 ظفر خان اهتمام پوهنیار ظفر اهتمام
نیمځایه
هیلی
په ګردونو
لوغړن کڼډواله شوي
دا
نیم ژواند غوندې باغونه
دا ژوندۍ
مړې شوې ځمکې
بې کسۍ نه شړېدلي
د ناپاک
پردي یرغل نه!
هغه
وخت کې زورېدلي
بېرته
بیا د ژوندون پیل ته
تـُخنېدې
هره شېبه کې
خو چې نن
ئې!
د
نیم ژوانده هیلو
غوټۍ په غوړېدو وې
ځولۍ
کې نه ځائیدې
یون ئې په
لور د خندا
خو
یو ځل بیا ئې :
توسېدلې او تنکۍ هیلې
د ویر او مرګ په سمندر غوټه شوې!؟
٭٭٭ ٭٭٭
٭٭٭
پاس
په آسمان کې سپوږمۍ،ستوري
او کهکشان په شپو کې ...
لاندې په
ځمکه کائېنات د طبیعت
ګوري
دا ګرد او غبار ...
ډنډو د وینو ته پدې کنډوالو
د
غم څپو ته فریاد او ژوبلې
بل په نیم
ځانو هیلو
د
زمانې دې بې رحمیو لره
ولاړ
شاهـــد
او
تر آبـــــــده ولاړ!!؟
په ویر لړلی ویني دا دې
نړۍ
د زړه،د زړه،زړه ویجاړ .
کابل - د ۱۳۷۱ل . ل کال د
زمری میاشت
|