استفاده از مطالب سایت ۲۴ ساعت با ذکر مأخذ آن آزاد است و ممانعتی ندارد
سایت ۲۴ ساعت را به دوستان تان ایمیل کنید تا آنها هم در مورد آن اظهار نظر کنند
قابل توجه نویسنده گان محترم !
مطالبی که برای نشر میفرستید و میخواهید که بنام مستعار نشر شود بهتر است خود را برای سایت ۲۴ ساعت معرفی کنید تا نوشته تان طبق میل تان نشرشود.
د خواخوږۍ پيغام
د خواخوږۍ پيغام
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ستر مبارز، سیاست پوه،
شاعر، ادیب ، او عالم اجمل خټک بابا زمونږ د دې فاني دنیا څخه رحلت وکړ٠
.اناالله و انا اليه راجعون
د حق د لارې د فرهنګي ټولنې مشر تابه د پښتنو د ستر مشر ارواښاد اجمل خټک بابا
د مړينې له کبله د لوی خدای له درباره هغه ته د
فردوس جنت او درنې کورنۍ او خواخوږو ته يې د جميل صبر هيله کوي. اجمل خټک نه تنها د
پښتنو بلکه په نړې کې د آزادې خواهې بهير يو ځلانده ستوری وه
چې بشري تاريخ به د هغه د افتخاره ډکې
کارنامې هيڅکله د ياده ونه باسي ٠
الله تعالی دی
دا دحق د لیاری مبارز او رسالتمند مسلمان غریق رحمت او دفردوس جنتونه یی ځای کړی
او ددی خدای
بخښلی کورنی، د
سنګر ملګرو، پښتنو او د هغوی ټولو خواخوږو
ته یو ځل بیا د تسلیت او صبر جمیل د الله تعالی له درباره غواړو.
نن
په غم کې د اجمل بابا ماتم دي
پرې
خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا
پښتنو
په لر او بر مرګی مرګي دي
نن
اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا
رب
دې ستا د خدمتونو اجر درکړي
جنتي شه داسې ځـــــوی د
پښتونخوا
آمین یا رب
العالمین
س . افغاني
د حــق دلـیـاری کلتوري مرکـز
- نیټه : ۸ فبروری ۲۰۱۰ میلادي کال
بریښنالیک پته :
This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it