|
د ویــنــــو سودا ګروته!؟ |
|
سپرلیه تا ته مو وې
هیلې
دې ښکلاوو ،
رنګینیو او خوښیو هیلې
مینه کې نغښتې دې
امنیت
او پرېمانیو هیلې
څنګه سپرلی
ئې ته ؟!
چې توپانونه ،
سېلابونه او ستم لوروې
د سېمرغ ځالې او
بچیو باندې بم لوروې
دې ملالۍ زیارت ړنګ
شوی ، دې ایوب بچیو!
دې خوشحال خان او
دې رحمان بابا عـزت وساتئ
چا مو عزت ، چا مو تاریخ
ولې هستۍ واخېستې
دې بل په لمسه ئې
زموږ د خـولې مړۍ واخیستې
تا ته دې
هیلو او دعاوو لپې پورته نیسو
په مونږه مه پلوره
دوینو سېلاب
په ډالري لوړ
قېمت !؟
ظفرخان "اهتمام"
|