۲۴ ساعت

05 آوریل
بدون دیدگاه

په لغمان ولایت کې

تاریخ نشر جمعه ۵ اپریل ۲۰۱۳ هالند

په لغمان ولایت کې د سرې میاشتې روغتیایی کلینیک جوړ شو

*******

له ۲۵ بې سرپرسته کورنیو سره مرسته وشوه

   د ۱۳۹۲ کال د ورې د میاشتې په ۱۴مه نېټه د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې یو روغتیایی کلینک جوړ او د پټۍ په پرېکولو سره پرانستل شو .

هغه غونډه چې په همدې مناسبت د لغمان د سرې میاشتې د کلینیک په انګړ کې جوړه شوې وه پکې د لغمان ولایت مرستیال جمعیت الله حمیدی، د افغانی سرې میاشتې سکرتر جنرال محمد نعیم دیندار، د سرې میاشتې د املاکو او تعمیراتو رییس استاد دین محمد نظری،  د سرې میاشتې د ختیځې حوزې رییس محمد اقبال سعید، د ننګرهار سرې میاشتې د نماینده ګۍ رییس ننګیالی یوسفزی او د لغمان دعلماو د شورا مشر او د عدلی رییس مولوی عبیدالله الکوزی او نور ګڼ شمیر رییسانو، قومی مشرانو او علمای کرامو ګډون کړی وو، غونډه د کلام الله مجید په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه.

z

وروسته د لغمان دسرې میاشتې رییس الحاج ډاکټر عبدالغفار رسولی مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې دا کلینیک  د اتو میاشتو په موده کې څه دپاسه  (۵۰۰۰۰۰۰) پنځه مېلیونه افغانیو  د سرو میاشتو او سرو صلیبونو نړېوال فدراسیون په مالی لګښت جوړ او ګټې اخستنې ته چمتو شو، بیا د ختیځې حوزې د سرې میاشتې رییس په ختځه حوزه کې د سرې میاشتې په فعالیتونو رڼا واچوله او بیا د لغمان دعامې روغتیا رییس لطیف قیومی وویل تردې وړاندې  د دې سیمی خلک د ډیرو روغتیایی ستونزو سره مخ وو چې د دې کلینیک په جوړولو سره به د دوى ستونزی او مشکلات تر ډیره بریده حل شی.

بیا د لغمان ولایت مرستیال جمعیت الله حمیدی د سرې میاشتې د فعالیتونو څخه د مننې په ترڅ کې د سرې میاشتې د روغتیایی کلینیک په اهمیت پوره رڼا واچوله ورپسې دافغانی سرې میاشتې سکرتر جنرال محمد نعیم دیندار د افغانی سرې میاشتې فعالیتونه په بشړ ډول څرګند کړل او د غونډې برخوالو سره یې ژمنه وکړه چې په لغمان کې به خپل خدمتونه پراخ کړی، په اخرکې د لغمان د علماو دشورا مشر او د لغمان د عدلی او قضایی ارګانونو رییس مولوی عبیدالله الکوزی د اسلام له نظره د بیوزله خلکو سره مرسته مهمه او د بډایو خلکو مسؤلیت وګڼه او غونډه د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

چمتو کوونکی : عزیز الرحمن ذکی

د لغمان سرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو روزنیز کلوپ مدیر

*****

 له ۲۵ بې سرپرسته کورنیو سره مرسته وشوه

25

د ۱۳۹۲ کال د حمل (وری) د میاشتې په ۷مه نېټه چې د ۲۰۱۳ کال د مارچ د میاشتې له ۲۷ مې نېټې سره سمون خوری په اروپا کې د افغانستان لپاره د سولې د اتحادیې له خوا د لغمان مرکز مهترلام ښار پورې اړوند له ۲۵ کونډو کورنیو سره  دخیاطی د ۲۵ پایی ماشینونو او ۲۵ تختې ټوکر مرسته وشوه، نوموړې مرستې په اروپاکې د افغانستان لپاره د سولې د اتحادیې له خوا برابرې شوې وی چې په هرې کورنۍ د خیاطی یوه پایه ماشین او یوه تخته ټوکر ووېشل شول، د یادونې وړ ده چې پدې مراسمو کې د اتحادیې مشر ډاکټر خوشحال مکمل د اتحادیې غړې نجیبه، ډګروال محمد داود مکمل، د علی خېلو د قریې رییس الحاج ملک لال اغا او یو شمېر نور مسؤلین موجود و په پیل کې  په اروپا کې د افغانستان لپاره د سولې د اتحادیې مشر ډاکټر خوشحال مکمل خبرې وکړې هغه وویل  دغه مرستې ددې لپاره دی چې بې سرپرسته کورنۍ په خپلو پښو ودرېږی، خیاطی خپل کسب وګرزوی او لدې لارې خپلو معصومو کوچنیانو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیداکړی، ډاکټر مکمل زیاته کړه چې په اروپاکې د افغانستان لپاره د سولې اتحادیه په پام کې لری د بې سرپرسته کورنیو سره د مرستو لړۍ ته دوام ورکړی ورپسې ، د علی خیلو د قریې قومې مشرالحاج ملک لالاغا په اروپاکې د سولې  له اتحادیې څخه مننه وکړه او دا ډول مرستې یې ډېرې اړینې او پرځای وبللې هغه وویل: زمونږ په ګران هېواد کې زیاتې بې سرپرسته کورنۍ وجود لری چې هېڅ ډول عاید او کاروبار نلرې نو که موسیسات، دولت او مدنی ټولنې په همدې ډول خپلو مرستو ته دوام ورکړی دا ډول کورنۍ به له فقر او بې وزلې څخه وژغورل شی .

راپور: عزیز الرحمن ذکی

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما