۲۴ ساعت

21 فوریه
بدون دیدگاه

تاریخ نشر پنجشنبه ۲۱ فبروری  ۲۰۱۳ هالند

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی

د پاکستان د دوه مخی سیاسیت یو بله بیلګه !

 دوکتور ص سعیدی

۲۰ / ۲ / ۲۰۱۳

***

دپاکستان صدراعظم ښاغلی راجا پرویز اشرف د حزب وحدت د مشر ښاغلی محقق دسفر به موخه (۲۰ / ۲ / ۲۰۱۳  ) ښاغلی محقق ته ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې به دداسی سولې ملاتړ کوی چې ټول قومونه یې منی !

سوال داسې پیدا کیږی چې د پاکستان صدراعظم ولې افغانستان کې د قومونو پر اساس دحق او حقداری خبرې او طرفداری او داسې د حقوقو او نړیوالو اصولو خلاف اظهارات او لوبې کوی او هغو ته لمن وهی؟ دې کار کې د پاکستان څه هدف دی؟  او ولې اوس بیا دا تیاتر ته  پدی شکل ادامه ورکوی ؟

 پاکستان ولې د افغانستان د خلکو د تابعیت اصل  او دافغانستان دوګړو  د حق دملاتړ خبر نه کوی چې دقومونو اصل باندې تأکید لری؟

آیا داکار ددې مانا نه لری چې دوحدت ګوند د جناب محقق په مشرۍ دقومی اومذهبی اصولو پر اساس جوړ شوې او فعالیت کوی او داکار دافغانستان د نافذه قوانینو او احزابو دقانون خلاف یو ګوند دی؟ سوال داسې پیدا کیږی چې آیا د افغانستان قوانین دا اجازه ورکوی چې د قوم او سمت په اساس سیاسی ګوند ثبت او راجستر شی او فعالیت وکړی؟ آیا د افغانستان دعدلی وزارت چې سیاسی ګوندونو ته ثبت او راجستر او جواز ورکړای او عدلی او قضایی ارګانونه په دې برخه کې بیده او دالری معاشونه اخلی او چوکۍ ساتی که قانون تطبیقوی؟

دقومی، مذهبی، سمتی پارونو او تبعیضونو پر اساس  حزب  اوسازمان دمربوطه نافذو ملی او نړیوالو منل شوو قوانینو خلاف کار دې او باید داسې په تعصب بناء شوی ګوند او سیاسی احزاب باید غیر قانون اعلام او ړنګ شی.

د پاکستان لخوا داسی دقانون او حقوقو په تطبیق کې د قومی اصل او تفرقې ته لمن وهنه  د پاکستان ښکاره فتنه ده او بس !

دپاکستان  موخه روښانه ده هغه دا چې پاکستان د افغانستان او سیمې خلک په هر نامه جنګوی او او  آرام ته یی نه پریږدی ترڅو د هرې نا آمنی نه د خپل په ګته استفاده وکړی.

باید وویل شی چې دا حالت د  حاجی محقق د وحدت ګوند قومی بڼه او اساس ثابتوی او د قانون خلاف دی او دپاکستان د صدراعظم داسې  تأکید خطا په دې دی چې د قانون دتطبیق مسألې ته د قوانینو او مدنی اصولو په خلاف قومی بڼه ورکوی.

مونږ په دې باور یو چې قانون د هغه تطبیق او متخلف قومی، منطقوی، سمتی او د رنګ او څیرې هویت نه لری او دا برخورد د ملی او نړیوالو نافذو قوانینو لخوا  منع،  نادرسته خبر او ددې  قوانینو خلاف برخورد او تحریک دی..

بله عجبه خو داده چې شخصی فرد او سیاسی شخصیت یعنی حاجی محقق ته د پاکستان  د صدراعظم او دپاکستان دخارجه چارو وزیره او نور لوړ رتبه دولتی او حکومتی مأمورین  دصدراعظم په دفتر کې   رسمی ناسته، ولاړه او کتنه  کوی؟  دا خبر ددې ثبوت دی چې  یا خو  پاکستان د رسمی پروتوکولونو پر  اصولو نه دی خبر. یا داچې د افغانستان د تفرقې اچونې مسایل ورته اساسی خبر ده چې د افغانستان بې ثباته کول ورته د هر دیپلماتیک اصولو او پروتوکولونو نه پورته او  لوړ دی. کیدای شو داخبرې په پټه کې اجرا شوې وای  خو داسې ښکاری چې پاکستان به دلهی کې  د  افغانستان،  هند او امریکې  د نننیو ( ۲۰ / ۲ / ۲۰۱۳ ) ناستو، دهمکاریو د خبرو اترو او د روابطو د انکشاف د ځواب به توګه  نړۍ او افغانستان ته خبرداری ورکول غواړی. پاکستان داسې پوهول غواړی چې پاکستان داامکانات هم لری چې  ددینی افراطی ډلو په څنګ کې حتی قومی تربګنی هم په افغانستان او سیمه کې جنګولای شی او په دې توګه  افغانستان او سیمه په دې اور کې هم سوځولای شی.

داسې ښکاری چې پاکستان به هڅې وکړی چې  د افغانستان، امریکی او هند د اړیکو د پراختیا په صورت کې به  په افغانستان کې خپلو خرابوکاریو ته د ایران په هماهنګی،  قوت ورکړی او دسیمې حالات او وضعه به بل خطرناک پړاو ته انکشاف ومومی.

 دپاکستان صدراعظم ددې پر ځای چې د حاجی محمد محقق ته دده د پاکستان د سفر په موخه د کوټې په پـــﯧــښه کې دهزاره ګانو پر وژل کﯧــدو خپګان ښکاره کړی، فتنه ګری او تلویزیونی نمایش ورکړی، پکار ده دمتخلف او مجرم دنیولو او ددې کار دعملی مخنوی مؤثر اقدامات وکړی.

مبصرین په کلکه په دې باور دی چې پاکستان هغه څه چې وایی هغه نه کوی او هغه څه چې نه وایی او دخپلو ناجایزو اهدافو او خواستو  سره یی برابر دی په هر قیمت کړی او کوی.  داسې تحریکات او اقدامات د پاکستان د پخوانیو دوه مخه او دافغانستان او نړیوالو اصولو پر خلاف دپاکستان  ضد عمل  یوه بله مستنده مداخله او تخلف دی، چې افغان چارواکو ته په کار ده په دې مورد کې خپل اعتراض پاکستانی لوری ته اظهار کړی او د نړیوالو پام  دې خبرې ته را وګرځوی.

خبره داده چې دپاکستان  دولت او په خاص ډول ملکی حکومت پراوضاع باندې اصلی کنترول  له لاسه وړکړای. په دې برخه کې په ریښتنی ډول  دخپلو روزل شوو افرادو کنترول دلاسه ورکړای او دکنترول توان او علاقه نه  لری او نه غواړی دمشکل سره ځان مواجه کړی، خو دهغوی په جهت او لوری ورکونه کې چې هلته او دلته د افغانستان او هند په ضد وکاروی او ور سره معامله وکړی، لاتراوسه  لاس بری لری او په دې چل، فریب او دوکه د نړۍ نه امتیاز او جزیه اخلی او دې کار ته به ادامه ورکړی.

هو د پاکستان  اصلی حاکمیت د نړۍ  په خرابی او ورانکاری کې سهم اخیستلای شی او اخلی. داکار به تر هغه ادامه ولری ترهغه چې په دې برخه کې نړۍ د شف شف ویلو نه لاس واخلی او دحل  اساسی  اقدام په کولو ددې انسانی تراژیدی مخه ونیسی.

نړۍ به هلته دامشکل حل کړی چې  ددې سرطانی غـدې یعنی پاکستان اساسی چاره وکړی 

وطنوالو ته پکار ده چې د دینی، مذهبی، قومی اوفرقه ای تاجرانو اصلی څیرې وپیژنی او خلکو ته افشا او تجرید کړی.

مسلمان سره ورونه او خویندې دی. انسان سره برابر دی او مقرب ترین د انسانانو الله تعالی، متقی ترین دهغوی دی.   

پای

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما