۲۴ ساعت

02 ژانویه
۲دیدگاه

زړه ته خطاب

تاریخ نشر شنبه ۱۲ جدی  ۱۳۹۴ – دوم  جنوری  ۲۰۱۶ هالند

زړه ته خطاب

مولانا داکتر محمد سعید  « سعید افغانی »

تر څو به د خپلی هوا او هوس  لپاره دومره مشکلات  او ستونځی  زغمی ؟

 ته هو :  ته په یاد لری او که نه ! هغه خاطرات ؛ هغه  ورځی او شپی ، هغه خواږه اشنایان ، هغه د لطف او نزاکت او شوخی مجلسونه ؟

ولاړل ،  تیر شول او تیریږی !  یقین لرم چی  ته هغه له یاده نشی ویستلی ، څنګه هغه ستا په ژوند پوری پوره اړه لری .

ای زما  زړه  !!!  او ای د خلکو زړونو !!! 

پو هیږم چی هڅی ، تلوسی او امیدونه لری،  او د خپلو پریشانیو او کړاونو له لاسه  ځوریږی . یقینآ چی تاسو زیاتی هڅی او هیلی لری نو ځکه  د ستاسو د هیلو او هڅو په  خاطر  د زوړنو  احساس  او عواطف غواړم .

ای زما  د ځان ملګریه  زړه !!!  ای د عشق او د مینی مرکزه !!!

هغه عشق او مینه چی  تا دخلکو څخه پټه ساتله فاش او رسوا شوه ځکه چی  ستا  د عشق  او مینی پوره داستان د ریکاټ په مخ ثبت شو او د موسقی په دفتر کښی ولیکل شو .

هو :  ستاد ژوند خاطری د کتاب د پاڼو په مخ او د ریکاټ  په پردو کښی وساتل شو ، لو ستونکی ئی لولی او اوریدونکی ئی آوری او پوهیږی چی دا داستان د زړه عواطف او ملکوتی  الهامات دی ، دا د وطن ، ملک ، قام ، قبیل او د  ملت د نهضت  او پر مخ تګ  د پاره امیدونه ، هیلی او هڅی دی ، دا د هغه ارمانونو معراج  دی کوم چی  د ډیرو کلونو څخه  وروسته  په لاس راغلی دی .

ای زما ګرانه زړه !!! 

ته هغه با نعمت وقیمتی شی ئی  چه د الهی د محبت او مرحمت نور تا ته حرکت ، قوت او برکت در کوی ! نو  اوس هو .. اوس عهد وکړه چی د ځان او دخلکو د خدمت د پاره مینی ، محبت ، عشق او جذبی ته ادامه ورکړی تر څو د هغه مخکښی تللی قافلی ته په ډیر زور او قوت سره ځان ورسوی ، کوم چه د انسان  د خیر او مصلحت، سعادت او اسایش لپاره زمینه او وسایل برابره وی .

سعید افغانی

کابل ـ ۱۳۵۵ هجری شمسی

 

۲ پاسخ به “زړه ته خطاب”

  1. admin گفت:

    روح شاد روان مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغانی » شاد و جنتها نصیبش. نوشته زیبا و عالیست. تشکر از دوست دانشمند وگرامی آقای برهان الدین سعیدی ، سال نو ۲۰۱۶ بشما و خانواده محترم و هموطنان عزیز و مردم جهان مبارک. به امید صلح سراسری در جهان. موفق وزنده باشید. مهدی بشیر

  2. برهان الدین سعیدی گفت:

    ﺩﻭﺳﺖ ﻋﺰﻳﺰ و ﺩاﻧﺸﻤﻨﺪ ﻣﺤﺘﺮﻡ ﺑﺸﻴﺮ ﺻﺎﺣﺐ!
    ﻣﻤﻨﻮﻥ اﺯ ﻣﺤﺒﺖ و ﻟﻂﻒ ﺷﻤﺎ ﻛﻪ ﻣﻀﻤﻮﻥ ﻣﻮﻻﻧﺎ ﺳﻌﻴﺪ اﻓﻐﺎﻧﻲ ﺭا ﺩﺭ ﺳﺎﻳﺖ ﻭﺯﻳﻦ ۲۴ ﺳﺎﻋﺖ ﻧﺸﺮ ﻧﻤﻮﺩﻳﺪ و ﻫﻤﭽﻨﺎﻥ اﺯ ﺩﺭﮔﺎﻩ اﻟﻬﻲ ﺑﺮاﻱ ﺷﻤﺎ ﺻﺤﺖ, ﺳﻼﻣﺘﻲ ﺗﻮاﻡ ﺑﺎ ﺧﻮﺷﻲ , ﺧﻮﺷﺤﺎﻟﻲ و ﻛﺎﻣﻴﺎﺑﻲ ااﺳﺘﺪﻋﺎ ﺩاﺭﻡ .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما