۲۴ ساعت

09 نوامبر
۱ دیدگاه

په لوګرکې دلینکن ښوونیزمرکزپرانیستل

تاریخ نشر دوشنبه  ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ –  نهم   نوامبر ۲۰۱۵ هالند

مکتب کنر

په لوګرکې دلینکن ښوونیزمرکزپرانیستل شو

شیرمحمد«امینی» (ستانکزی)

په لوګرکې دلینکن ښوونیزمرکزداطلاعاتواوفرهنګ ریاست دعامه کتابتون په ودانۍ کې دلړم په ۱۷ مه رسماٌ پرانیستل شو. هغه غونډه چې ددې مرکزدپرانیستې په موخه جوړه شوی وه؛   په دی محفل کی دلوګر والی او د دځینی دولتی ادارو رئیسانو، زده کړیالانو، میرمنو او ځوانانوګډون کړی ؤ.

غونډه دڅومبارکوآیتونوپه تلاوت سره پیل شوه. داطلاعاتواوفرهنګ رئیس دلینکن ښوونیزمرکزدپرانیستې غونډې ګډونوالوته دښه راغلاست  وویلوترڅنګ   زیاته یې کړه، چې اوسمهال ځوانان کولای شی، په ښه توګه ددې ښوونیزمرکزڅخه دکمپیوټراو انګلیسی ژبې په زده کړه کې برخمن شی.

یا دښوونیزمرکز دافغانستان په نورو ولایتونوکې هم فعالیت لری، چې دغه یوویشتم ښوونیزمرکزدی،چې دامریکا دسفارت  په مالی مرسته په  لوګرولایت کې پرانیستل کیږی، په دې مرکزکې به دکمپیوټر، انکلیسی ژبې، انټرنټ او دژورنالیزم کورس په وړیا ډول  ترسره شی اوترڅنګ یې بیلابیل کتابونه هم شته چې دلوست مینه وال ورڅخه ګټه اخیستلای شی.

لوګروالی غونډې ته په خبروکې لومړۍ د لوګر ولس او ځوانانو ته د دغه ښوونیز مرکز دپرانیستې مبارکی وړاندې کولو سربیره خوښی څرګنده کړه، ویې ویل، چې  دلینکن ښوونیز مرکز په پرانستو سره سم لوګری ځوانانوته دټکنالوژۍ په زده کړه مصروفیږی او همداټکنالوژی ده چې د وخت د ضایع کیدو مخه نیسی او ډېر کار په کم وخت کې تر سره کوی.

 لوګروالید علم اوپوهې  په اهمیت هم خبرې وکړې ویې ویل، چې علم  هغه نعمت دی، چې دجهالت تورې تیارې رڼا کوی  او انسانان دهغې له رڼاڅخه  دپرمختګ نړۍ ته وربیایی، چې  کومې بدبختی په ټولنه کې شتون ولری، هغه ټولنه  دهمدې علم په برکت  دسمون او سمې لورې ته  یې مخه کوی. او د  دلوګرپرځوانانوباند غږ وکړ، چې  دکمپیوټراو انګلیسی ژبې   په زده کړه کې له یادښوونیز مرکز څخه ښه ګټه واخلی.

د امریکا سفارت د لینکن سنټر عمومی رئیس، د اطلاعات  اوفرهنګ دګرځندوی معین  چی  دسکایف پرلیکه  دسفارت څخه  په اړیکه کې  ؤ، هریووپه  وار سره د لوګر والی څخه مننه وکړه چې د دغه سنټر په جوړونه او دامنیت په خوندیتوب کې ښه همغږی اوهمکاری کړې ده. دلینکن سنټر عمومی رئیس  وویل چې په دې ښوونیزمرکزکې د ژورنالیزم، کمپیوټر، انټرنیټ اوانګلېسی برخوکې زده کړې په وړیا ډول ترسره کیږی.

د اطلاعات  اوفرهنګ وزارت مرستیال  وویل چې کتاب تونونه او د زده کړې مرکزونه د دوی د لومړیتوبونو څخه دی او دغه ښوونیزمرکزونه  چې په نورو ولایتونو کې شته  دی، د دوی د ا رزونې  پر اساس ډېرګټور اومهم  لاسته راوړنې لری.

همدارنګه په دې پرانیسته غونډه کې   د ولایتی شورا مرستیال ، داطلاعاتو اوکلتوروزارت څخه راغلی پلاوی، د لوګر دلوړو زده کړوموسسې رئیس هم خبرې وکړې اوغونډه داطلاعاتواوفرهنګ رئیس  له خوا پردعایې لوستلو پای ته ورسیده.

 دلوګرد دلینکن ښوونیزمرکز مسؤل دلوګرجریدې خبریال ته وویل، په دې  لینکن ښوونیزمرکز ټول ټال یو لک او پنځوس زره امریکایی ډالره لګښت راغلی چې په دریو میاشتو کې یې د جوړولو چارې بشپړې او سمبال شوی دی. هغه زیاته کړه، چې  په دغه ښوونیزمرکز کې په زرګونه کتابونه هم د مطالعې اولوست په موخه ایښودل شوی دی. مفلح زیاته کړه، دلوګرپه لینکن ښوونیزمرکزکې ۱۵ پایې  کمپیوټرونه شته چې په یو وخت کې د ۲۰۰ تنو  د کتاب، کمپیوټر او انټرنیټ مینه والود ځایدو امکانات لری.

دویلو وړ ده، چې دلینکن ښوونیزمرکز پرته ددې ترڅنګ؛ دلوګرعامه کتابتون کې هم له ۱۲۰۰۰ تر ۱۳۰۰۰ټوکه مختلف بیلابیل کتابونه شته دی، چې هر ورځ  له ۳۰ تنه څخه زیات دمطالعې اولوست  مینوال؛ چې ډیری یې دښوونځیوزده کوونکی او دپوهنتون زده کړیالان دی، یادکتابتون ته راځی.

پاتې دنه وی، چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت څخه راغلی پلاوی، دلوګرداطلاعاتواوفرهنګ ریاست اود اداری مدیریتونوڅخه لیدنه او ارزونه وکړه، چې داطلاعاتواوفرهنګ رئیس  له لورې ورته معلومات وړاندې کیدل اوپه پایله کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دعامه کتابتونونو رئیس  او دانسانی سرچینو رئیس له لورې  داطلاعاتواوفرهنګ ریاست کارونه دستایلووړاو یادریاست  مامورین یې خپلوکارونوته لا ښه وهڅول.

شیرمحمد«امینی» (ستانکزی)

 

یک پاسخ به “په لوګرکې دلینکن ښوونیزمرکزپرانیستل”

  1. admin گفت:

    تشکر جناب ستانکزی عزیز از گزارش تان . من به جوانان ولایت لوگر افتتاح { دلینکن ښوونیزمرکز }را تبریک میگویم ، امیدوارم که از آن اسفاده درست تمایند. موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما