۲۴ ساعت

13 مارس
بدون دیدگاه

د ښځو دنړیوالې ورځې نمانځنه

تاریخ نشر چهارشنبه  ۱۳ مارچ ۲۰۱۳ هالند

د ښځو دنړیوالې ورځې نمانځنه

نورمحمد غفوری

***

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

 د مارچ د میاشتې په شپږمه نېټه د کابل په ښار کې د وطن د ترقۍ د ملی ګوند لخوا د مارچ اتمه نېټه، د ښځو نړیواله ورځ، و نمانځل شوه.

په دې پرتمینه غونډه کې چې د وطن د ترقۍ د ملی ګوند د تبلیغ او فرهنګ د کمیسیون په نوښت جوړه شوې وه، د ګوند د ښځینه غړو سربیره د بیلو بیلو سیاسی ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو، د هیواد د پوهنتونونو استادانو، د ښوونځیو معلمینو او د ښځو د حقوقو مبارزو پیغلو او میرمنو پکښې برخه اخیسته وه. په غونډه کې د ښځو د حقوقوملاتړو نارینه شخصیتونو هم ونډه درلوده.

غونډه د آغلې خاطرې لخوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیتونو په لوستلو سره پیل شوه او وروسته بیا د وطن د ترقۍ د ملی ګوند لومړی مرستیال ډاکتر محمد آصف بکتاش د ګوند درهبرۍ په استازیتوب ارزښتناکې خبرې وکړې. ده د ګوند لخوا په غونډه کې حاضرو میرمنو، د افغانستان او نړۍ ښځو ته ددې نړیوالې ورځې مبارکی وویله او دوی ته یې په نږدې راتلونکی کې د حق او عدالت په لارکې د سترو بریاوو هیله څرګنده کړه.  د وطن د ترقۍ د ملی ګوند لومړی مرستیال، ډاکتر محمد آصف بکتاش، د ښځو په اړوند د حامد کرزی د حکومت په سیاست نیوکې وکړی او د هیواد سیاسی چارواکې یې د ښځو د حقوقو د پلی کولو په اړوند د صداقت په نشتوالی تورن کړل او دولت یې د هغو د مدنی او حقه حقوقو په دفاع کې ناکام وباله.  نوموړی د میرمنو د مدنی حقوقو د ترلاسه کولو له پاره پخپله د ښځو پراخه هلې ځلې او منظمه سازمانی مبارزه لومړنی اړین شرط وباله. په داسې حال کې چې ښځې یې د مدنی او سوله ایزې لارې د خپلو حقوقو د اخیستلو لپاره وهڅولې، په دې لاره کې یې د نارینه وو ملاتړ هم ضروری او ګټور وارزاوه.  ده په ډاګه کړه چې د وطن د ترقۍ ملی ګوند د هیواد پرمختګ، ټولنیز عدالت او د ښځو مدنی حقوقو ته ژمن دی او په دې لاره کې به له هر ډول هاند او هڅو دریغ ونه کړی. د وطن د ترقۍ ملی ګوند د ښځو له مدنی سازمانونو او صنفی اتحادیو په ټینګه ملاتړ کوی او ښځې کولای شی چې د خپلې مبارزې په بهیر کې د دې ګوند په ځواک او امکاناتوتکیه او باور وکړی.  

ددې محفل دوهمه بیانیه د وطن د ترقۍ د ملی ګوند د ښځو د چارو د مسئولې- آغلې شیما خروټی وه. شیما خروټی چې د وطن د ترقۍ د ملی ګوند د اجرائیه شورا غړې ده،  د ښځو د نړیوالې ورځې په تاریخ او د هغو د یادولو او نمانځلو په اهمیت وغږیده او ددې غونډې د جوړولو قدردانی یې وکړه. شیما خروټی وویل چې د ښځو د نړیوالې ورځې جشن ټولو ته د ښځو د حقوقو په خاطر د مبارزې ضرورت ښکاروی او ددې لارې لارویان په دې ورځ خپل تعهد نوی کوی. د ګران هیواد افغانستان په اوسنیو شرایطو کې یې د ښځو په ستونزو رڼا واچوله او د منظمې، دوامدارې او نه ستړی کیدونکی مبارزې ضرورت یې ښکاره کړ. دې د ښځو د حقوقو په لاره کې د وطن د ترقۍ ملی ګوند صادقانه او رښتینې هلې ځلې وستایلې او د هیواد له ټولو ښځو یې وغوښتل چې په ملی کچه د هر ډول سیاسی، ژبنیو، محلی او قومی تبعیضونو پرته د ښخو د خوځښت په رامنځته کولو او استحکام کې زیار وباسی. آغلې شیما خروټی وویل چې د وطن د ترقۍ ملی ګوند ټولې ښځینه غړی به ښځو د داسې ملی او سراسری تشکل په رامنځته کولو کې خپل ټول امکانات او تجربې په کار واچوی چې بې له تبعیض او تعصبه د هیواد د ټولو ښځو د مدنی حقوقو او دموکراتیکو آزادیو له پاره مبارزه کوی.

په دې غونډه کې د جمهوری غوښتونکو د ګوند رهبرې آغلې عادلې بهرام هم په زړه پورې او لوری ورکوونکې بیانیه ورکړه. عادله بهرام په افغانستان کې لومړنۍ او یوازینۍ میرمن ده چې د یوه سیاسی ګوند رهبری په غاړه لری. عادلې بهرام د ښځو او نارینه وو د حقوقو د مساواتو په اړه د جمهوری غوښتنونکی ګوند پر موضع خبرې وکړې، ویې ویل چې د جمهوری غوښتونکو ګوند په هیواد کې لومړنی ملی او مترقی ګوند دی چې پخپله دریمه کنګره کې یې د انتخاباتو له لارې یوه ښځه د خپل رهبر په حیث وټاکله او دا څرګندوی چې دا ګوند په عمل کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر او تعصب نه پیژنی. عادله بهرام چې د منظم کورنی ژوند څښتنه او د شپږو اولادونو مورده،  له ښځو وغوښتل چې هم په کورنۍ او هم په ټولنه کې خپلو دندو ته پام وکړی. دې وویل چې سره له دې چې دا د یوه ګوند رهبری په غاړه لری، خو په کورکې هم د میرمنې او مور په حیث خپلې دندې په سمه توګه اجرا کوی او د خپلو اولادونو په وړاندې مسئولیتونه سرته رسوی.  دې وویل چې ښځو ته نه ښایی چې خپل ځانونه یوازې د ښځو د ځانګړو حقوقو د مبارزې په لارکې محدود او منحصر کړی، بلکې په عامه توګه ټولنیز عدالت او اقتصادی پرمختګ د دوی د حقوقو او مساواتو له پاره مرستندوی دی او ښځې باید تر نارینه و زیاتې د ټولنې په عمومی اصلاح کې ځانونه فعال وساتی. دا کار هغه وخت کیدای شی چې ښځې په ټولو سیاسی او ټولنیزو سازمانونو کې فعالې شی او د نارینه وو سره څنګ پرڅنګ خپلې مبارزې ته دوام ورکړی. دې له ښځو وغوښتل چې په هغو سازمانونو کې د فعالې مبارزې ته دوام ورکړی چې ورپکې غړیتوب لری، نه داسې چې ښځې یوازې پخپل منځ کې ځانګړی سازمانونه جوړ کړی. ددې په نظر د ښځو ځانګړی سازمانونه ښځی له نارینه وو بیلوی  او تجریدوی او دا د ښځو د حقوقو له پاره ګټور نه دی. 

عادلې بهرام د غونډې له جوړوونکو خوښی څرګنده کړه او مننه یې وکړه چې د جمهوری غوښتونکی ګوند ښځینه هیئت ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. دې وویل چې اوس داسی رواج دی چې د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځلو لپاره په قیمتی رستورانونو کې مجلل محفلونه نیول کیږی، خوندور خواړه پخیږی او ښځو ته چادر او یا نورې قیمتی تحفې ورکول کیږی، خو دا نننۍ مجلس له اخلاص او محبت نه ډک دی. دلته دې متواضع تالار ته رابلل شوو  ښځو  د وطن د ترقۍ د ملی ګوند صادقانه غږ ته د هغه ستر مسئولیت او رسالت له مخې په اخلاص لبیک ویلی دی چې د ټولنې او په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې یې لری.

استاد درخانۍ هم پخبل وار سره د ښځو د حقوقو او آزادیو په اړوند د وطن د ترقۍ ملی ګوندسیاست وستایه . دې وویل چې دا په دې ویاړی چې د داسې سیاسی معاصر ګوند غړیتوب لری چې په ټولنه کې د ټولنیز عدالت، دموکراسۍ او بشری حقوقو له پاره صادقانه او جدی مبارزه کوی او د ښځو د انسانی حقوقو او دموکراتیکو آزادیو لپاره یې هر وخت رښتینی زیار او زحمت ګاللی دی. استاد درخانۍ په افغانستان کې د ښځوپه ستونزو رڼا واچوله او هغه موانع او خڼډونه یې را وسپړل چې د ښځو د کار موندنې، د کار په چاپیریال او پرمختګ په وړاندې موجود دی. استاد درخانۍ هم په هیواد کې د ښځو د حقوقو او دموکراتیکو آزادیو د ترلاسه کولو له پاره پخپله د ښځو رول او مبارزه مهم وبلل او په ګوته یې کړه چې د ښځو له زغرد او فعال ګډون پرته په دې لار کې هرډول لاس ته راوړنې دوام نه شی موندلای. ښځې باید پخپله د خپلو حقوقو په دفاع کې مټې راونغاړی او په سراسری ملی کچه د هر ډول تعصب پرته په مستقله اراده جدی مبارزه وکړی. نور باید د ښځو صنفی سازمانونه د ګوندونو د سیاستونو لپاره وسیله نه شی، بلکې په مستقله اراده د کلیو او ښارونو د ښځو د ژوند د شرایطو د بهبود له پاره کار او فعالیت وکړی.

مینا فضلی چې په کابل کې د ښځو د یوه انجمن رهبری په غاړه لری، د ښځو د نړیوالې ورځې د مبارکۍ تر وړاندې کولو وروسته یې د خپلو هغو اونیزو سیمینارونو په اړه معلومات وړاندې کړل چې د «ګټورو معلوماتو د سیمینارونو» تر نامه لاندې یې هره چهارشنبې د ښځو او نجونو له پاره جوړوی. دې وویل چې دا ډول ناستې او لیدنې کتنې ښځو ته دا چانس ورکوی چې یو له بله سره دزړه خواله وکړی، خپل غمونه او اندېښنې او همداراز خوښۍ او خوشحالۍ له یوبل سره شریکې کړی. «د ګټورو معلوماتو سیمینارونه» ښځو ته دا امکان په لاس ورکوی چې یو د بل له تجربو څخه زده کړی او د کورنی ژوند د ښه کولو او خپلو کاری ظرفیتونو د لوړولو له پاره  معلومات تر لاسه کړی. دې د دا ډول محلی ښځینه انجمنونو او مجلسونو جوړول چې ټولې مینه والې ښځې ور پکې په آزاده او آسانه ګډون وکړی ډیر ګټور وبلل.

مینا فضلی همدا شان په ټولنه کې د ښځو په رول خبرې وکړې او په ټولنیزو خدمتونو او ملی تولیداتو کې یې هم د هغوی برخه مهمه وبلله. دې د ښځو د حقوقو له پاره د دوامدارې مبارزې په ثمر خبرې وکړې او ویې ویل چې په دې اړه په ملی او نړیواله کچه د قوانینو او کنوانسیونونو موجودیت د همداسې مبارزو لاسته راوړنې دی.

آغلې انجینر فریدې – د وطن د ترقۍ ملی ګوند د اجرائیه شورا غړې- د ښځو د جنبش تاریخ ته لنډه کتنه وکړه او د ښځو د نړیوالې ورځې د پیدایښت او ددې ورځې له پاره  د مارچ د اتمې نیټې د ټاکلو تاریخی بهیر یې د علمی تحقیقاتی مقالې په ترڅ کې څرګند کړ. دې په داسې حال کې چې د غونډې له جوړوونکو مننه څرګندوله، دا هم وویل چې دا ورځ د ښځو له دپاره خورا مهمه ده او کال په کال باید د هغو یادونه او تجلیل نه یوازې په ښارونو او مجللو قصرونو، بلکې په کلیو او بانډو او کارګری مؤسسو کې هم وشی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې په تر تیب سره هریوه استاد سعدالله رضایی، د وطن د ترقۍ ملی ګوند د اجرائیه شورا غړی او آغلې استادې زرغونې هم خپل ښکلی شعرونه چې د هیواد سخت او پیچلی ټولنیز او سیاسی وضعیت او په تیره بیا د ځوانو نجونو ستونزې پکې انځور شوی وې،  حاضرینو ته واورول چې په چکچګو بدرقه شول.

غونډه د پوهنیار نورمحمد غفوری ـ د وطن د ترقۍ ملی ګوند د تبلیغ او فرهنګ د کمیسیون د مشر په وینا پای ته ورسیده. نوموړې پخپله وینا کې دهغې «دادنامې» په اړه هم معلومات وړاندې کړ چې د آواز په ویبسایټ کې د افغانی مرستو د ټولنې لخوا د افغانی میرمنو د اروپایی نهاد او د افغانستان د ښځو په مشوره او مرسته طرحه  او وړاندې شوی ده. د غونډې ګډون کوونکو په یوه آواز د هغو له محتوی ننګه وکړه.  

غونډه چې د وژمې جانې لخوا یې انانسری کیده، د ماسپښین د دوو بجو په شاوخواکې شروع او د مازدیګر په پنځو بجو پای ته ورسیده.

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما