پــه خمارو سـترګـو چه تورکاجل کــړی پــوری

داسی ښکاری چه خالی کړی ئ دی ډک جامونه

څڼی دی مه  پریکوه ٬ پریږده  چه اوږدی شــی

پـه خـوب ویـده  جانان به خوری په کی ټالونــه

یعقوب( منګل) ته لاس ددوستـۍ اومینی ورکـړه

مه ئ  ځوره وه  په زړه کی ئ ډیردی آرمانـونه

یعقوب منګل

 

۵ پاسخ به “خماری سترګی”

  1. h.forough گفت:

    منگل صاحب شعر دیر شکلی ده مگر سترگو خطرناک دی لژ زره پام ته ضرورت لری سلامت وسی شوخی وه

  2. ښاغلی فروغ صاحب!ستاسودنیک نصیحت څخه یوه نړۍ مننه٬زه کوښښ کوم چه خپل ځان له داسی سترګو څخه وساتم.
    لکه چه وای:
    سترګی یی ډکی تفنګچی دی
    زه ئ په ډکوتفنګچوویشتلی یمه

    فروغ صاحب ستاسوروغتیااوبریالیتوب دتل لپاره زمایواځینۍ هیله ده.

  3. شهلا ولیزاده گفت:

    عالیست و جذاب!

  4. شهلاجان!ممنون ازشما٬زنده وسلامت باشید.

  5. همایون عالمی گفت:

    سترګی ئ ګل٬خوله ئ غاټول٬زلفی ئ سنبل دی

    داسـره اننګی ئ دارغــوان ښکلــی رنــګــونــه

    دا می په خدای چه دیر خوښ شوه ُ

    بریالی اوسی منګل صاحب

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما