.
spacer
مطالبی که در این صفحه نشر میشود عقاید نویسنده گان محترم آن است و نظر ۲۴ ساعت نمیباشد.
 
spacer
spacer
صفحه اول
افغانستان
سیاسی
تبصره بر خبر
معرفی چهره های فرهنگی
کتاب و کتابدوستان
مقالات جالب و پژوهشی
گفتگو ها
بیان حقایق
مسایل جهان و منطقه
طنز،نورانی ،ترجمان، بشیر
نمایشنامه ها
طنز
کارتونهای هژبر شینواری
آثار هنری بشیر بختیاری
باچه آزره تقدیم میکند
داستان
دنیای شعر و شاعران
اشعار حاجی محمد کاظمی
اشعار مرحوم استاد صابر هروی
اشعاراستاد غلام حیدر یگانه
اشعار قیوم بشیر
اشعار حشمت امید
اشعار انجنیر حفیظ اله حازم
اشعار نورالله وثوق
اشعار سجیه الهه احرار
اشعار فریده اکبری
اشعار صالحه وهاب واصل
اشعار محمد اسحاق " ثنا "
اشعار خواجه عبدالله احرار
اشعار نعمت الله پژمان
اشعار ودود فضلی
اشعار زهره صابر «هروی»
اشعار ظفر خان " اهتمام "
اشعار همایون شاه عالمی
اشعار و نوشته های سید محمد اشرف فروغ
جوانان
کودکان و نوجوانان
از دفتر خاطرات
معرفی کتابهای جدید
فرهنگ مردم
لهجه ها و اصطلاحات محلی
با کشور تان آشنا شوید
به مشکلات مردم توجه کنید
نقد بر کتاب ،مقالات، فلم و..
زن و زندگی - زن و مشکلات
جالب و خواندنی
مشاهیر جهان
هنری و فرهنگی
گزارشهای ولایتی
مطالب انتخابی و ارسالی شما

دوستان و نویسنده گان گرامی!

درصورتیکه خواسته باشید نوشته های تان در این سایت نشر شود میتوانید بعد از تیپ کردن آنرا از طریق

Word

به این ایمیل آدرس

mehdibashir@gmail.com

بفرستید

سایت ۲۴ ساعت از شما و در خدمت شماست.

استفاده از مطالب سایت ۲۴ ساعت با ذکر مأخذ آن آزاد است و ممانعتی ندارد

سایت ۲۴ ساعت را به دوستان تان ایمیل کنید تا آنها هم در مورد آن اظهار نظر کنند

قابل توجه نویسنده گان محترم !

مطالبی که برای نشر میفرستید و میخواهید که بنام مستعار نشر شود بهتر است خود را برای سایت ۲۴ ساعت معرفی کنید تا نوشته تان طبق میل تان نشرشود.

 

 
زه به سودایي یم او که نه ! ؟

طنز :

زه به سودایي یم او که نه ! ؟

   پوهنيار ظفر خان " اهتمام" 

۲۱ - ۱۱ - ۱۳۸۹  

ظفر خان اهتمام
ظفر خان اهتمام
تاسو به اورېدلي وي چې د تېر کا ل په وروستیو دې وختو کې دولتي مامورینو او کارمندانوته،شپږ مېاشتې تنخواه نه وه ورکړه شوې زه چې هم په دې ډله کې وم نږدې دی چې سودایي شم ما اورېدل ي چې په نړیوال مّدني او حقوقي قانون کې مجرم او بندي ته درې وخته خواړه او د جرم تر ثبوته معاش ورکول کېږي مجرمان که ۲۸ ساعته غذايي اعتصاب وکړي غوښتنې یې قبلېږي .خو زه نه پوهېږ م; چې د روشنفکرۍ په جرم په موږ او زموږ په اولادونو ولې ۸۴۲۰ ساعته غذايي اعتصاب تپل شوی دی؛ که څه هم دا خبره د وزارت له پوړ نه پورته ده خو زه خپل او پردي غم په تشویش کې اچولی یم وای چي پورونه ،تشويش او خوار ځواکي د دې سبب کېدای شي چې فکر ښه کار،ونه کړي که نه یې منئ د ثبوت له پاره به زه یوازې په دې نن سهار کې د خپل ځان کیسه وکړم : 
زما د سهار ډوډۍ معمولا ً د چای سره وي په یو پتنوس کې راته یوه چاینکه چای،آب کشۍ،پیاله،کاچوغه او قنداني سره له ډوډۍ،موډۍ راغلل،لومړی مې درې کاچوغې بوره د ګېلاس پر ځای په آب کشي کې واچوله،بیا مې په پیاله کې د کنګال له پاره د چای اچولو فکر سرته راغی،پیاله مې ښه په خوند اوکش کړه،کنګال شوی چای مې په قنداني کې راخوشې کړ،چې ډکه شوې پیاله مې غوړپ کړه  په بورې مې خوله خوږه نه شوه،له ځان سره مې وویل :هلکه خوله دې پیکه ده ځکه په خوند مند نه پوهېږې !؟ چې د نورې بورې د اچولو تکل مې و کړ،دقنداني بوره د کیمیاوي تعامل په سبب غلیظه را ښکاره شوه،و پوهېدم چې څه مې کړي .په موجوده لوښو کې په چاڼولو بوخت شوم ... په ډېرې خوارۍ مې فکر لږ شان راټول کړ چې ګورم کالي مې سریښ کړي او د وظیفې د تګ وخت دی دا چې پخوانۍ دریشي داولادونو مور د کفر د لباس په تور په جاروګانو ورکړې وه او د نوې د رانيولو پیسې مې نه لرلې دندې ته په جامو کې تلم نو ژر مې نورې جامې راوغوښتې،لومړی مې کمیس بدل کړ،نیا مې دی خدای « ج » وبخښي د هغې په اصطلاح چې پای جامه مې بدلوله ، نو پایڅې یې دومره تنګې وې چې پښه نه پکې ننوتله آخر مې له ډېرې زړه تنګۍ او غوسې څخه یو ناڅاپه زور کړ،له هغه سره مې دمخکې ویستل شوي کمیس لستوڼی څیرې کړی ؤد پرتوګ په ځای مې په هغه زورکړی ؤپرتوګ لا هما غسې قات ايښی ؤبيامې هغه په چالاکۍ سره واغوست او روان شوم له تاسو دې څه پټه وي له ځان سره تشویش لرم چې زه به سودايي يم او که نه !؟ .
 
 

مؤسس و مسؤول
سایت
محمد مهدی بشیر

سال تأسیس

۴ میزان ۱۳۸۶

  خورشیدی

26  سپتامبر 2007

  میلادی

Tel:0031644388706

تازه ترین اخبار افغانستان

رای تان را به صندوق اندارید

نظر تان در مورد محاکمه عاملان کشتار جمعی در کشور چیست ؟
 
spacer

spacer
Design by Pinkmedien