۲۴ ساعت

د وطن د ترقۍ ملی ګوند اعلامیه

تاریخ  نشر چهار شنبه  ۸ می ۲۰۱۳ هالند

 د وطن د ترقۍ ملی ګوند اعلامیه
د ۱۳۹۲ کال د غوایی د میاشتې ۱۲ مه نېټه
– کابل

****

«د ګاونډیو، سیمې او نړۍ له ټولو هیوادو نو سره په سوله کې د ګډ ژوند، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملی واکمنۍ او ملی ګټو ته د متقابل احترام او د یوبل په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې د اصولو پر بنسټ د ښو او دوستانه اړیکو ټینګول» په بهرنی سیاست کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند لومړنی او اساسی مرامی ټکی دی. ددې اصولو پر بنسټ د وطن د ترقۍ ملی ګوند له ګاونډیو هیوادونو سره دوستانه اړیکو پلوی کوی او په دې نظر دی چې د نړیوالو ستونزو په حل کې باید دیپلوماتیکې هلې ځلې غوره رول ولوبوی.

له بده مرغه د ډیرو کالونو راهیسې زموږ ګاونډی هیواد (پاکستان) په مختلفو ډولونو د افغانستان په داخلی چارو کې لاس وهنې کوی، د افغانانو تر منځ د سولې او پوهاوی مخه نیسی، په خپله خاوره کې یې د تروریستانو د ځالو د جوړولو لپاره شرایط چمتو کړی، او دادی اوس یې زموږ د هیواد خاوره هم لاندې کړې او افغانان یې د خپل هیواد دفاع او سرښندنې ته مجبوره کړی دی.

د وطن د ترقۍ ملی ګوند په داسې حال کې چې د خپل هیواد په چارو کې د پردیو هیوادونو لاسوهنې په کلکه غندی، له ګاونډی هیواد- پاکستان څخه غواړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې او زموږ پر ځمکنی حریم باندې له تیری څخه په کلکه ډډه وکړی، ځکه چې جنګ او جګړه د هیڅ هیواد په ګټه نه ده.

موږ د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو په لار کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو وروستی آقدام ستایو، د ملی نوامیسو څخه د دفاع په لارکې د هغوی له فعالیتونو ټینګ ملاتړ کوو او د ګوشتې د شهیدانو سرښندنو اوپه ځانګړی توګه د اتل شهید قاسم اونورو قهرمانانو زړورتیا ته د قدر په سترګه ګورو.

د وطن د ترقی ملی ګوند په خپلو جنګیالیو لیکو د هیواد په ویاړلو بچیانو او ټولو وطندوستانو غږ کوی چې د تیری کوونکو په وړاندې د خپل تاریخی او لرغونی هېواد د دفاع او ساتنې له پاره د خپلو اتلو پلرونو او نیکونو په څېر تل متحد یو موټۍ ، تیار او چمتو اوسی .

د وطن د ترقۍ ملی ګوند دارالانشأ

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما