۲۴ ساعت

26 دسامبر
بدون دیدگاه

د وطن پــــه یاد

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

 

شا عر: سمیع الدین افغانی

Author: Sameuddin Afghani

خواننده : صدیق شباب

Singer: Sediq Shabab

د وطن پــــه یاد

(متنبـهچارزبان)

شعر و آهنگ زیبای وطنی

د وطن پــــه یاد
پــــه وطـــن موجوړماتم دی
تــورتمونو کې مو شپې دی
دا د کـــــوم ظــــــــالم له لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دی


*** *
ګـــران وطن راته سوراورشو

دوزخ لمبې تــــــری خـــیژی
بــــل محشر ته حاجت نه شته
قیامتونو کې مو شپې دی
دا د کـــــــــــوم ظالم له لاسـه
چې ظلمونو کې مو شپې دی
*** ***
د کــــــابــــل هـــــره کــــوڅــه مو
ښکلی ښکلی خــــــــاطرې دی
اوس یې وران اوویجاړګورم
ګــــړنګونو کې مـــو شپې دی
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چې ظلمونو کې مو شپې دی
*** ***
زوړ او ځوان مو شهیدان شول
څــوک بې پلاره څوک بې موره
د چا کور جوړ قــــــــبرستان شو
زیــــــــــارتونو کې مو شپې دی
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دی
*** ***
افغانان ټول تار او مار شول
څوک په کوزاوڅوک په بردی
په وطن کې چې اوســــــــــیږی
ماتمونو کې یې شپې دی
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دی
*** ***
داســـلام پــــــه تــــــمه تــــــمه
د کــــــــــافرو کانــی وشــــــوې
هـــــــــــــیڅ تمیزکـــولای نه شو
په چــــرتونو کې مو شپې دی
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دی
*** ***
دنـــــــــــــیا ټـــوله راته خاندی
موږ په چیغو چـــــــــیغو ژاړو
څه سپین سترګې دنیاګۍ ده
سیاستونو کې مو شپې دی
دا د کـــــــــــوم ظالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دی
*** ***
افــــــــــغانی وطن به جوړ شی
که د خدای مــــــــــــهربانـــی وه
د پــــــردو لاس بـــــــــــه لنډیږی
امــــــــــیدونو کې مو شپې دی
دا د کـــــــــــوم ظـالم لــــــه لاسه
چـې ظلمونو کې مو شپې دی

—————-

دا شعر په کال ۱۹۹۶ د نوید د جریې

په شپږمهګڼه کې خپور شو۰

سمیع الدین افغانی

ترجمه به دری از استاد محمد اسحاق برکت

دوطن په یاد

به یاد وطن

په وطن مو جوړ ماتم دی

وطن ما ماتمسرا شده

تورتمونوکې مو شپې دی

در شبهای تار بسر میبریم

دا د کوم ظالم له لاسه

اینهمه از دست کدام ظالم است

چې ظلمونوکې مو شپې دی

که در مظالم شب را به پایان میبریم

*****

ګران وطن را ته سور اور شو

وطن محبوب بر ما آتش سوزان شده

د دوزخ لمبی تری خیږی

شعله های آتش جهنم ازان بر میخیزد

بل محشر ته حاجت نه شته

به محشر دیگری ضرورت نیست

قیامتونو کی مو شپی دی

شبهای خود را بسان روز رستاخیز بپایان میبریم

دا د کوم ظالم له لاسه

اینهمه از دست کدام ظالم است

چی ظلمونوکی موشپی دی

که در مظالم شب را بپایان میبریم

*****

د کابل هره کوڅه مو

از هر کوچه و برزن کابل عزیز ما

ښکلی ښکلی خاطری دی

خاطرات شیرین و زیبایی داریم

اوس یی وران او ویجاړ وینم

حال او را خراب و ویران مینگرم

ګرنګونو کی موشپی دی

در پرتگاههای بین مرگ و زندگی شب را میگذرانیم

دا د کوم ظالم له لاسه

اینهمه از دست کدام ظالم است

چی ظلمونوکی مو شپی دِی

که در مظالم شب را بپایان میبریم

*****

زوړ او ځوان مو شهیدان شول

پیر و برنای ما همه شهید شدند

څوک بی پلاره څوک بی موره

عده ای یتیم وعده ای هم یسیر شدند

د چا کور جوړ قبرستان شو

خانه های عده ای به گورستان مبدل گشت

زیارتونو کی مو شپی دی

در مزارات شب را بپایان میبریم

دا د کوم ظالم له لاسه

اینهمه از دست کدام ظالم است

چی ظلمونو کی مو شپی دی

که در مظالم شب را بپایان میبریم

*****

افغانان ټول تار او مار شول

افغانها همه تیت و پاشان شدند

څوک په کور او څوک په بر دی

کسی در خانه و بعض در صحرا و بیابان

په وطن کی چی اوسیږی

آنهائی که در وطن به سر میبرند

ماتمونو کی یی شپی دی

شبهای شان در اندوه و ماتم است

دا د کوم ظالم له لاسه

اینهمه از دست کدام ظالم است

چی ظلمونو کی مو شپی دی

که در مظالم شب را به سر میبریم

*****

د اسلام په تمه تمه

به امید و آرزوی برقراری اسلام

د کافرو کانی وشوی

مگر اعمال کفرانه انجام دادند

هیخ تمییز کولای نه شو

هیچ تمییز کرده نمیتوانیم

په چرتونو کی مو شپی دی

شبها در فکر و چرت بسر میبریم

دا د کوم ظالم له لاسه

اینهمه از دست کدام ظالم است

په ظلمونو کی مو شپی دی

که در مظالم شب را بپایان میبریم

*****

دنیا ټوله راته خاندی

جهانیان همه بر ما میخندند

موږ په چیغو چیغو ژاړو

ما با صدای بلند و زار زار میگرییم

څه سپین سترګی دنیا ده

چه دنیای دیده دراست!!!

سیاستونو کی مو شپی دی

در میان سیاستها زندگی میکنیم

دا د کوم ظالم له لاسه

اینهمه از دست کدام ظالم است

چی ظلمونو کی مو شپی دی

که در مظالم شب را به سر میرسانیم

*****

افغانی وطن به جوړ شی

میهن افغانها ساخته خواهد شد

که د خدای مهربانی وه

اگر لطف و مهربانی خداوند باشد

(به لطف و مهربانی خدا)

د پردو لاس به لندیږی

دست بیگانگان کوتاه خواهد شد

امیدونو کی مو شپی دی

به امیدها شب را بپایان میرسانیم

دا د کوم ظالم له لاسه

اینهمه از دست کدام ظالم است

چی ظلمو نوکی موشپی دی

که در مظالم شب را بپایان میرسانیم.

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما