۲۴ ساعت

10 دسامبر
۱ دیدگاه

په لوګرکې سږکال نږدې دوه نیم زره

تاریخ نشر پنجشنبه   ۱۹  قوس ۱۳۹۴ –  دهم   دسامبر ۲۰۱۵ هالند

په لوګرکې سږکال نږدې دوه نیم زره زده کوونکی

د دولسم ټولګیوڅخه فارغ شول

شیرمحمد  (( امینی )) «ستانکزی

سږکال دلوګرولایت دمرکزپه ګډون دولسوالیو په کچه د ۷۰ لېسوڅخه  نږدې  دوه نیم زره، زده کوونکی  ددولسم ټولګیوڅخه فارغ شول. دپوهنې ریاست په خبرپاڼه کې  ویل شویدی، چې دغه زده کوونکی د دولسوکلونو د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول، چې شمیریې نږدې دونیم زرو ته رسیږی .خبرپاڼه زیاتوی؛چې له دې ډلې څخه ۳۹۶ تنه یې نجونې دی. 

دویلو وړده، چې په لوګرولایت کې دامهال په عمومی زده کړو کې۱۲۲لومړنی، ۷۴ منځنی او ۷۰ ثانوی ښوونځی شته دی، چې له دې جملې څخه ۷۵ یې د نجونو ښوونځی دی او دغه راز؛ د کرنې او کانونو د انستیتوتونو په ګډون د تخنیکی او مسلکی زده کړو ۶ ښوونځی هم په لوګرولایت کې شتون اوفعالیت لری.

 

شیرمحمد((امینی)) «ستانکزی

 

یک پاسخ به “په لوګرکې سږکال نږدې دوه نیم زره”

  1. admin گفت:

    تشکر از دوست عزیز آقای ستانکزی ، من فراغت این عزیزان را به خود شان و خانواده های محتر مشان تبریک عرض میکنم. امیدوارم که در کانکور دانشگاهها هم سهم بگیرند و موفق شوند و تحصیلات خود را ادامه دهند تا بخیر روزی مصدر خدمتی در کشور خود شوند . موفق باشید. مهدی بشیر

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما