۲۴ ساعت

04 آوریل
بدون دیدگاه

د سولې او آزادی کمسیون اعلامیه

تاریخ نشرپنجشنبه  ۴ اپریل ۲۰۱۳ هالند

بسم الله الرحمن الرحیم

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Die Kommission  für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

  د سولې او آزادی کمسیون اعلامیه

د اپریل دوهم ـ ۲۰۱۳ م کال

د اوربند اړتیآ

په وروستیو میاشتو کې د سولې په استقامت هلې ځلې چتکې شوې . هغه سره جوخت جګړه ایز تحرکات زور موندلې  چه په ترڅ کې ېې یوازی په تیرو میاشتو کې په سلګونو افغانان ژوبل یا وژل شوې دی : د جګړې د تعاملاتو له مخې د جګړی اړخونه زیار باسی چه د جګړی د فشار په بنست باندې په راتلونکې مذاکراتو کی اغیز واچوی.

هر څومره ژر چه د سولې  پروسه پلې شی هغومره د بشری او غیر بشری زیاتی تلفاتو مخه نیول کیږی .

     د سولې او آزادی کمسیون هغه هلو ځلو ته هرکلی وایی  چه د جګړې د اړخونو له خوآ  د سولې په مقصد  تر سره کیږی . وسله والو مخالفینو (طالبان ، حزب اسلامی ) ته د یو دیالوگ رسمی مرکز د درلودلو حق د نړیوال نظامی ائتلاف د واقعبینی او د سولې د داعیی د ملاتړ نشه ده .  مقاومت سره د یوه رسمی مرکز د چینل د لاری د خبرو اترو پیل د بل هر وخت په پرتله دا اطمینان پیاوړې کړی چه د افغانستان ناورین یوازې د خبرو اترو د لارې پای موندلې شی .

د سولې او آزادی د کمسیون په اند د خبرو اترو د اجندآ په سر کی باید « اوربند » قرار ولری . د اوربند مخکنی شرط هم دا دی چه وسله وال مقاومت پدې باندې داد ترلاسه کړی چه د امریکا جګړه ایز سیاست سولې خواته لیوالتیآ موندلې ده .  پدغه برخه کې امریکا د خپل حسن نیت د ښودلو په مقصد باید د مقاومت بندیان خوشې کړی. بیګنا او بې دفاع بندیان باید د مذاکراتو په پروسه کی د چانه وهلو په لاسوند بدل نشی. مخکی د رسمی خبرو اترو نه  د ګوانتانامو نه بندیان خوشې کول ،  دا پیغام ځان سره  درلودلای شی  چه امریکا د جګړې د دوام اراده نلری او په خپله ژمنه  «  وروسته له دی موږ د افغانستان دمسلح مخالفینو (طالبانو اوحزب اسلامی ) سره جګړه نه کوو … » ولاړ ده . پدې حالت کې  یقینآ  خبرې اترې  افغانستان ته  سولې ور په برخه کولای شی . انشآالله .

اوربند د ملګرو ملتونو تر سروالی لاندې د یو کمسیون له خوآ څارنه کیږی . په کمسیون کې د نړیوال سره صلیب ، بشری حقونو کمسیون (ملګرې ملتونو په تړاو ) ، اسلامی کانفرانس او  د عفو نړیوال سازمان استازې به غړیتوب ولری . «  پای »

دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون

Die Kommission für  Frieden und Freiheit in Afghanistan

c/o. Dr. Abdul Wahed Ahadzada, Falterweg 1, 44799 Bochum

Email:      shagnan1@yahoo.de

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما