۲۴ ساعت

07 آوریل
۲دیدگاه

قناعت څه معنی لری؟

تاریخ نشر  جمعه ۱۸ حمل  ۱۳۹۶ –  هفتم  اپریل  ۲۰۱۷  –  هالند

قناعت څه معنی لری؟

لیکوال : دکتور محمد سعید « سعید افغانی »

ټول عقلاء متفق دی چې د انسان د پاره یو د لوړو اوصافو ځنې قناعت هم دی.  د دې صفت د استحکام له امله له یوې خوا  د قرآن پاک ارشادات او د احادیثو هدایت او د سالکینو او پوهان کوشش او له بلې خوا د قـناعت غلطه تعبیرونه او د خلکو بیا د قناعت په پرده کښې ناوړه استفادې سړی  دیته مجبوروی چه څه ناڅه د علمی قوت په رڼا محترمو لوستونکو ته د حقیقی قناعت معنی واضح کړی.

زما په عقیده چه په بعضې مسلمانانو کښې همدا د قناعت معنی نه پیژندل او له بلې خوا په قناعت سره خلک غولول یو د هغه اسبابو ځنې دی چې د مسلمانانو د بیر ته پاتې کیدو غټ علت شوی دی.

 قناعت دیته نه وائې چه سړی به کار ونه کړی،  زحمت به نه باسی،  لاس په زنې به په کونج اوصومعه کښې ناست وی او د خلکو په شا به پیټی وی نور به ګټی او دی به ئې په خیانت سره خوری.

 هو دیته قناعت نه وائی، دیته لټی او بیکاری وائی، ځکه چه قناعت د خیانت رنګ نلـری.  نو که سړی په خیانت باندې د قناعت پرده واچوی او خلکو ته په مکر او حیلې دا  وښی چه فلانی خو قانع سړی دی، باید چه د ده سره معاونت وشی او په دا وسیله ځان مستریح کوی دا قناعت نه دی بلکه غټ خیانت دی.

حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمائی چه د زحمت او تکلیف د ځان او لاس ځنې دې خوره.

قناعت داهم نه دی چه ته به زحمت باسې، تکلیف به ګالې،  ښه کار به کوې او د هر چانه به دې د عقل قوت او فعالیت ډیر وی لکن د دې کبله چه ته بوټ پاکی نه خوښوې او مداحی در ته ښه نه ښکاری نو څومره چه ته د غـټ اجر لایق ئې بل به په تا باندې هیڅ پروا نه کوی او داد هغه پروا نه کول به د ستا د پاره څه چه د جامعې د پاره هم مضر وی.  نو په دا وخت کښې چه د خپل حق اظهار نشې کولی. دا قناعت نه دی دا جُبن او لټی ده.  دا قناعت نه دی چه هرڅه به لرې لکن د بُخل او حرص له امله به ئې نه په خپله خورې او نه ئې بل ته ورکوې  او په دې خوند اخلې او فخر به کوی چه دا زما ده او دومره څه لرم.

ما ډیر خلک لیدلی چه سره د غټې هستی د  یو عاجز فقیر همت ځنې دی زار او قربان شی. قناعت دیته وائې چه کار به کړې،  زحمت به گالې،  په خپل لاس او د مټ په قوت به په حلالې او د جائزې لیارې  څه د ژوندانه او حیات د پاره توښه پیدا کوې.  نو که سره د زحمت ځنې پوره د حیات کفاف دې نه شو موندلی او یا د بل بډا په شائې مستریح نه وې نو به په خپل سوکړک او جواری قناعت کوې او د بل مال ته به سترګې نه پټوې.

رحمن بابا وائی:

قناعت مې هسې خوند په خولې کښې کیښود
چې وچ ټوک می په دهن کښې انګبین شو

هو که سړی په روا او جائزو لیاری زحمت باسی لکن سره د زحمت نه څه په لاس ورنشی دلته نو د قناعت معنی هم داده چه په غلا ، قمار،  رشوت،  احتکار او په نورو نا جائزو لیارو به تشبث او لاس نه پوری کوې. قناعت هم دا دی چه همیش به د ځان اود خلکو د آرامی د پاره ګټه او کار کوې او په خپل مال او پیسو کښې به د عاجزانو او غریبانو د حقوق لحاظ هم ساتې.

هو هغه پوه او پوره قانع سړی دی چه سره د مال او پیسو ځنې د جامعې د خیر او فلاح لپاره کار کوی او په خپل مالی قوت سره اصلاحی مفاخر پیدا کړی. یعنی د مال لرونکی انسان د پاره د قناعت همدا مخکی نښه او علامه ده چه څه مال به په اصلاحی لیارو کښې صرفوی نه دا چه نور به هم پسې حرص او بې فائدې جمع کول کوی.

  موړ به نشی هیڅ سړی بې قناعته   –   که ئی خونه وی په زرو په سیم ډکه

په زدکړې او تعلم تر قناعت ځنې معقول حرص ښه دی داو د قناعت حقیقی معنی چه د ښه کار او زحمت په اخر کښې به سړی ترې  فائده اخلی او دبل دغولو لو د پاره به ئې نه استعمالوی او خپل اصلاحی حقوق به د قناعت په غلطی معنی بل ته نه پریږدی او په علم کښې به چه څومره ئې دلاسه کیږی د خلکو د مفاد د پاره به نور هم زیات والی کوی.

یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابی لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:۱۳۵۴ هجری شمسی )

ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

 

۲ پاسخ به “قناعت څه معنی لری؟”

  1. admin گفت:

    تشکر از دانشمند محترم جناب محترم امین الدین سعیدی – سعید افغانی ، روح مرحوم دکتور محمد سعید « سعید افغانی » شاد . مقاله عالیست. موفق باشید. مهدی بشیر

  2. امین الدین سعیدی گفت:

    جناب استاد مهدی بشیر جهان سپاس از تشویق شما زحمات شما قابل قدر وستایش است .

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما