۲۴ ساعت

15 مارس
بدون دیدگاه

دردیدلی زړه

دردیدلی زړه

سمیع الدین افغانی

د نشرنیټه :  ۱۵ مارچ ۲۰۱۲  میلادی

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

درواری شم ښکلی ځـــوانه

ای غمجن زړګــــی افغانــــه

تړمــــې اوښکې نــــا امــیده

د ظالــــم ښکــــاری د صیده

چې ناتار یې ستا په کور کړ

چې شهید یې درته ورور کړ

ستا په کور یې جوړ ماتم کړ

ستا دا خوږ زړګی یې غم کړ

ته نا هیلې د هر خوا شوې

چــــې دخپلو نــه جدا شوې

پدې جــــرم چـــې افغان یې

تــــه په صدق مسلمان یې

درواری ستا لــــه کتو شم

ستا د زړه ستا له غمو شم

ستا کهول په خوب بیده وه

پــــه امید د ژونــــدانه وه

چــــې نــــا څاپه ظالمانــــو

دې وحشی دون صفتانــــو

ستا خواخوږی یې تباه کړل

ټول یې مړه په سپین سبا کړل

د خــــواخوږو په غم ژاړې

نا امید اوس د هــــر چا یې

زه پو هیږمــــه خبر یــــم

زه هم تــــا غوندې ابتر یم

ټول ولس درتــــه خفه دی

ستا د ویر په اندیښنه دی

نن جهان پـــدې ماتم ستا

دی شریک پداسې غم ستا

تاته صبر خدای نصیب کړه

جنتی دې ټـــول قریب کړه

دا بـــې وسې افغانـــان دی

دوئ سپیڅلی شهیدان دی

کوم ساعت چې دې وحشیانو

ستا پــــه مخ کې اجنبیانو

ستا ماشوم معصوم خواخوږی

کوم چې سولې ته وه تږی

ډیر بیرحمه شهیدان کړل

قتل عام مې ستا خپلوان کړل

دوئ پــــه تمه د ژوندن وه

پــــه امـــید دسبــــاوون وه

دوئ ویل سوله به بیا راشی

دا تیارې بــــه نور رڼا شی

چې موږ ټول به دا وطن بیا

سره جوړ کړو دا ګلشن بیا

چې یو موټی ټول افغان شی

ټول د سولې ارمغــــان شی

اوس هغه نــــاتـــار او ظلم

ستا څیره کـــې زه یې وینم

ستا په زړه کې دی غمونه

ها وحشی وحشی وختونــــه

اوس هم ستا د ذهن څانګې

د ظلمت ها تورې وړانګې

ژړوی دی زوروی دې

په سور اور کې کړوی دې

هغه دم چــــې دې وحشیانو

ستا په کــــور دا ظالمانــــو

لکه غــــلو داړه مــــارانو

دې وحشی سړی خورانو

ستایې کور ستی وتی کړ

څوک شهید څوک یې زخمی کړ

دوئ بیرحمه دی وحشیان دی

د وئ بې رحمه ، ظالمان دی

د ظــــالم نــــه د ښو تمه

پکار نــــده بــــې لــــه غمه

زمــــا واوره ای بــــاتــــوره

اوښکې پاکې کـــړه مجبوره

پـــه نـــامرده ظـــالمانـــو

د قـــدرت دې لـــیونیانـــو

بس کـــه نن وی که سباده

د ظـــلمت دنـــیا تبـــاه ده

متکی پـــه خپل ایمان شه

ته قـــوت شه تـــه زمان شه

د ځـــوانی قـــوت دې واړه

پـــه مقـــصد ددې لـــپاره

چې یو موټی ټول افغان کړې

خلاص وحشت نه دا انسان کړې

نن پـــه تا سبا پـــه بل دی

چې په خوب ویده غافل دی

چې یو موټی افغانان شی

ورک لستوڼی نه ماران شی

بیابـــه هـــله شـــی بنیاد بیا

ورورولـــۍ او اتـــحاد بیا

د دښمن سره پـــه جنګ شی

بیا دښمن به ترې په څنګ شی

دا چـــې نن پـــه تا تـــیریږی

سبا بـــل هـــمداسې کـــیږی

صرف په پوهې ، شهامت بیا

شو به خلاص لدې ظلمت بیا

———-

سمیع الدین افغانی

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما