ملا محمد عمر او پاکستانی لوبې !
تاریخ نشر شنبه دهم اسد ۱۳۹۴ – اول آگست ۲۰۱۵ هالند
سیاسی تحلیل- ملا محمد عمر او پاکستانی لوبې !
صلاح الدین «سعید افغانی»
۱ / ۸ / ۲۰۱۵
سیاسی تحلیل او سیاسی انځور ورکول په معین تعبیر او ارزونې د کوچنیانو هغه لوبې ته پاتې کیږی چې «پوزل »نومیږی. دا لوبه په دې ډول ده چې لوبه کوونکی د یوه غټ انځور او تصویر وړې ټوټې (مثلاً د انسان د انځور) وړې اجزاوې او اندامونو چې وړو ټوټو کې وجود لری د انځور او عکس په مناسب او ریښتنی ځای او محل کې ایږدیاو په دې توګه د ټول بدن او څیرې انځور بشپـړوی.