|
 پوهنیار ظفر اهتمام پوهنیار ظفر اهتمام
حُــســــن غزل غزل
دځـــوانۍ غــوټۍ یـې ګل ده یار شینــدي څپـې د حُــسن
د ټټر پاولو کې زیر او بـــم غــږۍ نـغـمې د
حُــــــــــسن
انــــــنـګي یې شرموي رنګ د مــڼــې باغ د
پغـــمـان کې
له حـیا چـې یې راؤ اوري پر مــــــخ ډ یـــوې د
حُــــســن
خط پر مخ یې په سرو شونډو د ښکـلا وو اتل سپور
دی
چې راشيندي د ځوانۍ رنــګین کمـــان شغــلې د حُـــسـن
څـــــوکیدار یې د
حرم دی تـــــور زنــــځیر د ښامارانو
بــېګانه ته! دغــه زلفـــې یـــې په
مخ خــورې د حُــــسن
نرګسي خـنداچـې سترګـوکـې انــځــور کــــړي کله- کله
کـړي ستونــه ډ ک له میو وهي کړنګ پیالــې د
حُـــسـن
د ځـــــوانـۍ سپرلی په ټولو ګــلو ګــډ او رنــګـینـۍ
دي
پـه کـــې بریښي د افغان د مغز او مټ اسرې د
حُــســن
افــغــان هــر خوا د اغــیار د غــیږ خندا سیمې
ښکلا ده
ربـــه ! بېرته مو نصیب کړې په هیواد مـزې د حُــــسـن
د غـــــزل پـه ژبــه وګــــوره تـــــــــروې او خــــوږې دواړه
«اهــتـمـام » خورا په کـار دی چې څکې مېوې د حُس
د پنجاب ګجرات د ؛ ۱۳۷۷ هـ ش کال وری
|