استفاده از مطالب سایت ۲۴ ساعت با ذکر مأخذ آن آزاد است و ممانعتی ندارد
سایت ۲۴ ساعت را به دوستان تان ایمیل کنید تا آنها هم در مورد آن اظهار نظر کنند
قابل توجه نویسنده گان محترم !
مطالبی که برای نشر میفرستید و میخواهید که بنام مستعار نشر شود بهتر است خود را برای سایت ۲۴ ساعت معرفی کنید تا نوشته تان طبق میل تان نشرشود.
کاشکې !
د دوکتور
محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
کاشکې
!
علامه دوکتور محمد سعید « سعید افغانی»
رښتیا
بشر د احتیاج ، مشکلاتو او تنګسو د خلاصون
په هڅه دغارونو
او سمڅو څخه را ووت او بر ، بحر او هوایی تسخیره کړه ، نوی نوی
اختراعات
او اکتشافات یی مینځ ته راوستل او ډیر
داسې کارونه یی وکړی چي
پرون نه کیدونکي ښکاره کیدل
.
دنیایې
رڼا کړه او د خوند ، رنګ او شرنګ جهان یې جوړ
کړ !
علمي
، صحي ، اقتصادي ، اجتماعي ، سیاسي ، تخنیکي ، زراعتي ، دفاعي ، مواصلاتي ، مخابراتي اونورو ډیرو حیرانونکو پر مخ تګونو سره مخامخ شول او
لیا نورهم د فعالیت او مسابقي په ډګر
کښې د راتلونکو نوو ابتکاراتو هیله لری ، هڅه کوی
او د جدیت او فعالیت په میدان
کښې پاخه قدمونه پورته کول غواړي
او .... . خو کاشکې !!!
کاشکې
: چی دا شریف انسان ،
دی زړه لړزونکو ټکرونو ، تصادمونو او تضادونو
سره نه مواجه نه
کیدلې .
کاشکې :
اخلاقي معیار ښه ، په زړه پورې په
خیال او نظر کښې نیول شوی وای
، او په دغه
اساس ژوند عیار ، او یو تربله د لورنې
ژوند پوره مطمین
وی .
کاشکې : په
ختیځ او لویدیځ کښې یو جهاني عادلانه حکومت او نظام جوړ شې او بی له هیڅ ډول
ناروا فشار او غولولو څخه بشري طاقت په کار واچول شي .
کاشکې : د مساوات او برابری
اصلي او اساسي اصول د خلکو د
استعدادونو او امکانیاتو په اساس
عادلانه تطبیقیدلې .
کاشکې :
استعمماري او استثماري مفکوري او دسیسي په ټولو رنګونو له مینځه تلی وی ، زور زیاتې ، باداري
او اقایي نه وې .
کاشکې
: سیاسي
مانورو او تکتیکو نو او حربي وسلو
او سامانو نو د خلکو ژوند
دویرې او تشویش سره نه وی مواجه کړي
او په دغه لیاره کښې ګذاف
مصارف د فساد په ځای د بشر د ارتقاء او ارامې په لیاره کښې صرفیدلې .
کاشکې : احتکاري او انحصاري جدیت او
فعالیت نه وی روان او
د پیداوارو او تولیداتو څخه عادلانه استفاده کیدلې .
کاشکې : د
جنګ ، جدال ، شقاق او منفی اختلاف په
ځای دمیني ، محبت او مرستي دنیا جوړه شي
او د غدر ، خیانت ، ظلم ، استبداد ، حسد او کیني ځای
ورورولي او عاطفه ونیسي .
کاشکې : د
دنیا ټولې شاړې
او میرې ابادې او ثروتی منابع او مدارک
د عادلانه استفادې وړ ، علم ، فن ، تحنیک او
د بشر د صحت ، سلامت ، ارامي او اطمینان لپاره استخدام شې .
کاشکې
: نژادي
تو پیر له مینځه لاړ شي او
خانداني تفوق او امتیازات نه وي .
کاشکې
: ناوړو
رسمونه ، رواجونه او عادات
نه وي او نه د حق او
حقانیت اثبات په دغه مقیاس
کیدلې . هو : ارمان چی که د
حق او حقیقت د معرفت لپاره
اساسی او بنیادی حرکت د
واقعیت بینی په مدار څرخیدلې .
کاشکې :
دخلکو له قوا او څخه استفاده د استعمار ،
استثمار ، غلامې او بردګې په چم نه وی .
کاشکې : د علم
، فضل ، تعلیم ، تربي او ښوونې په
پروګرامونو کښې د اغفال آلوده آمال او
اغراض د خل نه در لو دلې .
کاشکې :
حدود او سرحدونه د انسان او انسانیت پر مخ خلاص
وې
او د جاسوسي او تخریباتو
ویره او ډار نه وې.
کاشکې : د
خیر ، فضیلت او تقوی لپاره کار د ریایي تلو ثاتو څخه خلاص وی ، د تزویر دامونه او جالونه نه وی او نه ظواهر و باندی د غولوونکو صحنو چلیدل ؛ د مایوسی ، نا امیدی
او بد ذهنیت د پیدا کیدو موجب ګرځیدلې .
کاشکې : د
غیرت ، میړانې او مبارزې عناصر په خبلو کښې پخلا او
اشتی وی ، ترڅو خلک د وحشت پستو عناصرو له ناروا «
ګیر ، بند ، بی ابی اوعار ژوند
» له تحمیله خلاص وی .
کاشکې : یوه
ښکلې ، ښایسته
او متحد نه دنیا د
بشر د جایزو ارمانونو او هڅ د پوره کیدو
په اساس او مستوی جوړه شي او په کښی د انساني شرافت
او کرامت د ټولو رمزونو او نزاکتونو
خیال قوي او سالم و ساتلې
شي .
افسوس :
زما او د نورو ډیرو خلکو سره د څه
داسې زیاتو جایزو او روا
هو سونو ، ارمانونو او هڅو خیال ، تصور او فکر شته دی ، کوم چی ورته
د رسیدلو چاره ګرانه ښکاری .
د دی سره
سره قسم
چي ؛ زه به تل په خپل ژوند کښی
د خپل ټکل څخه وانوړم
، او ضرور به حق او عدالت ته د رسیدو لپاره
هـاند و باسم او په دی
لیاره کښی به خپل رسالت تر سره کړم
.
زه به دهغو ملې بازانو
مطالب هیر نه کړم ، کوم چی په کتابونو او لیکنو کښی می د
ریالست لیک و الانو انقلابی افکار ، هڅی او هیلی لوستی
دی او یا په غوند و کښی د دوی د دغه شانی تحلیل سره مخامخ شوی یم ،
او یا
راته حکایت شوی دی .
حقیقت دا دې ! چی د اجتماعی ملی انقلابی رهبر د ژوند هڅی او هیلی پوره د
پام لرنی وړ
دی .