.
spacer
مطالبی که در این صفحه نشر میشود عقاید نویسنده گان محترم آن است و نظر ۲۴ ساعت نمیباشد.
 
spacer
spacer
صفحه اول
افغانستان
سیاسی
تبصره بر خبر
معرفی چهره های فرهنگی
کتاب و کتابدوستان
مقالات جالب و پژوهشی
گفتگو ها
بیان حقایق
مسایل جهان و منطقه
طنز
نمایشنامه ها
کارتونهای هژبر شینواری
آثار هنری بشیر بختیاری
باچه آزره تقدیم میکند
داستان
دنیای شعر و شاعران
اشعار حاجی محمد کاظمی
اشعار مرحوم استاد صابر هروی
اشعاراستاد غلام حیدر یگانه
اشعار قیوم بشیر
اشعار حشمت امید
اشعار انجنیر حفیظ اله حازم
اشعار نورالله وثوق
اشعار سجیه الهه احرار
اشعار فریده اکبری
اشعار صالحه وهاب واصل
اشعار محمد اسحاق " ثنا "
اشعار خواجه عبدالله احرار
اشعار نعمت الله پژمان
اشعار ودود فضلی
اشعار زهره صابر «هروی»
اشعار ظفر خان " اهتمام "
اشعار همایون شاه عالمی
اشعار و نوشته های سید محمد اشرف فروغ
جوانان
کودکان و نوجوانان
از دفتر خاطرات
معرفی کتابهای جدید
فرهنگ مردم
لهجه ها و اصطلاحات محلی
با کشور تان آشنا شوید
نقد بر کتاب ،مقالات، فلم و..
به مشکلات مردم توجه کنید
جالب و خواندنی
مشاهیر جهان
هنری و فرهنگی
گزارشهای ولایتی
مطالب انتخابی و ارسالی شما

دوستان و نویسنده گان گرامی!

درصورتیکه خواسته باشید نوشته های تان در این سایت نشر شود میتوانید بعد از تیپ کردن آنرا از طریق

Word

به این ایمیل آدرس

mehdibashir@gmail.com

بفرستید

سایت ۲۴ ساعت از شما و در خدمت شماست.

استفاده از مطالب سایت ۲۴ ساعت با ذکر مأخذ آن آزاد است و ممانعتی ندارد

سایت ۲۴ ساعت را به دوستان تان ایمیل کنید تا آنها هم در مورد آن اظهار نظر کنند

قابل توجه نویسنده گان محترم !

مطالبی که برای نشر میفرستید و میخواهید که بنام مستعار نشر شود بهتر است خود را برای سایت ۲۴ ساعت معرفی کنید تا نوشته تان طبق میل تان نشرشود.

 

 
په ټولـټـا کـنوکې برخه واخلئ

په ټولـټـا کـنوکې برخه واخلئ

د ۱۳۸۸ کال د زمري په ۲۹ نېټه به په ټول هېواد ګران افغانستان کې د وه ډوله ټاکنې وشي.

پوهنیارظفرخان « اهتمام » په کابل کې د یو مرکز مدیر

پوهنیار ظفر اهتمام
پوهنیار ظفر اهتمام
- دجمهوري ریاست ټاکنې چې په پاییله کې به یې دهېواد جمهور رییس د پینځه کالو له پاره وټاکل شي د۴۱(اوس ۴ کم) کاندیدانوله پاره یوه شنه پاڼه ده چې دهر کاندید نوم ،عکس، انتخاباتي نښه ،لمبراو دنښه کولوچوکاټ لري چې په چوکاټ کې کوچنی ټیک مارک (   √  ) کېږي او یاکومه بله نښه چې دهمدې کاندید له چوکاټ تېری ونه کړی کاږي که په دې ځای کې نوم یا لاسلیک وشي رایه باطله ګڼـل کېږي

- دولایتي شوراګانو ټاکنې چې په ۳۴ ټاکـنیېزو حوزوکې به تر سره شي په دې ټاکنو کې به رایه ورکوونکي یوکاندید د نهو مخونو قهوه یي رنګه رایه پاڼو څځه په نښه کړي او د څلوروکلونوله پاره ټاکل کېږي په دې پاڼوکې هم دهر کاندید نوم ،عکس، انتخاباتي نښه،لمبراو دنښه کولوچوکاټ لري چې په چوکاټ کې کوچنی ټیک مارک    (    √  ) کېږي او یاکومه بله نښه چې دهمدې کاندید له چوکاټ څخه تېری ونه کړی کاږي که په دې ځای کې  نوم یا لاسلیک وشي رایه باطله ګڼـل کېږي.

- دولایتي شوراګانو ټاکنې چې په ۳۴ ټاکـنیېزو حوزوکې به تر سره شي په دې ټاکنو کې به رایه ورکوونکي یوکاندید د نهو مخونو قهوه یي رنګه رایه پاڼو څځه په نښه کړي او د څلوروکلونوله پاره ټاکل کېږي په دې پاڼوکې هم دهر کاندید نوم ،عکس، انتخاباتي نښه،لمبراو دنښه کولوچوکاټ لري چې په چوکاټ کې کوچنی ټیک مارک    (    √  ) کېږي او یاکومه بله نښه چې دهمدې کاندید له چوکاټ څخه تېری ونه کړی کاږي که په دې ځای کې  نوم یا لاسلیک وشي رایه باطله ګڼـل کېږي.

که چیرې دا رای پاڼـه له بنډل څځه دبیلولو په وخت کې څیرې شي،په خاورویا چای  کـکړه شي،اویا د رایه اچونکي له خوا غلطه په نښه کړای شي ،بیرته د ځای رییس ته ورځي اوبله رای پاڼه  اخلي او خرابه  په ضایعو شووپاڼـو کې اچول کېږي.

رایه هغه څوک ورکولی شي چې د رایي ورکولووړتیا اوشرایط ولري چې هغه دادي:

- دټاکنوتروخته یې د ۱۸ کلنۍ عمر پوره کړي وي

- د ټاکنو په وخت کې افغاني تابیعت ولري

ـ د صلاحیت لرونکې محکمی له خوا د مدینی یا سیاسی حقوقو څخه بی برخې شوی نه وی.

ـ د رأی ورکولو پخوانی یا اوسنی کارت ولری په افغانستان کې د نوم لیکنی لومړیۍ پړاو په ۱۳۸۳ کې تر سره شو اوپه ۱۳۸۴ او ۱۳۸۷ کلونو کې دا بهیر یو ځل بیا نوی شو، رای ورکوونکی کولی شی دا کارتونه د رای اچونی په موخه د یو ځل له پاره اوس بیا وکار وی ځکه پس له رای اچونی پخوانی کارتونه د ملی بیـرغ لاندی او ورستني د ښی خوا لاند ینی برخه کی په مثلث ډوله توګه سوري کېـږي او د همدی نښی له کبله بیا په دی ورځ نه چلیږی.

سږکال په ټول هېواد کې د را یي اچونې  ۷۰۰۰ مرګزونه اوتر ۲۹۰۰۰ زیا ت محلونه فعال دي دګوندونو، ایتلافونو،مستقلو کاندیدانو کورني او بهرني کتونکي دا روند څارلی شي یوارې ۱۱۶۰۰۰ ګتونکوته د انتخاباتو د مستقل کمیسیون له خوادڅارنې کارتونه ورکړل شوي دي .

د رایي اچونې مرکزونه هغه ځایونه دي چې رایه اچوونکي به په کې رایه اچونه تر سره کوي د رایې اچونې دمرکزونو په داخل کې  دنارینه وو ،ښځینه وواوپه ځینو ځایونوکې د کوچیانو له پاره بیل بیل ځایونه شتون لري د رایه اچونې هر ځای پینځه کارکونکي لري په هر یوه ځای(محل) کې د رایه اچونوشمیر توپیر لري خو له ۶۰۰رایه اچونوڅځه به زیات نه وي  رایه اچونکی کولای شي چې د هماغه ولایت د رایې اچونې په مرکزونو کې چیرته چې دوی نوم لیکنه کړې وي رایه ورکړي او که په کوم بل ولایت کې رایه ورکوي یوازې دجمهوری ریاست کاندید ته رایه ورکولی شي. کوچیان هم په هر ولایت کې رایه ورکولی شي خو یوازې دجمهوري ریاست کاندید ته.

دجمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو ټاکنې به سباسهار په ۷ بجو پیل شي د۷بجو څځه مخکې درایه اچونو له پاره ټولې آسانتیاوې برابرې شوي د ټاکنو حساس او غیر حساس توکي ا وسایل یوه ورځ مخکې ځای پرخای شوي ،

د ټاکنو حساس توکي :

 ـ  رایې پاڼې (استعمال شوې،نه استعمال شوي،اوخرابې شوې)

-         درای پاڼو رسمي ټاپې

-         د ټاکنود نتایجو بشپړې شوې فورمې

-         نه پا کیدونکی رنګ

دټاکنو غیر حساس توکي :

-         درایو صندوفونه

-         درایې اچونې غرفې

-         درای پاڼودصندقونومهرلاکونه

-         امنیتي محافظتي کڅوړې

-         ژورنالونه،اونور

-    ګرانو هېوادوالو! باید هرسړي پخپله خپله رایه ورکړي دبل چا په استازي توب څوک رایه نه شي ورکولی هر رایه ورکوونکی به رای پاڼه په خپله په پټ ډول سره د غرفو تر شا چې دهمدې موخې له پاره ایښودل شوي په نښه کوي ډله ایزه رایه اچونه یا په يو وخت کې د غرفې تر شاله یو تن څځه د ډیروکسانو دشتون اجازه نه شته.دکاندیدانو د ټاکنـیزو سیالیواړوند توکي به دمـرکزشاوخوا د۱۰۰مترو څخه لرې وي په داخل دمرکزونو کې دکاندیدانو استازي د هیڅ ډول کمپاین او تبلیغ حق نه لري یوازې څارنه کولاي شي داعتراض اوشکایت حق هغه وخت لري چې دکارکونکو څخه دکړنلارواو اصولو نه سر غړونه ، وشي.دټاکنوبهیربه دمازیګر تر ۴بجو پایښت ولري دمازیګرپه۴بجو درایی اچونې دمرکز مدیرد رایي اچونې د مرکز د کتار کنترولونکي څخه کتنه کوي څو ډادمنه شي چې په مرکز کی موجودرایه اچونکي د مرکز له کـتار سره یوځای شوي ،د کتار کنترولونکی باید دمرکزدکتار په پای کې ودریږي او نورو رایه اچونکو ته په کتار کې  د ودریدواجازه ورنه کړي چې کتار پورې یو ځای شي . له نیم ساعت ځنډ وروسته شمیرنه هر محل کې  پیل کېږي هر محل درایودګڼلووروسته دتطبیق او نتایجو فورمې ډکوي اوپه لوړ آوازیې دګوندونو، ایتلافونو،مستقلو کاندیدانو کورنیو او بهرنيو ټولوکتوونکوته اعلانوي بیا دموادو اواوغیروحساسو توکوبسته بند ي او تړنه کېږي اومخ په بره (pcm/dfc/peo boa/) له یو څخه بل ته تسلیمي ورکول کېږي چې د وږي په ۲۶ به انشأالله پائیلې اعلان شي.

    په پای کې  ټول درانه هېواد وال چې دنوم لیکنې کارت ولري دا  حق لري دخپلې خوښې کاندید ته چې له هر پلوه ددوی په خوښه او زړه برابر وي ټولې ملي او اسلامي ښیګـړنې ولري  رایه ورکړي او هیواد له غـمیزې وژغورئ او د راتلونکی په لور د هیلوډک ډک حرکت پیل شي .

  په درناوۍ

 
 

مؤسس و مسؤول
سایت
محمد مهدی بشیر

سال تأسیس

۴ میزان ۱۳۸۶

  خورشیدی

26  سپتامبر 2007

  میلادی

Tel:0031644388706

تازه ترین اخبار افغانستان

رای تان را به صندوق اندارید

نظر تان در مورد محاکمه عاملان کشتار جمعی در کشور چیست ؟
 
spacer

spacer
Design by Groen