۲۴ ساعت

14 مارس
بدون دیدگاه

د غم څپې

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

د غم څپې

سمیع الدین افغانی

د نشرنیټه  ۱۴  – ۳ – ۲۰۱۲  

په مــــــوږ د مرګ بدې څپې تېرېږ ی

څــــه عجیبه شانتې صــــحنې تېرېږ ی

د زړه ګوګل ته مـو لاس ویـــوړو رقیب

د درد او غـــــــم بدې شیبې تېرېږ ی

د ژوند مفهــــوم زموږ بې رنـــګه شولو

د نابودیو ولــــــــــــــــولې تېرېږ ی

هــــا امیـــدونه ارزو ګانې د ژونــــــــــــد

ټولې نیمـــــــــــــــګړی قافـــــــلې تېرېږ ی

راځئ ترې واخــــلو عبرتونـــــه د ژونـــد

داسې په مــوږه چې تیارې تېرېږ ی

پدې ژوند ون کې اعتبار کلــــه شتـــــه

د خود غرضـــــــو ناکردې تېرېږ ی

دلته دا څوک دی چې مغروره ښـکاری

فــــانی دنیا شیبې ، شیبې تېرېږ ی

افغانی! رب ته د سجــــــــــدو موقعه ده

ګنې مــــــوقعې مو د توبې تېرېږ ی

———-

سمیع الدین افغانی

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما