۲۴ ساعت

11 ژانویه
بدون دیدگاه

د غرض لاسونه

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی
د غرض لاسونه
دنشر نیټه ۱۱ / ۱ / ۲۰۱۲

دا یو څرګند حقیقت دی په کــــومه ټولنه کې چې نفاق او تــربګنۍ وی طبعی ده چـې د خلکو د بد بختیو اصلی عامل همدا تربګنۍ اوچرته چې یوالی او ورور ګلوی وی هلته کامیابی اوسعادت خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوی چې دا اصل د کـورنۍ نه راوخله بیا تـر کلی کور ، ولسونو ، هیواد او دبشریت په کچه د منلو وړ خبره ده.

خو کله کله دځینو بشری ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نوروپه ګته یا تاوان وی هغه داسې چې ډیری تیری کوونکی سیاستوال دخپلو خلکو په یووالی سره دنورو حقوق تر پښولاندې کړ ی او دنور انسانانو حقوق یې غصب اودهغوی هستی او شتمنۍیې تباه او د هغه خلکوحیثت ته یې په سپکه کتلی چې د نـړی استعمار ګره سیاستونه ددې مثال ژوندۍبیلګې دی.

اوس که راشو او دخپلې ټولنې او خلکوتاریخ ته ځیر شو نــو دا به ټولو ته معلومه و ی چې د تاریخ په اوږدو کې ددغسې اشغالګریـــو او په وطن کې د ځان ځانــــی او تر بګنیو پــه نتیجه کې دا وطن همیشه د اشغال د مستقیم اوغیر مستقیم ډول د منافع دخوندی ساتلو میدان ګرز ید لی او زموږ د خلکوسره داسې جفاوې تر سره شوی چې دنوروټولنوپه تاریخ کې به داسې نارواوې کمې ترسترګو شوې وی٠
دا یوه طبیعی خبره ده چې زموږ هیواد په اوسنی حساسه تاریخی مرحله کې زموږ د خلکو یووالی او پیوستون ته اړین ضرورت لری اوموږ داسې حرکت او پوه لیډر ته اړتیا لروچې دوطن خلک او پرګنې کـــوم چې پدې څولسیزوکې پـــه مختلفو ډلو تظیمونـــو اوپـــارټیو تقسیم کړل شوی د ملی مصلحت تر شعار لاندې سره یو کړی تــر څو وکولای شو ددې ناخوالود له مینځه وړلــو لپار عملی ګامونه اوچت کړو٠
اوس اوس ددې ترڅنګ چې دیرش کلنې جګړې ددې خلکو نه هـرڅه تباه کړی خو دخلکو سیاسی پوهاوی واقعا داحسا س وړ دی ، او س د افغانستان خلک پـــدې پوهیږ ی چې یواځې د ولسونو یووالی دی چې کولای شی مشکلات حل اوپه وطن کې دورورګلوی او ترقی اساس کیښودل شی. په ډیر  خواشنۍ سره  باید وویل شی چې یو شمیر اجنبی افغان نمامصنوعی لیډران چې همدا اوس هم په ډیر هوښیاری زموږ په وطن کې د تجزیې پلانو نه طرحه او په ډیره سپین سترګی د پردو په اشاره ، مادی او معنوی مـــلاتړ نورهـــم دې تراژیدیو تـه دوام ورکــوی اودوی هغه خلک دی چې تر پرونه پوری یی د افغان ولس دیو واحد وطن د تجزیې خوبونه لیدل اواوس ظاهرا دافغانیت چیغې وهی او غواړی چې  د افغانیت تر نامه دافغانانو حاکمیت او سرنوشت تر سوال لاندی راولی  ٠
دا یو څرګند حقیقت دی کله چې زموږ په هیواد کې د ډیموکراسی نـــاری سورې پورته شوې ، دې مغرضو سیاستوالو د موقع څخه ګټه پورتــه کړه او د خپل قـــدرت او منافعو د خـــوندی ساتلو په مقصد د هر چا سره د معا ملو تړونونه لاسلیک کـــړل . شواهد داسې ښکاره کــوی چې حتی داسې معاملې هم روانې دی چې د ډیورن ګرغیړنې کـــرښې د رسمیت پیژندلو تــه هم لاس اچوی. همدغه کړیو بیا د روسې سره دپخوانی شوروی د جنګی جنایتونودغراماتو د بښولوتیاری ښودلې اوکله بیا د خپلو ځانی ګټو د ساتلــو په مقصد دایران او ….له ګریبانـه سر را پورته کړی او د لوی خراسان اودهغوی دنورو شوموپلانو د تطبیق لپاره په میلینونو دالر او نورو امتیازات تر لاسه او دخپل د انتخاباتو په ناکام کمپاین کې په ډیر سخاوت مندانه او آزاد لاس مصرف کړل ٠
زموږ هیواد وال شاید دې ټکې ته توجه کړې وی چې یــوشمیر مغرزه سیاست وال غـــواړی زموږ هیواد نه د مختلفو پوچـــوسیاستونـو دتطبیق لابــــراتـوار وګرزوی او غــــواړی چې پدې وطن کې پداسې شرایطو کې چې باید ددې وطن د بچیانو او دټــولو قومونو او پرګنو دیووالی لارې چارې ولټول شی بلکه داسی شعارونو لپاره کار کوی چـې په وطن کی د بـــې باوریو او اختلافاتو ته نور هم لمن ووهی تر څو پدې ملک کې دسولې او وروری فضا همداسی کمرنګه وساتی ٠
داسې نا جایزه کړه وړه  څه تصادفی خبرې نـدی بلکه دا هغه منظم پلانو نه دی کوم چې دپردوپه اشاره غواړی چې د خپلو تشکیل شوو کړیو له لارې  زموږ هیواد د بې ثباتۍ اوتجزیی سره مواجه  کړی ٠
د افغاستان په اوسنی شراطو کې د فدرالیزم سیستم یواځې او یواځې زمږ هیواد دبې ثباتۍ او تجزې په لور بیول دی چې دوې خپله پدې خبره ښه پوهیږی او غواړی چې دا هیواد تجزیه او د افغنستان په نامه یو تاریخی ملک جغرافیوی  شتون له مینځه بوځی چې دوۍ به داخپل شوم ارمان له ځانه سره ګورته ویسی ٠
زمږ د هیواد د تکړه شاعر یو ه ریشتنې او د افغانانو د زړه خبر کوی  وایی
تا یک نفر افغان است
زنده افغانستان است
په هر صورت په لسهاو دلایل شته چې فدرالیزم په اوسنیوشرایطوکې هغه طرحه شوې دسیسه ده کوم چې یو شمیر لاسپوڅــــی غواړی دا وطن نــــور هم د خــــود سریو میدان وګرزوی او دوی پکې زیات مادی اومعنوی امتیازات تر لاسه کړی ٠
زما په اند اونظر د وطن د هر اصیل بچی دا ملی او وطنی دنده ده چــــې دوطن ملی مصالحوته په پام کې نیولو سره د داسې غیر مسؤلانه اهدافو په مقابل کې خپله وطنی او ایمانی مسو لیتونه تر سره کړی او اجازه ور نه کړی چې د وطن دښمنان زموږ دپرګنو اوولسونو ملی یو والی زیانمن  او د غرض لا سونه نور هم زموږ دبې ګناه ولسونو او خلکو پـــه وینوسره او هره ورځ په وطن کې د افغان وژنې سلسله او تراژیدیوته دوام ورکړ ی ٠
ومن الله التوفیق
په وطن کې د سولې او ورورګلوۍ په هیله ٠
سمیع الدین افغانی

 

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما