|
د ریاخرقه یې خدای مکړه په غاړه * رحمان کوږ پټکی تړلی قلندر دی
 ظفر خان اهتمام *****
ظفرخان«اهتما م»
غزل
دخیرات کچکول تر غاړې په سفر دی
افـغـان بـیا چلـتـار تړلـی قــلــنـد ر د ی
مفلسي نـه کس ناکس تـه ماما و ایـــــو
خـپـلو اکي د اقـتصـا د مــــودر په دردی
لباسي بدلون ده خـنډ دیموکــراسي تـه
زوړ رقیب په نوي دور زوروردی
پټ پـټاني اوډانـډ و کــولی نــه شـي
بې امنۍ نه د پیغلـوټو ړنګ ګود ردی
لاسوزیږي دلـمرونو رنګین څلــي
له ظاهـرنه د باطــن رازمعـتبردی!؟
ورځ په ورځ موداحساس قوت کمیږي
څښاک خوراک موملوث په کوم پوډردی؟
ایرحمانه ج !مونږه وژغوره دې حا ل نه
«اهتمام» ډیـپـلوما سۍ نه بـــې خبردی
(کابل - ۲۹\۰۲\۱۳۸۵ )
|