۲۴ ساعت

12 آوریل
بدون دیدگاه

زمونږ دریمه ستونزه

 تاریخ  نشر جمعه  ۱۲ اپریل ۲۰۱۳ هالند

زمونږ دریمه ستونزه

میرزمان وفادار

۱۱ / ۴ / ۲۰۱۳

***

فکرکوم په یوه خبره اوس ټول افغانان سره یوه خوله دی هغه داچې دولت موکمزوری، فاسد اود شته ستونزو او بحران یولوی عا مل دی، دابیله اونا روا خبره ده چې چارواکې په دې خبروهغه اودغه کوی اوسترګی پری پټوی ،هغوی  خو له دې خبرې هم انکارکوی، چې افغانستان دنړۍ د فاسد ترینوهیوادونوپه سرکې ځای لری ،ولی حقیقت دادی، چې دفساد ناوړو اغېزو  ټول هیواد په سراخستی دی ،هغوی  چې پرون یې هیڅ نه درلودل اوس یې دناوړه شتو په حساب منشیان ستړی کېږی .

مخکېنو وختونوکې به ټولواکان وو د کورنیوجګړوپه وخت کې جنګسالاران او اوس چې په نامه ولسواکې ده ولې په حقیقت کې واک همیشه د یوی وړوکې طبقې په لاس کې دی کوم چې په خلاص مټ دخلکو په حقوقوتیری کوی چې په نتیجه کې دخلکواودولت ترمنځ پراخ بیلتون را منځته شوی دی اودغه دبې باورۍ تشه دهیواد دښمنانوپه ډیره چټکۍ سره ډکه کړیده چې ثبات ورسره سخت زیانمن شوی اودهیواد پایښت مو له پوښتنې سره مخ دی.

پردویمه لویه ستونزه موهم فکرکوم سرخلاص دی اوسره یوه خوله یوهغه داچې بهرنۍ لاسوهنې دی چې د ګړنګ په څوکه یې درولی یو. خدای دې نکړی په ورلویدوبه مونوم اونشان ورک شی. وینوچې لرې اونږدې هیوادونه دخپل توان په اندازه په خلاص مټ زمونږ په کورنیوچاروکې لاسوهنې کوی.

خو که سم ورته ځیرشو دریمه ستونزه موتردې خورا لویه اودخپګان وړده هغه داچې آخر دامونږ افغانان یوچې نه یو توانیدلی، چې خپلې ستونزې لکه دنورې نړۍ دخلکوپه شان پخپله حل کړو،نو ځکه هم نړیوال راته د کمزوروخلکوپه سترګه ګوری اودا یوتریخ حقیقت هم دی ، که څه هم کرزی صا حب مو زمریان معرفی کوی کوم چه دغیرت اوننګ سمبول دی ولې دهغه د خبرې په مطلب هم ځان پوهول په کاردی، چې ایا د زمری نه یې مطلب دادی چې مونږغواړی زړه وراو زورور وښیی اوکنه خدای دې نکړی زمری خو وحشی حیوان دی که څه هم پیاوړی دی.

داچې ولسونو ته خدای زور ورکړی سمه او ازمویل شوې خبره ده عجیبه داده چې اخرزمونږپه هیواد کې هم ولسونه ژوندکوی اود نفوسوشمیرمو هم په عجیبه ډول په زیا تیدو دی نو ولې یو ملی اوسیاسی ځواک نه شو رامنځ ته کولای او ولې داسې کېږی ؟ چې دې سوال ته زیاتره افغانان ځواب ورکوی چې د لته بهرنۍ لاسوهنې دی چې داځواب که پرځای هم دی خو ډیربې خونده غوندې دی ……..؟

د تیرو دوولسوکلونوپه موده کې که څه هم په سیا سی نظام کې ژورې نیمګړتیا وې شته ولې د بیان دازادۍ ،سیاسی اونوروجوړښتونو اوهلوځلوپوره پوره ازادی ده، دابېله خبره ده چې څنګه دا شرایط برابر شویدی ولې مهمه داده چې څنګه داشرایط تلپاتې او لاښه کولای شو .

پوښتنه دلته ده چې ایا هغه روڼ اندی چې کولای شی له دې لارې د نظام په سمولوکې خپله دنده په ښه ډول سرته ورسوی دا کاریې کړی اوکه نه؟ ایا دوی داوسنی طلایې چانس نه لازمه ګټه پورته کړې اوکه نه؟چې فکرکوم ځواب یې بد بختانه په نه ورکولای شو.

کوم زیات شمیرسیاسی تش په نامه ګوندونه چې جوړ شوی ایا په ټولنه کې اختلاف همدومره ډیر دی اوکه هسې په اصطلاح اختلاف د اختلاف له پاره په کاراچول شوی دی؟ اویوسوال بل دا چې خدای د نکړی که چیرې اوسنۍ موقع له لاسه ورکړواودا ازادی نه وی زمونږ روڼ اندی به دې ته حاضر وی چې دهغو د خورا ناوړوپایلو مسو لیت په غاړه واخلی اوکه دپخوا په ډول به دملامتۍ  ګوتې  یو بل ته غزوی.

ټول په دې پوهیږو، چې د شته ستونزو نه دراوتلو لارد ولسواک نظام درلودل دی کوم چې مونږیې تراوسه لا هم په سمه معنا نه لرو خو که وغواړو له اوسنیو امکاناتو نه په ګټه پورته کولو سره داکارشونی دی شرط به یې داوی چې دغفلت له خوبه راویښ شواو راپه یاد کړوچې مونږ هم دنظام دسمون په چارو کې مسوولیت لرو.دهیواد اوسنیو نازکو حالاتوته په کتو او دیوې ښې راتلونکې په هیله زه په دې باوریم چې د دې وخت اوضرورت دی چې ملی ګټو ته ژمن هیوادوال دا که په سیاسی ګوندونو کې دی ،مدنی ټولنواویانوروکې فعالیت لری اویا داچی په یوه کې هم شریک نه دی باید د یوه پراخ سا لم (ملی روشنفکری) یووالی لپاره چټکې هلې ځلې وکړی.داسې، چې که وه غواړی هر ګوند او ټولنه وکولای شی خپل بیل هویت هم وساتی خو په هغوموضوعاتوکې چې سره ورته نظرلری یوه خوله شی اوپه ګډه د یوه معقول پلان له مخې خپلې هلې ځلې منظمې کړی د مثال په ډول د(رښتونی ولسواک نظام) درلودل چې  په سیوری کې یې پر ستونزو بریا ډیر اسانه کاردی .

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما