۲۴ ساعت

20 مارس
بدون دیدگاه

د خطر ناکوچاویدونکو توکو

تاریخ نشر چهارشنبه  ۲۰ مارچ  ۲۰۱۳ هالند

پوهـنیار ډ ګروال ظـفرخا ن « اهتمـام »

پوهـنیار ډ ګروال ظـفرخا ن « اهتمـام »

د خطر ناکوچاویدونکو توکوپه مناسب ډول له منخه وړل

پوهـنیار ډ ګروال ظـفرخا ن « اهتمـام » استاد کالج

*****

دخطرناکو، زړو او متروکه مـُهمـاتو معلومول اوبې خطره کول د پېروتخنیک له دندې څخه دی. Pyro Techcic (د اورتخنیک) په معنی دی چې یوه ترکیبی یونانی کلیمه ده (Pyro) یعنی اور او(Technic)د تخنیک په معنی او له هغه علم څخه عبارت دی چې د مـُهمـاتو اوچاودیدونکوتوکود ټولو قوانینو څخه بحث کوی  هغه شخص یا افسر چې د پېروتخنیک دنده اجرأ کـــــوی د پېروتخنیک په نو م یادېږی.

پیروتخنیک مسلکی افسر باید د مـُهمـاتو د ساختمان اوچاودیدونکوتوکو د خواصو او ډولونو په باره کې چې له منځه ییوړی، پوره اشنایې او معلومات ولری د مـُهمـاتو د تړلو په وخت کې د آمنیت د مراعاتولواو نورې مسلکی چارې د مـُهمـاتو د له منځه وړلو وخت کې له پام څخه ونه غورځوی او د خپل کار په ترڅ کې لومړی اصول د عمل په ډګر کې پلی کړی څرنګه چې د تېرو دیرشو کالو په جنګو نو کې د چاودیدونکو توکواو مـُهمـاتو بېلابیل ډولونه، په دښتو غرونواوحتی داوسیدوپه سیمو کې پراته دی،ددې له پاره چې موږ ته ترې خطر،  ونه رسیږی باید په هیڅ وجه هغوی ته نږدې نه شو، ځکه ډیر خطرناک دی.

د خپل ډول له مخې : د بدن د پوستکی  دشړېدنې، د غړو د پړسېدو او مړینې سبب کېږی، نو که چیرې له داسې موادو سره مخامخ کېږو باید فنی او پیروتخنیکی کسانو ته خبر ورکړو، پیرو تخنیکی افسر باید لومړی دا ډول مواد دپټاقیو او محر کینو په لرې کولو سره بې خطره کړی چې دغه دنـده د مـُهمـاتو د خطر کچه د هغوی د ډول، اندازې، او محرکینو په شمیر پورې اړه لری په کومو سیمو کې چې د توپچی ډزې شوې وی اویا بمونه او راکېټونه استعمال شوی وی ، خطرناک مـُهمـات لټول او پـلـټـل کېږی که مـُهمـات د ځمکې پر مخ وی کشف یې آسانه پېروتخنیکی دنده ده، اما هغه مـُهمـات چې د ځمکې په تـَل کې وی په مخصوصو چارو او د ځانګړو استحکامی و سایلو په وسیله موندل کېږی او بیا د پېروتخنیکی کسانو له خوا له منځه وړل کېږی، کوم مـُهمـات چې د وړلو وړ وی د تخریب مخصوصو موضیع ګانو ته وړل کېـږی بیا د ساده تړلو په مېخانیکی عملېې د تخریبی قالب په کارولو سره له منځه وړل کېږی، آزاد چاودیدونکوتوکی کوم چې د مـُهمـاتو په تنه کې نه وی ځای پر ځای شوی په عمومی توګه دکېمېاوی، وینځلـواوسوزولو په عملیو سره له منځه وړل کېږی، د پیروتخنیک له مخې څو ډوله مـُهمـات شته دی چې ځینې مهم یې دا دی :

۱.     اشنا مـُهمـات چې استعمال شوی نه وی .

۲.     اشنا مـُهمـات چې چاودنه یې نه وی کړی.

۳.     مشکوک اشنا مـُهمـات .

۴.     اشنا زاړه مـُهمـات.

۵.     غولونکی اوداسې نورتوکی.

        چې د دغو مـُهمـاتو له جملې څخه د پېروتخنیک له نظریې وروسته لاندینی مواد

د تخریب موضېع ته وړلی شو؛

ـــ      اشنا مـُهمـات چې نه وی استعمال شوی

ـــ      د انګه یی شوی اشنا مـُهمـات

ـــ      اشنا زاړه یعنې هغه مـُهمـات چې د ګرنتی وخت یې پوره شوی وی او د نامساعدو شرایطو په ډیپوکولوسره یې خپل تولیدی کیفیت او محاربوی وړتېا(قابلیت) له لاسه ورکړی وی .

اما اشنا مـُهمـات  هغه دی چې چاودنه یې نه وی کړی. او غولونکی( چې د کوچنانو دلوبو د څیزونو،قلم،ساعت،کلی بند اونوروڅیرونوشکلونه لری ) ډېر خطرناک دی؛ باید په خپل ځای د ساده مېخانیکی تړلو په طریقې د ثانیه سوزې فلیتې، دچاودنې پتاقۍ او د تخریب قالب په استعما ل سره له منځه وړل کېږی ددوی له چاودنې څخه چې کوم ضربوی ( ډېټـونېشن ) څپې پیدا کیږی زور یې د مـُهمـاتو په ډول، اندازې، شمیر او په سیمه کې د موجودیت له مخې فرق کوی، خو په ټولیزه توګه، ضربوی څپې دوه ډوله آغیزې لری :

د موجونو لړزونکی آغېز( تأثیر).

د موجونو د فشارد قدرت آغیز.

که د ځمکی په تل کې چاودنه ورکړشی امواج یې لړزونکی آغیز لری. په بنسټونو، د یوالونو، د ځمکی لاندې تونلونواونوروساختمانوتخریبی آغېز کوی.

دغه څپې(موجونه) پرته د لړزونکی آغیز څخه په ژوندیو موجوداتو هم ناوړه آغیزه کوی.

چاودیدونکی توکی او مـُهمـاتو ته د چاودنې ورکولو په وخت کې کولای شو د دغه ډول څپـو دتأثیردکمزوری کولواویا له منځه وړلو له پاره کېدی شی د نقب (کیندنې ) په ذریعه دانفلاق د ځای په څنګ کې  په  ټاکلی واټن  اوژوروالی سره کار واخلو.

که لس کیلو ګرامه چاودیدونکی توکی په ځمکه کې ښخ وی د انفلاق له ځای (نقطې ) څخه د نقب کمه فاصله باید ۲m وی او که چاودیونکی توکی له ۲۵ کیلو ګرامو څخه تر ۵۰ کیلو ګرامو پورې وی د نقب موقعیت د چاودنې ( انفلاق ) له نقطی څخه ۴m ټاکل کېږی. همدارنګه له ضرر څخه د تعمیرونو د ژغورنې له پاره څپو ته د لوری ( سمت ) ورکولو له قاعدې څخه هم کار اخیستل کېږی کله چې د له منځه وړونکو چاودیدونکو توکوله پارچو، فشاری څپواود لړزونکو څپـو په مقابل کې،د موجودیت په محل کې مدافعوی تدبیرونه تکمیل شول هغوی ته چاود نه ورکول کېږی د چاودیدو له پاره پیروتخنیکی وسایلو :

ثانیه سوزه فلتې، دچاودیدو پتاقۍ او د تخریب له قالب څخه کار اخیستل کېږی لومړی ثانیه سوزه فلته د چاودیدوله نقطی څخه، د پیروتخنیک د پټېد لو ترموضیعی پورې په ټاکلې فاصلې قطع کېږی باید وویل شی چې د ثانیه سوزې فلتی سوخت ۱.۲ cm/sec کې دی چې د ځغاستلوفاصله په ثانیو ټاکل کېږی او فلته د ثانیو له مخې قطع او سوزېدل یې پرتله او ټاکل کېږی بیا د ثانیه سوزې فلتې پرېکړ شوی خوا د انفلاق په پټاقی کې تړل کیږیِ  پلیته او پتاقۍ باید له تړلو څخه مخکې ښه معاینه شی او بیا پتاقۍ د تخریب د قالب په اشیانه کې محکمه ځای پر ځای شی.

دغه کارونه باید د تخریب له موضعې او نقطې څخه لېرې تر سره شی په پای کې د تخریب قا لب د له منځه وړونکو چاودیدونکوتوکواو مـُهمـاتو لاندې ایښودل کېږی د ثانیه سوزې فلیتې بل سر ته اور لګول کېږی لـدې کارسره سم پیروتخنېک افسر د پټیدو موضع ته په چالاکۍ ځان رسوی.

په دې توګه خطرناک مـُهمـات بې خطره له منځه وړل کیږی او سیمه یې د ناوړه دردونکو پېښو څخه ژغورل کېږی.

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما