۲۴ ساعت

25 فوریه
بدون دیدگاه

د پوهې، علم او ادب د پیاوړی قلم خاوند

الحاج استاد دوکتورمحمد سعید(سعید افغانی)

د پوهې، علم او ادب د پیاوړی قلم خاوند

نن د فبروری (۲۵) نیټه د استاد سعید افغانی دوفات اوه ویشتمه کلیزه ده

انجنیرعبدالقادرمسعود 

زه د داسې یو نامتو عالم او تکړه لیکوال په اړه څو کرښې لیکم، چې دهغه دروند نوم نه یوازې زموږ په هیواد کې، بلکې په نورو هیوادونو کې هم د یو مخور استاد، علمی، روحانی او ملی شخصیت په توګه خپل ځانګړې ځای او مقام لری.

زموږ په ټولنه کې زیاتره خلک د نومیالیو، وتلیو او میړنیو څیرو کارنامې او ویاړنې هغه وخت ستایی او نمانځی، چې هغوی په دې دنیا کې نه وی. دا ډیره ښه خبره ده، موږ باید د دوی یاد په خپلو زړونو کې ژوندی وساتو، خو که په ژوند کې هم د هغو پر آثارو، علمی او څیړنیزو کره کتنو،

سمینارونه، کنفرانسونه، غونډې جوړې کړو او دوی یاد کړو، دا به د اوسنیو او راتلونکو ځوانو نسلونو د دینی، علمی، ملی، ادبی او فرهنګی ودې او پرمختګ لپاره کارنده او ژور اغیز ولری.

ارواښاد استاد دوکتورمحمدسعید(سعید افغانی) څو اړخیز شخصیت لری، ده نه یوازې زموږ دهیواد د دینی او مذهبی علومو ډیوې بلې ساتلې وې، بلکې دیو محقق، مو‌لف، څیړونکی، تاریخ پوه، سیاست پوه اوټولنیز پوه په توګه ډیر مشهور شوې هم وو.

ارواښاد استاد دوکتور محمدسعید(سعید افغانی) د ارواښادمولانا عبدالمجید (ساپی) زوی وو، چې پر (۱۳۰۰)لمریز یا (۱۹۲۲)زیږدیز کال کې دلغمان ولایت د عمرزیو د خیرآباد په کلی کې په یوه درنه او روحانی کورنۍ کې زیږدلې دی.

 د ده پلار ارواښاد عبدالمجید(ساپی) په خپل وخت کې د نامتو علماوو، مشایخو او مدرسو له ډلې څخه وو، چې ډیرو زیاتو دینی عالمانوخپلې زده کړې د ده په لارښونې ترلاسه کړې دی. استاد سعید افغانی صاحب د تفسیر، حدیث، د فقهې اصول، فلسفه، منطق، بدیع، بیان، معانی، تجوید، صرف او د شرح جامی علومو زده کړې، هم له خپل پلار او یو شمیر نورو عالمانو په لارښوونې سرته رسولې دی.

پروفیسورعبدالله بختانې(خدمتګار)، چې زموږ د هیواد یونامتو عالم اوتکړه لیکوال او شاعر دی، په خپله یوه لیکنه کې داستاد سعید افغانی صاحب په اړه داسې کښلی دی:

(…دې ماشوم د خپل وړوکتوب په دوره کښې د خپل کلې  له ماشومانو سره د خیر آباد  په  خاوره خاپوړې  کولې . پلاریې لوی مدرس او د تیګړو د ښار د جامع جومات خطیب او امام وو. دهغه وخت له رسم او رواج سره سم مدرسانو به ددینی علومو طالبانو ته درسونه ویل.

د درسونو نصاب معلوم و . د  تفسیر ، حدیث ، فقهی ، دحدیث اصول ، دفقهی  اصول ، صرف، نحو ،  بدیع ، بیان ، معانی ، تجوید ، منطق او فلسفې باندی شامل و. ځینو متبحرو عالمانو به د دغو ټولو موضوع  ګانو کارکاوه ، ځینې به په یوه څانګه کښې مشغول وو چه د هغه وخت  په اصطلاح  د هماغه  څانګې عالم  یا ملا  بلل  کیده ، لکه د فقهی  ملا، د  حدیث، یا تفسیر یا  صرف، یا نحو، یا منطق …  ملا  او داسې  نور.

د خط ، حساب او نظم « ادبیات » لپاره بیل درسونه وو، او استادان یی « ناظمان »  بلل  کیدل.

دوی سره، د دینی علمونو طالبانو،  چه د هیواد  له ګوټ  ګوټ  نه راتلل  او د هغه کلی  او شا و خوا کلیو د خلکو په مرسته ، خیراتونو او صدقو ژوند کاوه. 

محمد سعید، د خپل پلار د درس په  حلقه  کښی  خپلی  لومـړنی  زده  کړی  وکړی . د  دینی موضوع ګانو، او د صرف، نحو ، منطق او معانی مبادی یې هلته ولوستل او هملته  ښایسته ښه ملا شو….)

استاد سعید افغانی صاحب د لومړنۍ زده کړې وروسته پر (۱۳۲۰)ل کال کې رسمی آزموینې سر ته ورسولې او بیا د کابل دارالعلوم ته، چې په سیمه کې یو نامتو دینی مرکز وو، په پنځم ټولګی کې شامل شو. پر(۱۳۲۵)ل کال کې له دولسم ټولګی څخه په ډیره عالی درجې سره فارغ شو. د کابل د دارالعلوم د مقاماتو له پریکړې سره سم، د ده پر سر د مولوی توب لونګۍ وتړل شوه، اوهلته د استاد په توګه وټاکل شو. ده پر (۱۳۲۸)ل کال په ننګرهار کې د نجم المدارس دمدرسې د مدیر (سرمدرس) په توګه پوره لس کاله خپلې دندې ته دوام ورکړ. بیا کابل ته راغی د میرویس نیکه لومړۍ ښوونځی کې د ښوونکی په توګه او ورپسې د حبیبیې په لیسه کې د دینی علومو(تفسیراومنطق) د ښوونکې دندې لرلې.

استاد سعید افعانی صاحب پر(۱۳۴۲)ل کال یا (۱۹۶۴)ز کال کې د لوړو زده کړو لپاره مصر ته ولاړو، او هلته یې تر (۱۳۴۷)ل کاله پورې د جامع الازهر په پوهنتون کې د فلسفې او الهیاتو په څانګه کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. د خپلو لوړو زده کړو وروسته د الازهر له پوهنتون څخه د لیسانس، ماستری او دوکتورا دیپلومونه یې تر لاسه کړل، بیا خپل وطن ته راستون شو.

کله چې دی پر(۱۳۴۷)ل کال کې وطن ته راغی،  لومړی د  روښان په دارالمعلمین کې د تاریخ مضمون د استاد په توګه وټاکل شو. بیا پر (۱۳۴۸)ل کال کې د پولې تخنیک انستیتوت دټولنیزو علومو په دیپارتمنت کې د استاد او آمر دندې تر سره کولې.ورپسې پر (۱۳۵۲)ل کال کې د داود خان په فرمان سره د عدلې وزارت په چوکاټ کې د قضا د عالی شورا د غړی په توګه په مافوقې رتبې کې (وزیر) وټاکل شو، چې تر څنګ یې د قضایی محکمې چارې هم مخته بیولې. په همدې وخت کې د کعبې زیارت ته ولاړو او د حج په مراسمو کې یې ونډه واخیسته. دی پر (۱۳۵۷)ل کال کې د تمیز د عالی محکمې (قاضی القضات) د ریس په توګه، ورپسې د اسلامی شئوونو دوزارت او وروسته د علما او روحانیونو د عالی شورا په راس کې دندې تر سره کړې دی. استاد سعیدافغانی صاحب په خپل وخت کې د پلار وطنې جبهې یا ملی جبهې دمرستیال په توګه، د ژورنالیستانو، لیکوالانو، حقوق دانانو د ټولنواو د اکادیمی علوم د علمی غړی په توګه وټاکل شو.

په پوهه او هنر کې لومړی شرط استعداد، بیا استاد او ورپسې د ده خپلې هلې ځلې دی.  استاد سعیدافغانی صاحب ته  پاک خدای یو ذاتی او ځانګړې استعداد ور په برخه کړی وو، ده د خپل پیاوړی قلم په وسیله، هغه وخت چې لا د عربی دارالعلوم زده کوونکې وو، په دینی، اخلاقی اوټولنیزو برخو کې ډیرې په زړه پورې لیکنې او مقالې په مطبوعاتو کې په پرله پسې توګه کښلی او خپرې کړې دی.نوموړی په ننګرهار او کابل کې پرته له تدریسی چارو په ادبی او فرهنګی ډګر کې مهم نقش او رول لوبولی دی. هغه په ننګرهار کې د (النجم) په نوم جریده د مدرسې لپاره په پښتو ژبه کې، چې لومړۍ ګڼه یې پر (۱۳۳۷)ل کال کې د میزان میاشتې پر(۳۰) نیټه خپره شوه چلوله، او د دې جریدې مسوولیت یې هم درلود. په کابل کې کله چې دی د حبیبیې لیسې ښوونکې وو، د (اخلاق) په نوم جریده د خپل  قلمی هاند او هڅې په وسیله د زده کوونکو لپاره چلوله. استاد سعید افغانی صاحب به هر کله زده کوونکی د شعروشاعرۍ او ادبی نثرونو په ډګر کې روزل، پالل اوهم یې هڅول، همدا لامل وو، چې د زده کوونکو پر اشعارو، لیکنې او مقالې د دې جرایدو پاڼې رنګینیدلې او هرچا په ډیره مینه په کې برخه اخیسته اوخپلې لیکنې یې نشرولې.خوزیاتره د ده خپلې لیکنې اومقالې وې. سرمحقق محمد صدیق سیلانی په خپله یوه لیکنه کې د استاد سعیدافغانی صاحب په اړه داسې وایی:

(مرحوم محمد سعید « سعید افغانی» از شخصیت هــای فرزانه و درعین حال مبارز کشورعزیزما افغانستان است. 

وی بیشترین سالیان زندګی  پر بارش را وقــف ایجــاد آثارعلمی و تعلیم و تــربیت نسل جــوان کشور به روحیه وطنپرستی و صداقت و خدمت به مردم نموده و در ردیف آنعده  فرزانه مردان قرار دارد که دست اندرکاران دانش ومعرفت جامعه افغانی برافکار و اندیشه هایش حساب  میکنند.)

په رښتیا سره د استاد سعیدافغانی صاحب ټولې لیکنې اومقالې په تیرا بیا په دینی، علمی، ادبی او فرهنګی چارو کې د خورا قدراوستاینې وړدی. ده د شعراو ادب سره ډیره مینه او علاقه لرله، د پښتو ادب لمن یې په خپلو ادبې نثرونواو شعرونو تازه اوښیرازه ساتلې وه، نوموړی خپلې لیکنې په ډیر ساده، روانو او خوږو الفاظو کې په ظریفانه انداز سره کښلی دی. د ده په تحقیقی او څیړنیزو آثارو او ادبی نثرونو کې د انسانی او ټولنیز ژوند موضوعات په ډیر عالمانه، علمی او انتقادی ډول څیړل شوی دی. د هغه دا لیکنې، زموږ د هیواد په زیاتره ورځپاڼو، جرایدو او مجلو کې خپرې شوې دی. د استاد سعیدافغانی صاحب خدمتونه هلې ځلې هر با احساسه افغان نه شی هیرولې او سترګې نشی ترې پټولای. دوکتور فخرالدین سباوون د (هیندارې او نیزه) مسوول مدیر په خپل یو شعر کې د ده شخصیت داسې ستایلی دی:

علامه مولوی دوکتور محمد سعید « سعید افغانی»

ته « سعید » ته نیکبختی د هر افغان یې

ته د شرق ځلانده ستوری ، په جهان یې

ته دټول افغانستان فخر او نشان وې

ته خواخوږی او خیر خواه ، د هر انسان وې

ښه ماهر،  ته د دوران او د ایمان وې

د اظهر، شعلور لمر او نمایان وې

ته داکتر وې ،  د اسلام دوست د سبهان وې

ته مهرر، ښه مفسر دپاک قرآن وې

ته استاد، د فلسفی او دبیان وې

نړیوالوته، دسولې په ارمان وې

ته « سعید افغانی » ستر روحانی او علامه وې

ته ثانی، « جمال الدین » ددین قا‌ئمه وې

د اسد میاشت ،  ۱۳۸۷ل کال ـ  کابل

د استاد سعیدافغانی صاحب د آثارو، لیکنو اومقالو څخه څرګندیږی، چې ده خپله ټوله پاملرنه، توان، ټوله انرژی او د ژوند هره شیبه او ګړۍ د خپلو خلکو دملی وحدت، یوالی، اتحاد او اتفاق، ورولی،  د سولې او سوکالۍ، انسانی مناسبات، دنیوی او آخروی نیکمرغیو په  لارو وچارو کې وقف کړې ده، ده د خپلې پوهې او لیاقت په وسیله دیو دینی او علمی او ادبی عالم په توګه په خپلو آثارو او لیکنو کې له رښتینولۍ او حقیقت نه کاراخیستی او په ټولنیزو چارو کې یې د هر ښیګڼې ستاینه کړې ده، د تعصب، کینې، حسادت، کبر او غروراو غیبت سره یې کرکه لرله، د نصیحت، پند او عبرت په توګه یې خلکو ته د ښو او بدو لارو لارښوونه کړې ده.هره بدی یې غندلې، که د حکومت خامی او که د وطن او دخلکو د یوالی، ملی وحدت او ورورولی پرخلاف وی، نوموړی خپل ټول پیغامونه، اهداف او انسانی مقاصد بې له ویرې او ډاره خپلو خلکو ته په ډاګه کړی دی. مولوی غلام سرور منظور په خپله یو لیکنه کې د استاد سعید افغانی صاحب په اړه داسې وایی:

(…څه شی چې  زما په نظر ډیر د یادونې  وړ دی هغه دا چې : مولانا صاحب د  کورنی  او بهرنی سولې ته ډیر ه زیاته  توجه در لوده ،  ده د سولی  د ټینګښت په خاطر  ډیرې زیاتی مقالې ، موعظې ، دینی مضامین ، کتابونه او رسالی  لیکلی  دی ،  چی هر یو یې  د ډیر زیات ارزښت  لرونکی  دی.  

ډاکتر صاحب عالم  وو ،  او عالمان ور باندی  ډیر  سخت ګران  وه ،  او عالمانو ته به یی  همیشه  داسې  خطاب  کاوه :  «  چی سوله تبلیغ  کړی ، ورور ګلوی تبلیغ  کړی ، د انسان  انسانی  کرامت  تبلیغ کړی، فقر ، فلاکت،  دربدری، بی عدالتی،  لوږه،  بی کوری  او اجتماعی  مظالم  چې  اصلآ  د اسلام مبین دین یې په کلکه غندنه کوی، د اسلام له  نظره و  څیړی او اضرار یې  ټولو مسلمانو او زیارایستونکو هیواد والو ته ،  روښانه کړی.»

دی پدی عقیده و چـې :  مــلا امام ، خطیب او نور دینی  او مــذهبی  مسوولین  د نورو هیواد والو په وړاندی  ډیر درانده  مسوولیتونه لری ، را پیدا شوې ستونزې باید  عالمان  او روحانیون  په مبتکر رانه  توګه تشریح  او توضیح  کړی….)

الحاج استاد سعید افغانی صاحب، د وطن د ازادۍ، سولې، سوکالۍ، خپلواکۍ، دینی، علمی، اخلاقی او ټولنیز مطالبو په اړه په خپلو آثارو، لیکنو، مقالې او ویناګانو کې په ډیر انسانی اخلاقی او اسلامی فکرونو خپل نظریات په ډیره خوندوره ساده او روانه ژبه، چې په کې ډیرلوړمفاهیم او معناګانې نغښتې دی، خپلو خلکو ته بیان کړی دی. د ده د آثارو، لیکنو او مقالاتو اغیز هغه وخت سړی احساسولی شی، چې هغه په ژوره توګه مطالعه کړی، د ده پوهنیز، څیړنیز، دینی، تاریخی او ادبی آثار، ویناګانې، روحانیت، علمیت او تجربه زموږ په هیواد کې او له هیواد نه بهر دومره شهرت ترلاسه کړی دی، چې خلک د ده روحانی، مذهبی، ټولنیز او علمی شخصیت ته په ډیره درنه سترګه، د عزت، عقیدت او درناوی په توګه ګوری، او د ده په لارښووونو ویناګانو، نصیحتونواو پندونو خپل عملی ګامونه اوچتوی.

پروفیسورعبدالله بختانې(خدمتګار)، چې زموږ د هیواد یو نومیالی او متفکرشخصیت دی، په خپله یوه لیکنه کې داستاد سعید افغانی صاحب په اړه داسې کښلی دی:

(…دوکتور محمد سعید «  سعید افغانی »  زمــونږ د هیــواد مشهور عــالم ، لیکوال ،  مــولف،  استاد او اجتماعـــی شخصیت و چـه  تل یې د سولې،  تـرقی، وروری ، برابری او تفـاهم  لپـاره  مبارزه کـوله، د دې نومیالـی پوه دروند  نــوم هم  په وطــن کښې او هــم د نړۍ  په نورو هیوادونــو کښې خپور او مشهور دی ….)

کله چې استاد سعید افغانی صاحب لوړې زده کړې پای ته ورسولې او خپل وطن ته راغی، په دارالمعلمین کې د تاریخ د مضمون داستاد په توګه خپلې دندې ته دوام ورکاوه، په دې وخت کې ده دهیواد سیاسی او تاریخی مطالبو ته ژوره پاملرنه وکړه او خپل نظریات او یاداښتونه یې سره را ټول کړل او د کتاب په بڼه یې (د افغانستان تاریخ) په نامه چاپولو ته برابرکړل. ده د هیواد سیاسی حالاتو، سیاسی فعالیتونو ته ډیره پاملرنه لرله. دکابل پوهنتون او پولی تخنیک انستیتوت زموږ په هیواد کې دلوړو زده کړو، سیاسی او صنفی مبارزاتو او فعالیتونوډیر مهم، ستر او اوچت علمی، تخصصی او سیاسی مرکز وو، چې په ملی کچه د نارینه او ښځینه د زده کوونکوپه روزنه او پالنه کې یې ډیر اغیزمن نقش درلود. په پوهنتون او پولی تخنیک کې سیاسی ګوندونود خپلو سیاستوالو په وسیله خپلې سیاسی موخې دخبرو اترو،لیدنې کتنې او د ښو اړیکو په ټینګولو سره د زده کوونکو په منځ کې فعالیتونه کول، په اخبار او جرایدو کې بیلابیل موضوعات خپریدل، مظاهرې، میټینګونه او د سلطنت پر ضد فعالیونوکیدل، خو دهغې وخت سلطنت دا ټوله وضع تر خپلې پاملرنې لاندې ساتله، په ښکاره او پټ ډول یې خپل پلویان لرل. استاد سعید افغانی صاحب د یو با احساسه، ملی او وطنپرست شخصیت په توګه د هیواد سیاسی حالت او وضع په غور سره تعقیبوله، هفه وو، چې د کابل پوهنتون او دپولی تخنیک د استادانو او زده کوونکو د دموکراتیکو صنفی فعالیتونواوهلو ځلو نه خپله پلوی وښوده او د دوی ترڅنګ د صنفی او دموکراتیکو اهدافو لپاره یې فعالانه مبارزه پیل کړه. استاد سرفراز مومند، چې زموږ د هیواد یو تکړه سیاست پوه، ټولنیزپوه، ادبی اوفرهنګی شخصیت دی، د استادسعیدی افغانی صاحب صنفی فعالیتونه په پوهنتون کې په خپله یوه لیکنه کې داسې بیانوی:

(… په د غه  وخت کې  د افغانستان  د پوهنتونونو قانون  خپور شوی ؤ ،  چې  د محصلینو او استادانو د جدی غبرګون سره مخامخ شو. په ۱۳۵۰ کال کې د محصلینو اتحادیه جوړ شوی وه ، ویل کیدل چی نوموړی قانون غیر دیموکراتیک دی ،  د استادانو  او محصلینو حقوق  پکې  پوره په نظرکې ندی نیول شوی نو د استادانو د اتحادیی  جوړیدل په همدغه  وخت کې یو مبرم ضرورت ګڼل کیده ترڅو، چی د محصلینو د  اتحادیی په  څنګ کې د استادانو اتحادیه هم  جوړه شی او د استادانو د دیموکراتیکو او صنفی غوښتنود پاره مبارزه وکړی.

پدغه  وخت کې  کابل  پوهنتون د سیاسی مبارزاتو ډګر ؤ،  د ټولو  سیاسی  جریانونو نمایندګان په پوهنتون کې محسوس  ؤ ،  د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند دوې برخې « خلق او پرچم » ، د ماېوستانو ګوند « شعله جاوید » ،  فغان ملت ،  صدای عوام  او جوانان  مسلمان  فعالیت درلود . هرګوند به په مختلفو مواردوکې ځانګړی غونډی او تظاهرات  تنظیمول خو په تاسف د دغه ډلو اکثر انرژی د یو بل  په  تخریب  مصرف  کیده  او پدغه  اساس همیشه صنفی هدفونه د سیاسی مرضونو قربانی  کیدل ،  دوخت دولت په د دې تضادونو څخه استفاده  کوله او صنفی مبارزو به مطلوبه نتیجه  نه   ورکوله.

ښه مې  په یاد دی چې دغه وضع د استادانود اتحادیی په جوړولوکې هم مسلطه وه  ، هرې ډلې غوښتل، چې اتحادیی ته یې غړی انتخاب شی، چې د ضرورت په وخت کې  دغه صنفی اتحادیه د خپل سیاسی غرضونو د پاره استعماله کړی.

جلسی روانی وې ، تضادونه عمیق کیدل او بالاخره یوه  جلسه دومره هیجانی شوه چې نژدی وه  چې د استادانو اتحادیه، چې د استادانو د صنفی ګټو یواځنی رښتینی مدافع  وه  جوړه نشی اوغونډه ړنګه شی او دغه کلاس حق او دیموکراتیک غوښتنه په ځای  پاتی شی.

درست په  دغه  لحظه کې استاد سعید افغانی چې د پولیتخنیک د بی طرفه  استادانو  څخه ؤ او د  پو هنتون اکثره استادانو کې د ټاکلی احترام څخه بر خورداره ؤ، یوه  ثابته بیانه ایراده کړه، استادان یې اتحاد او اتفاق  ته را وبلل ، صنفی هدفونه او  سیاسی  هدفونه یې لنډ  توصیح  کړل ،  هیله یې وکړه، چی صنفی غوښتنې د سیاسی غوښتنو  څخه بیلی کړی ،  استادان یې  په  ډیر ارام او متانت سره دغه عظیم مسوولیت ته متوجه  کړل، چې  که  دا اتحادیه  جوړه نشی نو یوه نه بخښونکی تاریخی  اشتباه  به مو کړی  وی او راتلونکی به په  مونږ لعنت  وایی.    

پر لپسی چکچکو دغونډی سکوت مات کړ، دغه  بیانیی په ټولو استادانو ښه تاثیر وکړ ، جلسی  دوام  وکړ او په نتیجه کې  په یو ټا کلی پروګرام  د اتحادیی انتخابات  وشول ،  اتحادیه  جوړه  شوه ، چې  دارلانشایی پدی ډول  و ټاکل  شوه.

۱ـ  استاد فضل الربی  پژواک د اتحادیی د ریس په تو ګه

۲ــ استاد  سعید افغانی د اتحادیی د معاون په تو ګه

۳ــ  سرفراز مومند  د اتحادیی د منشی  په تو ګه 

۴ــ داکتر پشتونیار « د ننګرهار پو هنتون څخه» د اتحادیی د منشی په تو ګه …. )

د استاد سعید افغانی صاحب دروند نوم نه یوازې زموږ په هیواد کې، بلکې دنړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم خپوراوپیژندل شوې دی. دی په قاهره کې د پښتو رادیویی خپرونې د څانګې ویاند اوآمر هم وو،  ده د دغې رادیویی خپرونو په وسیله زموږ د هیواد تاریخ اوفرهنګ، او زموږ ده وطن او د مصر د تاریخی او فرهنګی اړیکو په اړه، اودعلمی، اسلامی او مذهبی مطالبو په تړاو نړیوالواوعربی نړۍ ته په عربی او پښتو ژبو معلومات ورکاوه. دی یو رښتینې متدین، پاک او سپیڅلې مسلمان وو. کله چې پر (۱۹۶۷)ز کال کې د مصر جمهوری دولت له نظامی یرغل سره مخامخ شو، په همهغه شپه کې، ده ټول خطرونه قبول کړل، ځان یې د قاهرې رادیو ته وراساوه. د پښتو خپرونو ترڅنګ هغه د رادیو عربی نشرات په عربی ژبه په ډیره میړانه، چې د فصاحت او بلاغت له خلاقیت او ژورنالستیکو نورمونو سره برابر وو، فعال وساتل، او ټول خلک یې متانت، ورورلی، اتحاد او اتفاق ته او نظامی قوتونه یې د نظم اوامنیت ټینګولو ته په ډیرو عالمانه توضیحاتو هڅول، چې د ارواښاد جمال عبدالناصرد جمهوری دولت څخه ملاتړ وکړی. همدا لامل و، چې دی د ارواښاد جمال عبدالناصر له خوا، چې د ارشاد او فرهنګ وزیر هم حضور درلود، رسما وغوښتل شو، د ده شجاعت اومیړانه یې وستایله او دی یې ډیر زیات ونازاوه او ورته یې وویل:

((  … ستا دا شجاعانه او د میړانې ابتکار د سید جمال الدین افغانی خاطرات او یادونه، یو وار بیا د مصر د خلکو په زړونو کې شیرازه او تازه کړل، له دې کبله د مصر دولت ستانه د دوهم علامه په توګه او د افغانستان له ټولو خلکو څخه د زړه له کومې مننه کوی….))

 ارواښاد جمال عبدالناصر د ارشاد او فرهنګ وزیر ته دنده وسپارله، چې د استاد سعید افغانی صاحب دوه کتابونه، چې ( شیخ  الااسلام عبدالله الانصاری الهروی  او نابغهّ ءالشرق السید  جمالالدین  الافغانی) نومیدل د ده له خدماتو او میړانو او د افغانستان او مصرد روابطود ټینګښت لپاره چاپ کړی .

استاد سعید افغانی صاحب، د ده له پاملرنې څخه د زړه له کومې نه مننه وکړه. په رښتیا سره، داستاد سعید افغانی صاحب دا خدمتونه، او نه ستړیکیدوونکې مبارزه دقدر او ستاینې وړ ده.

لنډه دا چې استاد سعید افغانی د خپل ژوند تر آخره سلکۍ پورې خپل قلم اوچت ساتلی وو، او د دوه زرو په شاو خوا کې یې ، دینی، اخلاقی، تصوفی، فلسفی، ټولنیز، سیاسی، ادبی او فرهنګی لیکنې او مقالې کښلی دی، د خپل وخت په مجلو او ورځپاڼو کې لکه: هیواد کاروان، انیس، پامیر، ننګرهار، پیام حق او قضا او همداسې نورو…. کې د ده لیکنې او مقالې خپرې شوې دی.

د استاد سعید افغانی چاپ او نا چاپ شوی آثار او تالیفات دا دی:       

۱-  شیخ الااسلام عبدالله الانصاری الهروی، په عربی او دری ژبو ، چاپ ( ۱۹۶۷)ز

۲- نابغه الشرق سیدجمال الدین الافغانی ، په عربی ژبه  چاپ  (۱۹۶۷)ز

۳- د شرق نابغه سیدجمال الدین افغانی ،په پښتو ژبه  ، چاپ (۱۳۵۵)ل 

۴- افغانستان ، تاریخآ  و حضارتآ  و کفاحآ ،په عربی ژبه  ، ناچاپ 

۵- العقیده الاسلامیه وآرا المعتزله والاشاعره والماتر یدیه و اختلافاتهم

۶- الاشارات و التبهات  ابن سینا، په   پښتو ژبه، چاپ (۱۳۵۹) ل   

۷-  تفسیر ، د یو لسم ټولګی لپاره  په  پښتو ژبه

۸-  تفسیر ، د یو لسم ټولګی لپاره په    دری  ژبه 

۹-  عقاید-  درسی  کتاب 

 ۱۰-  منطق ــ   درسی   کتاب 

۱۱-  اساسات اسلام به نګاه علم  و فلسفه  ــ   د دارالمعلمین (۱۳)ټولګی لپاره

۱۲-  اساسات اسلام از نگاه علم و فلسفه،  د دارالمعلمین (۱۴)  ټولګی لپاره

۱۳-  کلتوراسلام از نگاه علم و فلسفه،  په دری  ژبه، د (۱۳۴۹)ل کال  چاپ

 ۱۴ مختصر تاریخ افغانستان و دول متمدن اسلام .  پولیتخنیک کابل

 ۱۵- محمد« ص» رهبربزرگ اسلام،  د (۱۳۶۳)ل کال ــ  چاپ

۱۶-  پلاروطنه ملی جبهه او یا دلته د تولنیزوستونزو د حل لار، د(۱۳۶۲)ل کال چاپ

۱۷-  خطر جنگ هستوی،  په  دری  ژبه  ، د(۱۳۶۳)ل کال چاپ

۱۸-  انـدرزونه  ــ   په  پښتو ژبه ، ناچاپ

۱۹-  آداب قاضی،  په  دری  ژبه

۲۰- و الصلح خیر، صلح و آرامش از دیدگاه اسلام ، د(۱۳۶۲)ل کال  چاپ

۲۱- زندګی مسلمانان، په  دری  ژبه د (۱۳۶۳)ل کال چاپ

۲۲- انـدرزونه  ــ   په  دری ژبه ، ناچاپ 

۲۳- در باره  ادیان و دین اسلام ،  په  دری  ژبه  ــ  ناچاپ

۲۴-   اخلاق و فلسفه  ، په دری ژبه  ناچاپ 

۲۵- د نجات او کامیابی لپاره علم او فلسفی له نگاه، د (۱۳۷۰)ل کال چاپ

۲۶- امراض  روحی  و معالجه آن  ــ  ناچاپ

۲۷- الاخــلاق و التصوف  ـ     په عربی   ژبه  ،  ناچاپ

۲۸- سفر، د(۱۹۸۲)ز کال  چاپ

۲۹- خلاصه اندرزها و نصایح سودمند برای ستاژیران قضا ، د (۱۳۵۴)ل کال چاپ

۳۰-  ارکان ، شرایط  و احکام نکاح ــ  ناچاپ

۳۱- طبیب بګو مرضم چه و چاره چیست ؟  ،  ناچاپ

۳۲-  مبادی  اسلام ،  د (۱۳۶۹)ل کال  ـ  چاپ

 ۳۳-  حاکمیت  انقلابی ،  نا چاپ     

۳۴-  تعبیر  ــ   په  پښتو ژبه  ــ  ناچاپ

۳۵- د باختر اطلاعاتی اژانس مطبوعاتی مصاحبه ـ  د(۱۳۴۷)ل کال 

۳۶- انقلابی  افکار ، هڅی او هیلی  ــ  ناچاپ

۳۷-  زمـــا ژوند  ــ ناچاپ

استاد سعید افغانی صاحب پاک، سپیڅلې، مهربان او متفکر انسان د پراخې حوصلې او د لوی همت، او میړانې خاوند شخصیت وو. ده د بیوزلو، بې کسو خوارانو، یتیمانو، کونډو او رنډو سره سپیڅلې مینه او خواخوږی لرله، او په صداقت، تقوا، اخلاص او پاکۍ سره یې خپلې خاورې، خپل هیواد او هیوادوالو ته په عمل کې ارزښتمن کارونه او فعالیتونه تر سره کړی دی، ده دپاک الله سره، دانسان او انسانی کرامت سره سپیڅلې مینه او محبت درلود.

ارواښاد استاد سعید افغانی پر(۱۳۶۳)لمریزکال دحوت په اومه نیټه یا پر (۱۹۸۵)زیږدیز کال کې دفبروری په (۲۵)نیټه له دې فانی دنیا څخه سترګې پټې کړې.د زړه له ناروغی له امله د ده مهربان او خواخوږی زړه ودرید. دی په کابل کې د جابر انصار(رض) د مزار ترڅنګ د شهدای صالحین په هدیره کې په ډیره درناوی سره خاوروته وسپارل شو.

روح دې یې ښاد وی او د ده روحانی، علمی او ادبی ډیوې دې تل روښانه وی

په ډیردرنښت: انجنیرعبدالقادرمسعود

د استاد سعید افغانی د آثارواو لیکنو څخه مو څو بیلګې غوره کړی دی، چې ستاسو درنولوستونکو پام ورته راګرځوم:

لمـــر!

ستا نور ،  ستا پلو شې  او ستا حــرارت د ژونــد په اړخـونو کښې  تآ ثیــر اچوی او

 د موجــوداتو او کائناتـــو په تحــول او تطــور کښې  لــوی لاس لـــری.

 ته که نه ئـــې ؛  شپه  به  سبا نشی  او د شپې  تیارې به ټـول  قوا وې په ظلــمت کښې  وساتی.

دا ســبا ، دا رڼـــا ،  دا حــرکت  او دا جدیــت؛  د سـتا د  وړانګـــو مــرهـــون دی.

دا هڅــې،  داهیلـــې او دا تپـــش؛  د ستا  د حـــرارت پـــه اثــــر نڅــا  کـــوی.

دا شــور او د ا زوږ ،  دا  رنګ  او دا بوی؛  د ستا په  پــرشوره څپــو کښې مستی کـــوی. 

داکتر  محمد سعید « سعید افغانی » ــ کابـل

د ژوند رسالت

له خدایه  وویریږې!

مګر؛ افسوس  چه له خدایه  ویره کمه شوې ده.

ایمان او وجدان ته خجالت دی!

خو آرمان چه د اکثرو سره ایمان او وجدان نهایت زیات کمزوری دی.

له تاریخه وډاریږې!

خو ځینی د تبصری په ډول وایی:

هغه چه د تاریخی مسؤولیت څخه نه ډاریږی،  د دې شخصیت نه لری چې د تاریخ څخه وډاریږی.

د دې ټولو سره  سره یواځې همدومره باید  ووایم.

لږ څه خو د وطن د خدمت او دخلکو دژوند ښه کیدو او د پرمختګ او دایمی سعادت  د پاره او وطن د اولادو په حیث  ټکان وخورې او د خپل  د ژوند رسالت ته  جدی  پام  وکړې.

سعید افغانی

د (۱۳۵۸) ل کال ـ کابل 

سلګۍ !!!

سلګۍ … سلګۍ … بیا هم سلګۍ !!!

دا د مرګ سلګۍ ، دا د مظلوم او بیچاره انسان د ځانکندن سلګۍ !!!

اف !!! هغه ولې  زخمې  شو؟

په هغه باندې دا پرهارونه چا کـﭕـښودل ؟

هغه په وچو شونډو مری!

هغه مری خو ډیر تږی دی ، او څوک نشته دی چې په خوله کښې  یې اوبه واڅوی.

دهغه مرګ د ډیرې مایوسی مرګ دی، په زړه کښې یې  ډیر آرمانونه شته دی.

دهغه ټول آرمانونه د خاورو سره برابر شول.

دهغه غوښتنې مرغان او څیرونکی حیوانات خوری،  قبرنه لری، چې د ګلانو ګیډۍ ورباندې کیښودل شی ، او نه یې کومه مناره او جنډه په سر ولاړه ده، چې احترام او سلام ورته وړاندی شی او لکه د ده دځان او وجود په شان یې نوم هم ورک شو، او د یو ګمنام سپاهی  په نوم یادیږی.

هو : دلته یې  و جود او نوم نشته دی!!! 

مګر؛  دا ځلې  په رمزی ډول د غیرت او میړانې څخه تعبیر کوی.

وایی : هغه ښه غښتلې ځوان ؤ ، روان تندې ، پنډې مټې او ښایسته هیکل او قامت یې در لوده ، هغه په خټه افغان او د دې خاوری زوی وه.

هغه د پښتنې او افغانی  مور په شدو لوی شوې ؤ.

هغه د دې لپاره نه وه لوی شوی، چې په برچو ،  ګولی او بم و مری.

هغه زړه او ضمیر در لوده او دښې تربیې استعداد ورسره پیاوړې ؤ.

هغه د مور په غیږ او دپلار په ناز لوی شوی ؤ.

هغه  د دې وطن اولاد او تولید ؤ.

اف !!! هغه چا مړ کړ؛  او ولې مړ شو ؟

افسوس !!!

د هغه په پرهارونو پټې  کښې نه ښودل شوې!

. په مړینې یې  چا ونه ژړل

ادکې مور، یې  سرته ولاړه نه وه!

 پلار او دوستان یې  په مرګ خبر نشول!

ظالمو وطنوالو  ورباندې زړه ونه  سوزیده!

! پرستاری یې  ونه شوه

آرمان ؛  د هغه پیاوړی ځوان خوله او تن  د وطن  په خاورو سپیره په خپلو وینو ککړو پرهارونو، سوږمو او خولی یې  ډیرې وینی لاړی، سترګې یې  د زړه په سرو وینو او ګلابی اوښکو  ډکې او د وطن په کلمه یې  سا او آخرنې  سلګې  ورکړه.

 انا لله و انا الیه راجعون.

وایې :   د ده  د مرګ په وخت کښې  یو تن سخت زخمې، چې د ده په څنګ کښې پروت ؤ او ورسره د مرستې توان یې نه درلوده، له ده څخه  داسې اوریدل:

اې  زما خوږې مورې؛  ګرانه پلاره ، ورونو او دوستانو:

زما مرګ د وطن  د خدمت په لیاره کښې  ؤ.

زما نیت او اراده پاکه  وه.

ما غوښتل چې  د وطن  د آزادې او استقلال  په لیاره کښې سر ورکړم.

زه ظالم نه وم او نه یم ؛  خود ظالم د لاسه په داسې بې  رحمې مرګ مرم….

هو :  زه  مرم ….  او زما  د مرګ آخرنې  دقیقې او ثانیې  دی.

زما روح الوزې او د دایمی  پرواز لپاره ځان  برابروی.

زه په  داسې حالت کښې  هم ډیر خوښ یم او دا  قوې هیله لرم. چې زما له پاکو وینو به  داسې  ګلان او زمریان پیدا شی، چې  زما او د ټولو وطنوالو پاکې هیلې به ښې تر سره کړې.

زه  مسوؤل نه یم!!! 

زه ګناه ګار نه یم ،  او نه را سره د بل چا په حق باندې د تیری خیال ؤ….

بلکه زه د خپل  وطن ،  د خپل حق  په لیاره کښې د غلیم له لاسه مړ شوم ….  خو زما باور دی چې په دغه لیاره کښې به  د مطلب  د پوره کیدو پورې ډیر سرونه  ژار او قربان  شی.

هــو :  و اورئ  او بیا  ټوله  دنیا  ورباندې  خبره کړئ،  چې  زه  مرم  ، خو زما  دا  مرګ  د  نامردی مرګ نه دی!!! 

زه خپله سا او آخری سلګې  په داسې حال کښې د لاسه ورکوم، چې دراتلونکی عادلانه  قضاوت هیله را سره  قوی ده.

زه د دې قضاوت هیله هیڅ  نه لرم چې زه  ولې  مړ شوم ؛  او نه  د کوم  برائت  د اخستلو پروا لرم ، ځکه چې  زما لپاره  همدومره بس دی چې  خپل ایمان او وجدان ته  خجالت  نه شوم.

بلکه زما هیله د هغه عادلانه  قضاوت  څخه دا دی،  چې  د ټول  وطن  د موجوده  جنجالونو د ښه حل په باره کښې  واقعی  حکم  صادر شی ؛ ترڅو د عبرت  وړشی  ، او په هغه  چا نفرین  ووایی، کوم چې  په نا معقولو حرکتونویې وطن  او خلک  تباه  کړل  هو….

زه دا حق لرم  چې  ووایم:

د ا انسان ولې ؛ په بل انسان باندې ظلم  کوی ؟

دا انسان  ولې ؛ په خپل خیر او شر ښه نه پوهیږی ؟

د ا انسان ولې ؛ حق  ته  باطل  او با طل  ته  حق  وائی ؟

رحمان بابا وائې:

که څوک تله د انصاف په لاس کښې در کړی

خـــپل  ټټــو او دبل آس  بــه  بــرابـر کـــړی

افسوس !!  چې  په برابریدولو هم  قانع  نه دی. 

حقیقت دادی چې دا انسان  په دې شلم  قرن  کښې هم  د وحشت او بربریت  له  مفکورو څخه  نه دی خلاص  شوی.

دا انسان د نورو په  حقوقو تجاوز کوی ، او خپل تجاوز ته  عدالت هم وائی.

دا انسان  لا تر اوسه  د څیرونکو حیواناتو  څخه هم  بد خوی او خصلت  لری، نه  مړیـږې، بس  نه وائی ،  په خپلې هوا او هوس کښې  ډوب دی.

افسوس !!  نن دا انسان  خپل ټول  قدرت او طاقت په دې کښې  صرفوی چې خپل انسان  ورور څیرې کړی ، او بیا په خپل  شیطانی  بد عمل  وویاړی ، حتې  دا  چه په ښکاره  ډول  باطل  ته حق او حق  ته  باطل وایی؛ او په  ډیرمهارت کوشش کوې چې جائز دلایل  هم  ورته  برابر کړی.

ښه !!  نو په داسې  شرایطو کښې  چاره  څه ده ؟  او څه باید  وکړو؟

زما په نظر :  یو ګـډ  وطنی  تفاهم ته ضرورت دی؛  چې  دا موجوده جنجالونه د مفاهمې  د لیاری، ښه په معقول  ډول  وسیړی ،  او بیا د حل په لپاره کې مشترک ګامونه  پورته  شی!!! 

خو دا چی  څوک به  دا  کار  وکړې شی ؟ 

هــو:  زه باور لرم، چې دا پاک عزم ، او قوی اراده؛ د  وطن  صالحو وطنوالو ایمانی  او  وجدانی  تفاهم او معقول  وطنی  حرکت  ته په  جدی  ډول  ضرورت  لری او بس.  

افسوس!!

په اوس وخت کښې  له هـر خوا  د مایوسې  حالت  قوی  دی.

مګر ؛ زه  باورلرم  که چیرې د وطن زامن په ریښتنی  ډول، په اتفاق  او پاک نیت او عمل باندې کار پیل کړی، دا راتلونکی  شرایط به دغه شانې  ټول موانع او عوائق  له  مینځه حل شی او  په هغه چا  به لعنت ووائی ، کوم چې  د وطن او د وطن د ځامنو د تباه  کولو په لیاره کښې ئې هاند ویستلو.

هـو :  په  دې  وطن  ډیرې  شخړې او تباهی  را غلې ؛  او د دې وطن  ځامن تر اوسه  پوری  کړیږی او سلګۍ  باسی.   

دا ولې ؟  او ترڅو ؟

ښکاره  واقعیت  دا دې  چې :  د ظلم  او زور، زیاتې  کا سه ، اخر نسکوره  کیږی  او بله  دا چی  په بې عدالتې، کلی او کورونه  نه  جوړیږی

سعید افغانی (۱۱/۹/۱۳۵۹)ل  کال- کابل

انـتـظار تا به چه وقت ؟

تا چند به انتظار این و آن باشیم  !!!   دیـر شد و مدتی مدیدی در حالت انتظار به سر میبریم.

من انتظار آن را ندارم  که برای  شخصی  من  چیزی  داده شود؛  بلکه انتظار من  برای آرامی و رفاه اجتماع است.

افسوس!!!

من در زنـدگی  تصور نمیکردم  که چنین  حالت مُخوف  به او ضاع عمومی مسلط  گردد  و زمینه های نا معقولیت،  وحشت ،  نفاق  و تباهی عمومی  را که  همه با هم  در آن خواهیم سوخت؛ مساعد و دامنه دار سازد.

نمیدانم به  تنهایی  چه  کنم؟  اگربه تنهایی اقدام کنم، سودی ندارد !!  و از جانب هم میگویند  که حرکت انفرادی  مخالف حرکت مترقی  میباشد  و با این  طریق  فعلآ به تنهایی  تحت  تاثیر حرکت های  نا مترقی  واقع  میگردم.

باید صادقانه  بگویم که : از دوام  این حالت  رنج میکشم ، مریض شدم ، قلب و فکرم پریشان  گردیده  و از هر طرف به ناملایمت ها  مواجه  میباشم!!!

راز دلم  را  بکسی  گفته نمیتوانم !  همه تماس و فعالیت هایم تحت  نظارت و مراقبت شدید قرار دارد ،  شب  و روز  در جمود و رکود  بسر میبرم  و حتی  میترسم که آخر در جمله  گناه کاران به حساب  شوم  و یک عمر حرکت های را که  به  منفعت  وطن  و سعادت مردم  انجام  داده ام ، به  هدر خواهد رفت.

دوستان : من  بخاطر سعادت  و آرامی  بشریت  با نیت  واراده پاک  سالها رنج   و زحمت  کشیدم ، آرامی  حیات  خویش را  وقف آرامی  ملت  و مردم  خویش  کردم  و افتخار  دارم  که  با ظالمین  و تباهکاران  نه ساختم !! با وجود  اینکه محرومیتها  و مشقت های  گوناگون را  دیدم  و تحمل  کردم.

بیاید حساب کنیم! 

من برای خود و اولادم  با مثل  دیگران  جنت را نه ساخته ام،  و نه هم با مثل  دیگران  قصر ها و خزانه ها دارم !! ولی؛ آنچه  دارم  ایمان ثابت و بی خلل است؛  با این هم ستمکاران قرن بیست از نیروی من  و  تو استفاده  ناجایز مینماید، در حالیکه مشقت  را  من و تو متحمل  میشویم  و از برکت آن عیش  و نوش را  قدرتمندان دارند.

دوستان : انتظار تا به چه وقت ؟

هرچند فکر کردم ، امراض  اجتماعی را  تحت تحلیل خویش قرار دادم ، چاره  جـز این  نیست که بگویم:

بیاید دست به الاشه نباشید و این سکوت  و خاموشی  را بشکنید! 

بیاید دربین خود  بخاطر مصالح ملی  توأم با حسن تفاهم  و حسن خیر وحدت عمل را به میان آرید.

بیاید اوضاع  را با دید و فکر آزاد و منطقی ؛  مورد  تحلیل و بررسی همه جانبه قرار دهید.

بیاید بالای عوامل اساسی این وضع  تحمیل شده ،  بحث و مشورت عالمانه نماید.

بیاید چاره اساسی را برای امراض اجتماعی  سراغ نماید.

بیاید به چنان تصمیم  قطعی معقول موافقت و متوصل  شوید  که هیچ  قوت اهریمنی  به آن غالب نه گردد.

 ای  فرزندان  صالح  وطن !   باور داشته  باشید ، اگر با حسن نیت  و با اراده  پاک  بخاطر آرامی  و سعاد ت  وطن  و مردم متفق شوید؛  و با معقولیت اوضاع  جاری را بررسی  و به امراض اجتماعی نخسه های علمی و منطقی  تهیه کنید !!   در آن  صورت وحدت و عمل ایمانی شما ، چاره اساسی تحول این  وضع خطیر را کرده  میتواند.

و من الله  توفیق.

سعید افغانی

کابل ـ افغانستان

په ډیر درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

 

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما