۲۴ ساعت

20 مارس
۳دیدگاه

پسرلی هــغـه ! چـې غـوریاځـه وکړی ګلونه  !

تاریخ نشر: چهار شنبه اول حمل ( فروردین) ۱۴۰۳ خورشیدی  – ۲۰ مارس ۲۰۲۴ میلادی – ملبورن – استرالیا 

پسرلی هــغـه ! چـې غـوریاځـه وکړی ګلونه  !

د ظـفـر خـان اهتمام لیکه

پسرلی د نوروز له ورځې څخه پیل کیږی د لرغونی دود له مخې د لمریزلیږد یزکال لومړۍ ورځ ته د نوروز ورځ وایی د پخوانیو اثارو « اوستا او پهلوی » له مخې په لرغونو زمانو کې یو کال دوه فصله ؤ یانې ( ۷ ) میاشتې اوړی او ( ۵ ) میاشتې ژمی ؤ چې د هر فصل په پیل کې جشن نیول کیده چې دواړه جشنونه د نوی کال پیل یا نوروز ګڼل کیدل. مګر د نوی کال پیل د پسرلی د لومړۍ ورځې څخه په پینځمه هـ ، ق پیـړۍ کې شروع شوی دی او د نوروز میله د نوی کال په لومړی ورځ د سلطان جلال شاه سلجوقی له وخت څخه په ( ۴۶۷ هـ ، ق ) کال کې رواج شوی ده او د کال د څلور ګونو فصلونو ویش د اسلام د سپیڅلی دین د ظهور په پیړیو کې منځ ته راغلی دې له دې کبله، چې د نوروزد جشن پیدایښت د حضرت علی کرام الله وجهه د رسمی خلافت له دوران سره سمون خوری نو ځکه په مذهبی بڼه په په شیه مسلمانانو کې په پرتمینو مراسمو نمانځل کیږی ، او زمونږ د ګران هیواد په هره سیمه کې هم د سیمه ایز دودسره سم لمانځل کیږی ماشومان،ځینې سپـین سرې ښځې اونوروکسان خوحتا دهر کال د نوروزدبیل په شپه د« بی بی نوروزی اوبابای نوروزی» مِجازی رول اوکړه د پام وړبولی او داسې انګیری لکه د کوچنیانو لپاره په دې تخیلی مـثـنـوی کــې:

بی بی نوروزۍ او بابا نوروزی

د بــی بـــی نـــوروزۍ داســې حــکــایـــت ده

ولــــســـونـــو کـــې راپـــــاتــــې روایـــت ده

کــمــپــیــرک پــه اخــره شــپــه د زاړه کــال

د نــــوروزد راتــلـو وی ورســــره خـــیــــال

دا نـــوروز لـکــه ښـایــســتـه او ښکلی ځوان

رســـوی داسې څـېــره کـې دی خــپــل ځــان

چــې خـبـره ئــې لـه راتـلـو شـی کـمـپـیــرک

ځـان سـیـنـګـار کـړی لـکـه نـــاوې بـېـدرک

بــیــا د نــاز پـه ټـال کـې کـېنی او ځنګ‎ېږی

د نــوروز لــیــدو،راتــلــو تــه هــوســېــږی

زمــزمـه کـــوی لـــه ځـــان ســـره یــوڅــه

لانــدې وی جـ‎ـاری ویــالــه ســـتـره اوبــه

لــه ډېـــر خــــونــد د شـرهـــاری او ټـالــۍ

څـو شــېبې ئـــې دلــتـه یــوســی پــــرېښانۍ

د ســــپـرلـی وږمـه خـوره نـسـیـم چـلېــږی

دا شـېـبـه کـې ځی نـوروز ورنه تـېــرېـږی

د دې حــــــال چـې پـه لـیـدو شـی بـلــبـلان

پـه خـوږو نغمــو ئــې کـړی پـه سـر فـغـان

پــه نــغمو کـې ورته وائــــی دغــــه شـــان

نــوروز تـېــر شـو ورسـره ځـولــۍ ګــلان

چې خــبره نـوروزۍ شــی دې حــال باندې

لــــه هـــیبتــه شی ګــــــذار له ټــاله لانـــدې

کـــه راولــوېــږی اوبــــو کــې دا مــحـــال

بـــارانــی و بــرکــــتــی بـــه وی دا کــــال

نـــــوروزۍ بــی بــی که وچه کې ګُـذار شی

وچــکـالی او قـحــطـی نا ســم روزګـار شی

چـــــې خــیــالـی څـېــرې کــوی د خیال بیان

لرغـونـتـیـا کـې ئـــې ارزښــت ده نــمــایــان

پــه نــازک بـــاب ده نــازکــه خـیـال څـرګـند

“اهــتـــمــام” ته ترې راځی د نــوروز خونـد

 

 پدې ورځ هر څوک ماهی ، سبزی چلو ، سا به ، سمنک ، اووه ډوله میوې او نورخوراکی توکی ( څیزونه )دملی دود اودنوی کال دښه شګون په خاطر تیاروی نه کوم بیګانه اوغېرې مذهیی تقلید اوبدعت په خاطر ،ملی لوبې کوی ،په ملی یا سیمه ائزجشن کې خپل څاروی نندارې او جنګولو ته بیا یی او دې جشنو ته ښکلا ورکوی د هیواد په ختیځو سیمو کې هم دا میلې ځانګړی ډولونه لری چی یوه یی د کوچنیانو او تنکـیو ځوانانو میله ده . دې میلې ته « نوروز یا نور زعلی » وایی دا میله د څو ډوله ونو او ګلانو د پاڼو د غوټیـو په لید لو سره پیل کیږی په دې ګرمو سیمو کې ځینې میوه دارې ونې او ګلان ژر او ځینې بیا ډیر وروسته غوټۍ کوی د دې له پاره چې میله او بنډار په سهی او ټاکلی وخت کې ونیول شی د څومهمو ونو او ګلانو د پاڼود غوټیو لکه ( اینځر- الوچې ـ توت ـ ګلاب او رابیـل ) په لید لو سره کوچنی او زلمیان خپله میله پیل کوی او که داسې ونه کړی نو په ونو کې ړوفتۍ (غرنۍ ونه ) او په بوټو کې نېستی ګلی تر نوروبوټـو ژرغوټۍ او ګل کوی خو د پښتو متل ورته ویلی چې « په یوه ګل نه پسرلی کیږی » او په نېستی ګلی هم داسې غږ کوی :

 

ای  نــیــــســـتـــــــی  ګـــلــــه ! درواغـــجـــــــنــــه

پسرلی هغـه ! چی غــــوریـاځه وکــړی ګــلونـــه

 

نېستی ګلی یو تریخ وا ښه ده چې نرۍ پره ـ پره پاڼې او ژیړ چکه ګل لری د پټـیوپه پولو ،څنډواوساراوو حوت کې را شین کیږی او تر هر بوټی ژر ګل کوی دا چې پدې وخت کې دژمی پای وی غریبو خلکو د تیرژمی توښه خلاصه کړی وی نو شا ید پدې سبب خلک دا ګل ، نېستی ګلی ګڼی، په نورو سیمواوژبو کې په لاندې نوموهم یادېږی: ګل بویه ،علف شیر،کاسنیج ،قاصدک،قب قانک  اوبنګ دیوانه ، علمی نوم یې Taraxacum دی په انګریزۍ کې ورتهDandelions وایی  .په فارسی ژبه یې قاصدک بولی، زیړګلی ،زیړی ګل ، زیړکی ، زیړ ګلک ،شیدو پۍ ، ترخه شودو پۍ ،شیدوګل ،پیشوګل ، چارګل ، بغبغنی ، خټکی ګل  ،بوړبوړکی ګلی، ډینډی ګل ، مالوچی ګل ، دپیریانو ځاله ، ګنجی ګل زیری،دخروپسکۍ ،لڼه پنچا ،ترخه تریجه ،تریځه،کنډوله ګل ، کاکو ګل ،خرغوله ،نیم طلاق،زخچه ،د سپی ګل،ګولک او خارکی . ددغه ګل بوټی دډېرو ناروغیواوسرطان لپاره ګټوردی (یادویب پاڼې څخه)۔

 داصلی خبرې دوام- په هر صورت ، میله او جشن داسې وی چې د کلی زلمیان او کوچنیان سره را ټولیږی او د نوموړو ، ونو او ګلانو څخه د هر یو د غوټیـو څو څانګې ګیډ ۍ کوی او له ځان سره یې د هر کور دروازې ته په ډله وړی هرې کورنۍ ته د نوروز مبارکی وایی او پدې ترڅ کې د میلې له پاره د خوړو خام مواد هم را ټولوی او په ګډه سره د کور په دروازه کې پدې ولسی نظم دُعا او غوښتنه کوی :

ښـــــې میـــرمنــــې ښــــې

تــــــــه را واچــــوه دانـــې

چـــې یـــې وګـــورو مــزې

دا خـــوږې دی کــه تــرخــې

خــ‎ــــــدای بـــــه   داسـ‎ــــې

زوی  کـــــــی   درکــــــــــی

چې په کوچـو  یې غــوَړوې

د پــلار مـخـې  ته یې لــیږې .

 

پدې وخت کې د کور مشره میرمن دغوټیو څانګې ترې اخلی مچ او بویوی یې له کورُ نه غوړی ، وریځی اوړه یا نور خوراکی شیان راخلی او د څانګو له ګیډۍ سره یې یو ځای هلکانو ته ورکوی پدې توګه دیوکلی ټولو کورونو ته ځی دکلیوالوتر منځ مینه سپېڅلتیا او صمیمیت دکال په دې لومړی پیل کې لا ټیـنګیـږی. هلکان دغه راټول شوی خام مواد ، د کلی په دیره یا د کومې کونډې ښځې په کور کې په ګډ ه سره پخوی ، د خپلو کورونو څخه دیګی ، لوښی اوڅمڅۍ راوړی ، تنورونه اچوی او دیګونه با روی چې خواړه پاخه شول ، کوچنیان او زلمیان دغې میلمستیاته د کلی ځینو نارینه او ښځینه کسانو ته هم دعوت او بلنه ورکوی او خپله د ډیرې خوښۍ او مینې په ولولوکې میلمه پالنه کوی او خواړه په ګـډه خوری . د غرمنۍ له خوړلو څخه وروسته نجنې او هلکان له داریا او ټمبل سره سندرې اودوړوکېسۍ وایی او د خوښۍ شیبې لاپسې رنګینې کوی ،بیا ځوانان او غـټان ډاګونو او شنو دښتو ته ورځی او د خوسی ، تیږې اچولو،موڅې،دسرې یا تودې تیږې ،آډ ک ، خیزونو ( پدې ټولو لوبو کې همزولی وړونکی هلکان بایلونکوته ور په شا کیږی اوتر ټاکلی فاتې یې وړی ) چې دا کړه پخپله د جسمانی ودې سبب ګرځی اوهم د والیبال لوبی د ژمی له تیریدو څخه وروسته د لومړی ځل له پاره د سیالۍ په ډول پرانیزی او بیا دغه لوبې هره ورځ جاری وی ، همدارنګه د نوروز د ورځې څخه وروسته د سیمو اکثرآ خلک تر څلویښتو ورځو پورې هره پنجشنبه د زیارتونو په میلو کې برخه اخلی ، په زیارتونو کی لنګرې خیراتونه ، مېلې او د ساز او ټنګ – ټکور پروګرامونه وی له نورو ولایا تو هم دې میلوته خلک راځی . د جمعی په ورځود مهترلام بابا اوبی بی صیب په زیارت کې د ښځو د میلې او زیارت ځانګړې ورځ وی پدې موسم اوګرمه سیمه کې چې د ښتې په رنګا رنګ طبعی ګلانو ښایسته وی په رودونو کې رڼې اوبه بهیـږی فضأ او باغونه د بیلا بیلو مرغانو زوږ نیولې وی د هر چا زړه په وجّد او مستۍ راولی او دژوند له شیبو څخه خوند اخلی لکه په دې شعری انځورکـې :

پسرلی په نندارو کې رنګین شوی هره خــــوا ده

خوښی او خوشالی نه لور په لوری تـماشــــــا ده

وږمې دې سبــائـی ئې اوروی د ژونــــد ربـــــاب

ښایست او خــوشالی ترې څرګندیږی بې حـــساب

دښتې دی که غـرونه شــین شــــال ئې کړ په سر

غاټول او غوریـــاځه ښکــــاریږی لـــــر او بـــر

وږمې په سبـــائــــی کې چــلـــیـږی پــه هـنــــــر

هـــر څـه رامالــومیــږی بــل شـــانــته په نــــظر

زړه وړونکې تماشې دی ښا ئېسته غـر او سارا ده

پسرلی پـه  نـندارو کې  رنګین شوې هره خوا ده

څــپې شیندی د عطرو سـم او غـــر لــــکه سېلاب

ښائېــست او خوشالی ترې څــرګند یږی بې حساب

زاڼـو او هېلیو جوړ هـــوا کې کــتارونــــه کړل

پورته توتـــکیو په نغمـــو کې آوازونه کــــــړل

زرکو او سېسو پاس په غره کـــې آوازونه کړل

وائی د سپرلی نغمې مست ئې ځکه زړونه کړل

په زوږ کې پېچېد لې دا د شنه آسمان فضـــــا ده

پسرلی په نندارو کې رنګین شـوې هره خـوا ده

ګـډاوې په شنېلیو بـوراګـان کـړی پــه شتـــــاب

ښائېست او خوشالی ترې څرګندیږی بې حساب

مـســتی کــوی سیـندونه ، رود ونه ســپین روان

رســۍ دې لـمر وړانګــې د ګــلو غــېږ ته ځان

غـوټـۍ لـه هـوسـونـو راڅـیـرې کـړ ګــرېــوان

پر دې ئې څیرې کړی خندا کوی ګــــــــــــلان

شبنـم باندې تازه چـــــلېږی څومره ښه هوا ده

پسرلی په نندارو کې رنګین شوې هره خوا ده

صفت ئې ” اهتــمـــام ” کولی نه شی له هر باب

ښائېست او خوشالی ترې څرګندیږی بې حـساب

اګرچې تیرو جګړو د دې میلو خوند کم کړی ؤ هیله ده چې د سولې او آمن په راتلو سره به نوی سپرلی نور هم رنګین او له خوښیو ډک شــــــــــــــــــی په همدې هیله ورته داسې ښه راغلاست اوهرکلی وایو:

ای ښـــــکلیه سپـــرلیه ! له غــنچـــو سره راځــــــه

دمــیـنــې ویـجــاړ کــلـی تـه وږمــو ســره راځــ¬ـــه

د بـــــزم بـــازار تود کـــړه لــکه رزم دلــته تـــــل

سېل جـوړ کــړه د بـــلـبــلـــو لــه نغمو سره راځه

په ښکلود باګرام هــم ګـــذر ژر و کړه د سولـــې

څـــپـــې د امـــن شیـــنده خــوشالو سره راځـــــه

د مینې د حــرّم تلوسې ســوزی شـــادمـــان دیـــو

وږمه بـاغ د حـــرم کړه ښاپـــېرو ســره راځــــه

دې وهــم په تــالو کې چې ســندرې ناڅی اوس

د کوډو،بیم لـمبه کړه خــوځــېــدو ســره راځــه

زمان په مخ راکړی تــل څــپـېـړې دخــنــجـــر

د مینــې له منـــترشــړق د کمـــڅو سره راځــه

په او ښـــکو د شبنم و کړه د زړونو ” اهتمام “

چې و ویــنځی کینـې له پا کو زړو سره راځـــه

 

  موږخو به نېستی ګلیزی غواګانو ته ورکول چې شیدې یې ډېرولې،خو اوس غذا اوډېره ښه دوا دواړه ترې جوړېږی او ډېری  ښې صحی اوطبی ګټې لری

نوټ:موږبایدخپل کولتور او راپاتې دود،دستورچېله مذهب سره هم ټکر کې نه وی هېر نه کړو! په درنښت

24 نوامبر
۳دیدگاه

د کابل ښارد ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری

تاریخ  نشر پنجشنبه  چهارم  قوس   ۱۳۹۵ –  ۲۴ نوامبر   ۲۰۱۶ – هالند

د کابل ښارد ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری وټاکل شو

ترتیب اواولېږونکی: ظفرخان « اهتـمام »

د کابل ښار د دولتی او خصوصی ښوونځیو د ۵۳ زره زده کوونکو ترمنځ تر سختو رقابتی سیالیو وروسته د کابل ښار د پوهنې ستوری وټاکل شو. ددې سیالیو په وروستی پړاو کې د کابل ښار د غازی عبدالله لیسې د یولسم ټولګی زده کوونکی عامر د محمد ایوب زوی د ۱۳۹۵ کال د پوهنې ستوری لقب خپل کړ. 

ادامه نوشته…

30 مارس
۲دیدگاه

معلوماتی مطلب

تاریخ نشرچهار شنبه  ۱۱   حمل ۱۳۹۵ – ۳۰ مارچ  ۲۰۱۶ هالند

شنګـن تړون په شتون بیاهمدکډالوستونزې!

معلوماتی مطلب،ترتیب کوونکی ظفرخان «اهتمام»

د شنګن تړون د اروپایی ټولنې داخلی پولې له منځه یوړې، او په زیاترو غړو هېوادو کې یې د خلکو آزاد تګ راتګ ته لاره پرانیستهخو په پاریس کې د “اسلامی دولت” ډلې له خوا د نومبرد ۱۳ نیټې برید چې ۱۳۰ کسان یې ووژل د دې سبب شو چې د شنګن تړون په اړه په سملاسی توګه له سره فکر وشی.

ادامه نوشته…

28 ژانویه
۲دیدگاه

د ادب پــه بــڼ سېـــلـۍ

تاریخ نشر سه شنبه  ۲۸ جنوری ۲۰۱۴  هالند

ظفرخان « اهتمـام »

ظفرخان « اهتمـام »

دمرحوم غنی خان د مړینی د څلوېښتمې ورځې د یاد غونډې اومشاعرې ته چې  د لیکوالو انجمن جوړه کړې وه.

د ادب پــه بــڼ سېـــلـۍ

ظفرخان « اهتمـام »

توپان بیا یو ځلی ومروړلې ګوتې

هغه ګل یې د سپرلو او رنګینیو

ادامه نوشته…