۲۴ ساعت

18 آگوست
بدون دیدگاه

د افغانستان ملی ګوند

دنشر نیټه : د ۱۳۹۱ کال د زمری د میاشتې ۲۸ مه

د افغانستان ملی ګوند رهبرۍ د مبارکۍ پیغام

کابل د ۱۳۹۱ کال د زمری د میاشتې ۲۶ مه نېټه

د افغانستان د ملی ګوند رهبری د ګونډ غړو، د افغانستان دیندار ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوی. خدای د وکړی چې د اختر ورځې د خپلو درنو کورنیوله غړو سره په سوله او خوشحالۍ کې تیرې کړئ.

په ګران هیواد افغانستان کې د نیکمرغه کوچنی اختر د خوښیو د راتلو سره سم د سختو او زړه لړزوونکو پیښو شاهدان یو چې ډیرو افغانانو ته د مرګ او ژوبلې لامل شوې. موږ د لوی خدای له درباره د شهیدانو کورنیو ته د زړونو تسلی  او زخمیانو ته  د درملنې، روغتیا او اوږده خوشحاله ژوندانه غوښتنه کوو.  د ګوند له غړو، ټولو وطنوالو، اسلامی امت او بشریت څخه غواړو چې  په افغانستان کې د سولې،  امنیت  او سوله ایز ژوندانه د شرایطو د چمتو کولو په لار کې خپلې هڅې ګړندۍ کړی.

خدای د وکړی چې راتلونکی اخترونه د ورورولۍ، سولې او امنیت په فضاکې تجلیل کړو.

عبدالحی مالک

د افغانستان ملی ګوند رئیس

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما